د یوویشتمې پېړۍ د نړیوالیتوب په څپه کې هم فردي او هم ډله ییز سیاستونه بدل شوي دي. حکومت هرو مرو اړ دی چې نوې لار او کار پیدا کړي. ملي سیاستونه، خپلواکي، ثبات او رغښت په زاریو نه راځي. دا سمه نه ده چې ووایو امریکا ۱۲ زره کیلومتره لرې د افغان ښځو د حقونو او اقتصادي ټیکاو لپاره راغلې وه. هغه یو متل دی چې وایي: «له سیند نه پورې غاړې اور دی، نه پرې ګرم نه پرې یخ». ولې بهرنیان زموږ پر مړو باندې ساندې ووايي؟ ولې یې زموږ په وژونکي فقر زړه بد شي؟ ولې فساد د ځان لپاره خطر وګڼي؟ ولې دا هر څه زموږ لپاره وکړي؟ بلکې هېڅ هم زموږ لپاره نه کوي؛ خپل ځان، پلان، اینده، ولس، تاریخ او خپل هېوادونه یې لومړیتوب دي.
دا هم ناسمه ده چې ووایو، په مسکو کې چین، امریکا او روسیې وروستۍ ناسته د ترحم، سړیتوب او اخلاقو نښانه ده، بلکې ناجوړ، ناسم او نا امن افغانستان اوس لږ تر لږه ۱۵ کاله د هېچا په ګټه هم نه دی. چینایان د سیمه ییز او نړیوال اقتصاد د مهار په لټه کې دي. یو کمربند- یو لار د دغه نوښت مهمه برخه ده او بې د افغانستان له ثباته دا لړۍ نا تکمیله ګڼل کېږي. روسان نه یوازې دا چې له خپلو ګاونډیو سره پر سړه جګړه اخته دي، د ناټو له غړو هېوادونو سره هم اړیکې جوړول غواړي. په کور دننه ټیکاو، سیمه ییزه یاري او نړیوال تفاهم یې لومړیتوب دی. که امریکایان یو دم ووځي، روسان د افغان جګړې سمبال نه شي کولی، په داسې حال کې چې د سولې په بدل کې به نه یوازې دوی ته لوی خطر، یعنې امریکا له افغانستانه ووځي، بلکې دوی به له امریکا وغواړي چې په اوکراین کې مداخله ونه کړي، د ناټو غړي هېوادونه له روسانو سره سوداګرۍ ته پرېږدي، په سوریه، یمن او هغو هېوادونو کې چې په جغرافیایي لحاظ روسانو ته نږدې دي، لاسوهنه ونه کړي، د تورونو لړۍ شا ته پرېږدي او تر ډېره بریده په منځني ختیځ کې د روسانو د تقلي مخه ډپ نه کړي. امریکایان ۱۸ کاله په افغانستان کې دي، دا جګړه د عامو امریکایانو په پیسو، د ناټو په ملاتړ او د افغانانو په قربانۍ روانه ده. عام امریکایان د جنګ پایله غواړي، عام افغانان سوله غواړي او ناټو بېرته تګ ته میلان لري. ټرمپ سوداګر دی؛ هغه پیسې ګټل غواړي، نه مصرفول، په داسې حال کې چې افغان جګړه د پیسو جرړه وباسي، خو په ورته وخت کې امریکایان په کور دننه د افغان جګړې په اړه سره ورک او مخالف دي.
موږ نه شو ویلای چې امریکا نوره د افغان جګړې د مصرف توان نه لري؛ ځکه امریکا نن هم د بانک، پیسو، طلا، سلاح، اټوم، قانون، واک، اقتدار، حیثیت او دبدبې خاونده ده، اوس هم د ناټو لوی مصرف دوی ورکوي، اوس هم ملګري ملتونه د دوی په قبضه کې دي، اوس هم عربي هېوادونه د دوی خدمت کوي، اوس هم د نړۍ د ګوټ ګوټ هېوادونو مشران بې قیده او شرطه د دوی سلامي کوي؛ ځکه نو د افغان جګړې لپاره ۵۰ ميلیارده ډالر پیدا کول دومره لویه خبره نه ده، په داسې حال کې چې عسکر پکې د افغان ملت وژل کېږي. نو ویلای شو چې د ټرمپ کرکټر، د امریکا د جنوبي اسیا پالیسي او د خلیلزاد لار او د ماموریت شدت د امریکا د دریځ ښکارندویي کوي. دا چې د افغان جګړې عوامل څلور ډوله، یعنې کورني، نږدې ګاونډي، سیمه ییز او نړیوال دي؛ ځکه نو د سولې په راتګ کې هم باید د قضیې دا اړخونه وڅېړل شي. د سولې او تلپاتې سولې فرق دا وي، چې په تلپاتې سوله کې د جګړې ټول عوامل مرفوع کېږي، په داسې حال کې چې تش په نامه سوله د اړخونو ترمنځ تفاهم او تعامل دی.
په کور دننه فساد، جرمي اقتصاد، بې سوادي، فقر، بېکاري، بده حکومتولي، ځان غوښتنه، افزاري سوله او ملي غفلت د جګړې عوامل دي، په داسې حال کې چې په افغان خاوره کې مذهبي، سیاسي او اقتصادي نیابتي مقابله د دې جګړې د تدوام سبب ګرځېدلې ده. بلخوا د ناټو مذبذب دریځ او غیر مشخص نقش جګړه بې خونده کړه. امریکا د افغان جګړې لپاره نه لیکلي اهداف لرل او نه یې د پای نېټه؛ که د جګړې هدف د طالبانو د رژیم سقوط و، نو طالبان په یوه نیمه میاشت کې له منځه ولاړل، نو لازمه وه چې امریکا بېرته وتلې وای. که هدف د ښځو حقوق، اقتصاد، حکومتولي، پوځ او نظام وای، نو هغه ماموریت لا نه دی تکمیل؛ ځکه چې نه امریکا پوهېده چې څه کوي، نه یې ملګري او نه هم افغان حکومت. په هر صورت، د سولې د راتګ لپاره دا پورته څلور عوامل له منځه وړل غواړي، څو تلپاتې سوله راشي.
نور عوامل پر خپل ځای دي، مګر دا چې اوس چینایان، روسان او امریکایان د جنګ پر پای ته رسولو سلا شوي دي او سوله په ګډه راولي، د سولې د منتظرینو لپاره ښه زېری دی. په ۲۰۰۱ ز کال کې روسان او چینایان له امریکایانو سره د افغان جګړې په اړه خوله په خوله وو، خو ورو ورو دا دواړه هېوادونه د ماموریت د سلا مشورو له بهیره و ایستل شول. چینایانو او روسانو تر ۲۰۰۶ ز کال پورې صبر وکړ، فکر یې کاوه چې دوی قصداً نه، بلکې د جګړې د شدت له امله له امریکایانو هېر شوي، خو ورو ورو پوه شول چې نه دا د امریکا پالیسي ده. له ۲۰۰۶ ز کال راهیسې چینایانو خاموشي اختیار کړه، په داسې حال کې چې روسان په مورچه کې کېناستل او د ګوزار په انتظار وو. پر دې نه غږېږو چې د چینایانو او روسانو دغه دریځ افغانانو ته څومره تاوان ورساوه او پر دې هم نه غږېږو چې امریکا په دغه دریځ کې دا جګړه څومره اوږده او خونړۍ کړه، خو پر دې هرو مرو غږېږو چې اتلس کاله وروسته د سیمه ییز تفاهم دغه فرصت برابر شوی او باید چې ګټه ترې واخيستل شي. اوس افغانستان د تاریخ نوې څپې ته شامل شوی دی، افغانستان نوی فرصت اخیستی. د سولې په راتګ کې باید ټول یاد اړخونه خپل جلا جلا مسوولیتونه ادا کړي. ټول اړخونه باید د یوه او بل تکمیلوونکي شي او داسې سوله د افغانانو نصیب کړي چې افغانان په کور دننه د ارام ساه واخلي، د جنازو لړۍ ودرېږي، نورې میندې بورې نه شي، افغانان د مرګ په انتظار ونه اوسي، کورونه یې وران نه شي، طالب او عسکر د یوه بل په مرۍ چړه کې نه ږدي او بهرنیان خپلو کورونو ته ستانه شي او خپل ژوند په افغان سردرو کې له لاسه ورنه کړي.