ولسمشر غني د افغانستان د خلکو د جهاد د ۲۷مې کلیزې د نمخانځغونډې ګډونوالو ته چې تر ډېره پکې پخوانیو جهادي قومندانانو برخه اخیستې وه وویل، دا رسم باید کېښودل شي چې د ولس د خیر لپاره په ګډه کار وکړل شي. هغه زیاته کړې، دا ضرور ده چې ټول باید د هېواد له هرې څنډې د جنګ پر قیمت باندې خبر شي. نوموړي وویل، سوله په یوه ورځ نه راځي خو حکومت په دې برخه کې جدي دی او تر یوه حده یې سولې ته لار هواره کړې ده. ولسمشر دغه راز زیاته کړې، اړینه ده چې له خپل تېر څخه درس واخیستل شي او ټول افغانان یو بل سره په مفاهمې وغږېږي. هغه د خپلو خبرو پر دوام وویل، هغه نظامونه او څېرې چې د خلکو پر رایو باور نه لري په وار وار له ګڼو ستونزو سره مخامخ کېدلی شي. هغه سوله د ټولو افغانانو لومړۍ او وروستۍ غوښتنه بللې او زیاته کړې یې ده چې حکومت به په دې برخه کې پیاوړي ګامونه پورته کړي.



































