د ملي یووالي حکومت اجرایه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله له زلمي خلیلزاد سره د لیدنې پر مهال ویلي، د افغان سولې لپاره د زلمي خلیلزاد هڅې د ستایلو وړ دي او دوی یې ملاتړ کوي. دده په وینا دی د سولې د ټولو هغو هڅو ملاتړ کوي چې د امریکا له لوري ترسره کېږي، خو اصلي هدف دا دی چې باید بین الافغاني مذاکراتو ته زمینه برابره شي. اجرایه رییس په مسکو کې د چین، روسیې، اروپايي ټولنې او امریکا د ګډې غونډې هرکلی هم کړی او دا یې یو مثبت اقدام بللی. خلیلزاد هم په دې لیدنه کې ویلي، چې امریکا د افغان سولې لپاره هڅه کوي او غواړي چې سیمه ییزه او نړیواله اجماع لا پیاوړې کړي.



































