د ۲۱مې میلادي پېړۍ په سر کې کله چې د نړۍ لرغون پوهانو، د بامیانو ماتې مجسمې او نور تاریخي اثار پلټل، د اېټالوي پوهانو یوې ډلې د غزني په سمڅو څېړنې کولې.
دوی لومړی «نی کلا» ته ورغلل. د عربانو د حملو په وخت کې دغه غار او کلا د زابلستان د واکمنو پناه ځای و. وروسته بیا په نهمه میلادي پېړۍ کې له يعقوب بن ليث څخه په تېښته شاهي ټبر په نی کلا کې مېشت و. وروسته دوی ونيول شول او ځینو يې اسلام ومانه. د نی کلا او ورڅېرمه غارونه د شهزادگانو د خوندي ساتلو ځایونه وو. کله چې حاکمان د جنګ لپاره میدان ته وتل، نو شاهي خزانه او زامن به يې دلته ساتلي وو.
وروسته دغه ځای غزنویانو د شاهي زندان په توګه کاراوه. د سلطان مسعود، درباري شاعر سعد سليمان او پخپله د سلطان مسعود زوی هم دلته بندي و. دلته يو زيارت د تالا بيگم په نوم له غزني څخه «ناور دښتې» ته په لاره ښکاري.
د اېټالوي لرغون پوهانو د ډلې مشر «جیواني ویرادري» لیکي، چې د ځمکې طبعي پېښو دغو سمڅو ته د تلو لارې هم اړولې دي. د افغانستان د نورو سیمو په شان د غزني په غرونو کې د زلزلو او د واورو د توپانونو له کبله تیږې چودېدلې دي او په ځینو ځایو کې یو لوی درز (چود) غر په دوو برخو وېشلی دی.
د غزني غارونه چې له ۳-۶مې میلادي پېړۍ، بودایی راهبانو توږلي، مستطيل شکل او دننه د مربع خونې گنبدې چت لري. دغسې جوړښت د باميانو په سمڅو کې هم لیدل کېږي. د پلټنو لپاره دغو پوهانو هرې سمڅې ته یو نمبر ورکړ.
لومړۍ سمڅه په صنوبر تپه کې او دویمه په سنگدره کې ده. په غار کې دننه ديوالونه داسې توږل شوي، چې تر چت يې د «پرې» يا وزر بڼه اخیستې ده. دا د ساساني جوړښت اغېز ښیي. هغه سمڅه چې په غره پورې يې ډډه نه ده لگولې، دننه لوري دېوالونه یې تر چت د وزرو په شکل راوتلي وي. ځکه خو یې د غار د چت لږه برخه ناتوږلې پاتې ده.
د دويمې سمڅې بهرنی جوړښت ټول خوندي و، خو په نورو غارونو کې د لوگي د توروالي تر شا، سور رنگ ښکارېدو. په دویمه نومره غار کې د يو اس نقش دی، چې په غاړه کې يې اميل او په تندې د ويښتو څټوکې لري. د يوناني هنر دغسې یوه بېلګه په بیروت کې هم شته. د ځينو غارونو ديوالونه درې ځلې پلستر شوې وو، چې بوس او خټه پکې گډ وو. دا ښیي چې بودایي راهبانو دغه سمڅې ښې ساتلې. د ديوالونو هغه پلستر چې د گوټ بنۍ یا رپ يې جوړاوه، د گندهارا د لومړۍ دورې (۲ میلادي) نښه وه. په تپه صنوبر سمڅو کې خلک تر ۱۹۷۶ ز کال پورې اوسېدل او په معبدونو کې يې پروړ او بوس ساتل، چې ښایي د گودام په توگه يې کاراوه.
په سمڅو کې د بودایي عبادت ځايونو لویه جوپه په قره باغ کې ده، چې له لرې نه په يو اړخ ښکاري. «شاه کوه» رود د «جيلگې» سيند څانگه ده او د دغه رود یوه دره «زرد الو» تنگي نومیږي. جیواني لیکي: «دلته په اتم نومره غار کې څوکه دار محرابونه ليدل کېږي، چې د بودایي دين د «چېتيا» جوړښت نښې دي».
نهم نومره غار ځانگړی دی چې د يوازې پاتې کېدو لپاره و او يا د امن ځای و. دغه ځای لوی دی او د دې بېلگه نه په دکن، نه په چين او نه هم په باميانو کې ليدل کېږي.
له زرد الو درې تر تېرېدو وروسته، دوی شمال لوېديځ کې کله چې «تمکي ناوې» ته ورغلل، نو د تيږو يو جوړښت يې وليد، چې د سختو بادونو له کبله يې مخه رېژېدلې وه. دا د «کوه هومې کلا» نومېږي چې له ځمکې ۲۸۱۷ متره لوړه وه. دلته په ځينو غارونو کې د راهبانو د مراقبې لپاره له ديوال سره سره، شاوخوا د ناستې ځايونه وو او د ورختلو لپاره څلور پوڼۍ جوړې وې.
د شاه خواجه سيمه درې تپې لري، چې جاغوري ته د تلونکي سړک پر ښي لاس له «لومان بازار» سره دي.
له دې تر ټولو لوړه تپه، د تيږو جوړښتونه او څو غارونه لري، چې زيات يې له خاورو ډک شوي دي. د تپې په سر کې د خښتو دېوالونه داښيي، چې دا د تېرېدو لارې (کوڅې) وې. دغه ديوالونه په بېخ کې له پخسې (خټې) او د پاسه بیا دوه برخې په کچه (خامو) خښتو جوړ شوي دي. دلته د مجسمې او ډېوې اېښودلو لپاره طاقچې هم دي. دغه سيسټم د سردار تپه په ۵۳ نومره غار او د گلدرې په خانقاه کې ليدل کېږي او ثبت دي. تر ټولو لوی غار ښکته د نورو جوړښتونو په منځ کې دی او تر چت له خاورو او ګټو ډک و. څه چې مو لیدلی شوی، هغه په ديوال کې په يو قطار کې وړې طاقچې او په منځ کې يې هغه بنۍ ده، چې يو وخت د مجسمې د ودرولو لپاره کارېده. کېدای شي د دغو طاقچو تر قطار لاندې دغسې بل قطار هم وي، چې اوس په خاورو پټ دي. د دې خبرې امکان شته چې دا به دې بودا د ۱۰۰۰ مجسمو هغه غار وي، چې يو وخت يې ډېر رواج و. د چين د «وای» سلطنت له خوا په سمڅو کې د زرګونو بودایي مجسمو ساتل، په نورو ځایونو کې د دين يو مهم سمبول گرځېدلی و. په افغانستان کې بل داسې کوم ځای یا هم داسې غار يا وهارا تر اوسه نه ده موندل شوې، چې د دغه غار په شان پکې د بودا بې شمېره وړې مجسمې په ساده طاقچو کې اېښودل شوې وي. خو د هگۍ په شکل، رنگ شوي ځايونه شته چې پکې له گچو جوړې مجسمې لگول شوې دي. يوه بېلگه يې په باميانو کې د ۱۶۴م نومره غار چت دی.
غار «سخي نوک» د غارونو يوه وړه جوپه د گوارگين سيند په کیڼ لاس کې ليدل کېږي. دغه ځای «باريک» ته نږدې او د سيند پر بله غاړه له «سخي نوک» څخه پنځه کیلومتره لرې دی. د سپين غره شمال ته نږدې د دريو غارونو دغه جوپه د بودایي خانقاوو له دورې څخه وروسته اباده شوه، چې د بودايانو له وتلو وروسته هم پکې انسانانو ژوند کړی دی.
یوه بله لرغونې سیمه «کوه ايل» نومېږي. له تيږې جوړ شوی دغه تخت د «ناوه قلندري» د بيديس له کلي څخه بر لوېديځ لوري ته په غر کې جوړ شوی دی.
«غار شاه» د «قل ايلياد» په کلي کې د اووه سمڅې او د دریو پوړونو په درلودو سره جوړ شوی دی. له تپه حصار څخه ورته د پښو لاره غځېدلې او د بايک د غره لمنه ترې راتاو ده. هلته د رسېدو لپاره له قل شاه مردان څخه تېريږي. تپه حصار او بالا خانه کې د بايک او لالا خيل غارونه د دريا الواده څنگ کې دي. دغه ځای کوتل ريگ گردن ته نږدې دی.
د زیتون تپه هم د لویو خانقاوو لپاره مشهوره ده او د دې په سمڅو کې د یو بل د پاسه دالانونه جوړ دي. دغه ځای د «باسول او فولادي» سمڅو ته ورته دی. د دې ځانگړتيا دا ده چې په لوی لاس پلان شوي دي. بله دا چې ټول غارونه نيمگړي پاتې دي یانې جوړوونکي یا خو د افت له کبله وتښتېدل او یا پرې بل باچا راغلو او دغه ځای يې خوشې پرېښودو. د تاريخ ثبتولو او ڼېټې د معلومولو لپاره دا يوه مهمه نښه ده.
له څو وړو کوټو پرته چې په څلورم پوړ کې دي او فکر کېږي چې د بودایي راهبانو د اوسېدو لپاره وو، نور ټول د عبادت ځایونو نښې لري. په دې کې ځينې دومره لوی دي چې نه یوازې په افغانستان کې، بلکې په ټوله مرکزي اسيا کې ساری نه لري.
په غزني کې د هغو دوو ستوپو یادونه هم پکار ده، چې يوه تپه یې سردار ته نږدې په «کوه پهلوان» کې ده. بله ستوپه جغتو ته د تلونکو قافلو پر لاره ډېره پخوا ويجاړه شوې ده.
د غزني په غارونو کې د تیږې له زمانې راهیسې انسانانو ژوند کړی دی او پکار ده چې منظمې پلټنې ورباندې وشي.