د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روان ۱۳۹۸ لمریز کال د غویي په ۱۸مه د ایران په فلزي صنایعو ( فولادو، اوسپنې، المونیم او مسو) باندې، چې د دغه هېواد د بهرني عاید لس سلنه جوړوي، بندیزونه ولګول. دا په داسې حال کې ده چې د ټرمپ په مشرۍ د امریکا دولت د تېر ۱۳۹۷لمریز کال پر همدې نېټه له ایران سره د نړۍ د سترو ځواکونو (امریکا، روسیې، چین، برېټانیې، فرانسې او جرمني) له اټومي هوکړه لیک څخه ووتو چې د ۲۰۱۵ز کال د جولای په ۱۴مه له دغه هېواد سره لاسلیک شوی و. له وتلو سره سم امریکا پر ایران د نفتو په شمول، سخت بندیزونه ولګول چې په ترڅ کې ایران له سخت مالي او اقتصادي ناورین سره لاس او ګرېوان کړ.
د امریکا حکومت له ایران سره د نړۍ د شپږو سترو قدرتونو له اټومي هوکړې (JCPOA) په وتو سره پاتې نور غړي دغه توافق ته ژمن پاتې شول، خو ویې نه شوای کړی چې د امریکا د بندیزونو له ملا ماتوونکي اغېز څخه ایرانی لوری خوندي وساتي. د ایران ولسمشر حسن روحاني د یاد تړون له نورو غړو (انګلستان، فرانسې، جرمني، چین او روسیې) څخه د روان کال د غویي په ۱۸مه وغوښتل چې تړون ته ژمن شي او د ایران زیانونو ته دې د ۶۰ ورځو په درشل کې بدیل ومومي، کنه ایران به د تړون د ځینې مادو له اجرا څخه لاس واخلي او د یورانیمو غني کولو ته به بیا مخه کړي.
امریکا ولې له ایران سره اټومي تړون لاسلیک کړ؟
منځنی ختیځ، هغه سیمه ده چې امریکا ته تر بل هرځای ډېر ستراتېژیک او حیاتي ارزښت لري او امریکا ته له څو اړخونو (اېډیالوژیک او فکري، مالي او اقتصادي اړخه او همدارنګه د نظامي اړخه ډېر مهم نړیوال موقعیت) د ګواښ او مرستې جوګه ده. خو امریکا څه ډول دغه سیمه اداره کوي او په خپله ولکه کې یې ساتي؟
د منځني ختیځ اداره کول څه اسانه کار نه دی، ځکه چې د نړۍ ټول ستر قدرتونه غواړي په دغه سیمه کې د پښې ځای ولري او هلته خپل حضور او نفوذ ثابت وساتي. په ورته مهال، دغه سیمه د اسلامي تمدن او فرهنګ زانګو ده چې له اتمې میلادي پېړی نه بیا تر ۲۰ مې پورې د اروپا، افریقا او آسیا په ډېرو سیمو یې حکومت کاوه. امریکا دغه د سرو زرو ټوټه (منځنی ختیځ) په مستقیم او غیر مستقیم ډول اداره کوي. په مستقیم ډول یې په خپل سیاسي، اقتصادي او نظامي شتون سره اداره کوي، خو په غیر مستقیم ډول د سیمه ییزو ځواکمنو لوبغاړو(اسرائیل، سعودي عرب، ایران او ترکيې) څخه په اغېزمنه توګه کار اخلي.
امریکا له یوې خوا له یهودي دولت څخه د خپل یو رسمي استازي په توګه کار اخلي او د منځني ختیځ عرب او غیر عرب (ایران، ترکیې او…) هېوادونه پرې وېروي. دې ته ورته، د سعودي او ایران ترمنځ دښمني او سیالي په دوامداره توګه توده ساتي، څو د سیمې موازنه د خپلو لویو او اوږدمهاله موخو د ترلاسه کولو لپاره پرې برابره وساتي. له ترکیې څخه د سوریې، عراق، فلسطین او د سیمې د نورو هېوادونو په چارو کې ترې ستره استفاده کوي. په دې توګه یې د سیمه ییزو لوبغاړو یو مربع جوړه کړې چې د سیمې توازن پرې وساتي او هر یو په خپل وخت او ځای کې کاروي. امریکا ته د دغه سیاست ګټه دا ده چې د سیمې قدرتونه یو پر بل کنټرولوي او نه پرېږدي چې د سیمې نظم چې د امریکا پر مټ جوړ شوی او د امریکا ګټې تضمینوي، له منځه لاړ شي.
وخت او شرایطو ته په کتو، کله یوه لوبغاړي ته د نورو په نسبت ترجیح ورکوي او د ځانګړو موخو د تحقق لپاره یې نازوي او په سیمه کې ډېر نقش ورکوي، خو کله چې هدف ترلاسه او ماموریت تمام شي، نو بیا یو څه تنزیل ورکوي او په مختلفو لارو چارو یې موقف په سیمه کې راټیټوي. د بېلګې په توګه، امریکا په ۲۰۰۱ز کال پر افغانستان او په ۲۰۰۳ز کال پر عراق نظامي برید وکړ. په دغه وخت کې د ایران مرستې ته سخته اړ وه، ځکه چې ایراني-آخندي دولت په دواړو هېوادونو کې خپل جاسوسان او ډلې لرلې چې د امریکا نظامي برید په بریالي کولو کې یې ډېره مرسته کولی شوی. نو په افغانستان، عراق او په ۲۰۱۲ز کال په سوریه کې اړتیا وه چې ایران د امریکا ګټو او اهدافو ته ستر خدمت وکړي، نو امریکا ایران ته د رشد او لوی نقش په ورکولو سره په دغه هېواد بندیزونه نرم او بالاخره یې په ۲۰۱۵ ز کال کې اټومي هوکړه لیک ور سره لاسلیک کړ، څو د دې جوګه شي چې په یادو هېوادونو کې د امریکا ستراتېژیو ته کار وکړي چې ایران هم په خپل وار سره دغه ماموریت بشپړ کړ.
په عراق او سوریه کې د جنرال قاسم سلیماني پر مشری د سپاه پاسدارن «سپاه قدس» ډلې له امریکایي نظامیانو سره په یوه صف کې د داعش او نورو اسلامي – جهادي ډلو پر ضد جګړه کوله. د دوو دښمنو دولتونو “ایران-امریکا” ترمنځ دومره نږدې همغږي وه چې کله به ایراني پوځیانو په عراق کې عملیات کول، امریکایي هوایي پوځ به یې هوایي ملاتړ کاوه. په سوریه کې امریکا او د ایران آخندي رژیم واحد دوست «د بشار په مشرۍ د سوریې رژیم» او واحد دښمن «د بشار پر ضد جنګي ډلې» درلوده چې دواړو ورته ګډ کار کاوه.
په افغانستان، عراق او بالاخره په سوریه کې اړتیا وه چې ایران د امریکا خدمت وکړي او په یادو دریو هېوادونو کې ولسونه د امریکا لپاره ووژني، خو کله چې په یادو درې واړو هېوادونو کې د امریکا اهداف ترلاسه او نور ایران ته اړتیا نه وه، بیا یې د لوبې او لوبغاړو په بدلولو پیل وکړ چې طبعاً ایران نور د لوبې برخه نه و او باید نقش یې په ژوره توګه را ټیټ شوی وای.
امریکا ولې له اټومي هوکړې ووته او ولې په ایران بندیزونه لګوي؟
امریکا ځکه له اټومي هوکړې ووتله چې له یوې خوا اروپایي شرکتونو له ایران سره ستر سوداګریز قراردادونه لاسلیک او په دې توګه یې ډېرې پیسې ترلاسه کړې، خو د دې برعکس، امریکا چې د دغه تړون اصلي لوری و، شرکتونه یې ونه توانېدل چې له ایران سره لوی سوداګریز تړونونو لاسلیک او ډېرې پیسې وګټي. له بلې خوا امریکا نور د ایران مرستې ته اړتیا نه لرله او د ایران ماموریت تمام شوی و. افغانستان د امریکا لاس ته ولوېد، په عراق کې حالات د امریکا په ګټه روان وو او حضور یې دایمي شو، د سوریې انقلاب تقریباً د امریکا په نفع تر کنټرول لاندې راغی او د اسلامي ډلو پروژه د ایران په هر اړخیزه مرسته له ناکامۍ سره مخ شوه. په دې توګه ایران په سیمه کې ډېره وده وکړه او په دې فکر کې شو چې نور نو د امریکا له ولکې وتلی او امریکا نه شي کولی چې را وړوکی یې کړي او په خپل پخواني ځای یې کښېنوي. اوس د امریکا له انده د دې وخت دی چې ځواک د مربع په نورو لوريو یو څه وده وکړي او د سیمې موازنه بېرته عادي حالت ته را وګرځوي.
امریکا به پر ایران نظامي برید وکړي؟
د امریکا دولت په دې وروستیو څو اونیو کې خپلې دوې د الوتکو وړونکې لویې کښتۍ، B-52 ډوله بم غورځونکې الوتکې او د پټروېټ توغندیوپرمختللی دفاعي سیستم د فارس خلیج (د قطر العدید نظامي اډې) ته استولي او داسې ګومان کېږي چې امریکا پر ایران د نظامي برید هوډ لري. خو تېرو تجربو او د سیمې سیاسي واقعیتونو ته په کتو سره، دا ډېره لرې برېښي چې دواړه هېوادونه دې د نظامي برید تر کچې مخته ولاړ شي. ځکه چې ایران د امریکا لپاره یو ریښتینی تهدید نه، بلکې د اړتیا په وخت کې یو ښه ستراتېژیک ملګری/همکار دی. د امریکا له لوري پر ایران وروستي ټول فشارونه (سیاسي، اقتصادي او نظامي مانورونه) د روحي او رواني جګړې په معنا دي او غواړي چې د نرمې جګړې له لارې ایرانی آخُندي رژیم محدود او امریکایي چوکاټ کې یې برابر ځای پر ځای کړي.
خو یو څه چې ډېر د پام وړ دي، هغه دا دي چې امریکا تل د سیمې د یوه دولت/ملت د ځپلو او تضعیف لپاره د منځني ختیځ له نورو هېوادونو کار اخیستی او د یوې خاورې، اډې، هوا، اوبو، مالي سرچینو او حتی نظامي ځواک یې د هغه بل پر ضد او د ځان په ګټه کارولي دي. تر ټولو ښه بېلګه یې خپله د ایران آخُندي رژیم دی چې په افغانستان، عراق او سوریه کې یې د امریکا لپاره پورته یاد موارد ټول وکارول او د یاد هېواد په خدمت کې يې ورکړي وو. اوس ایران له هغه برخلیک سره مخ دی چې په ۲۰۰۱ او ۲۰۰۳ز کلونو کې افغانستان او عراق ورسره مخ وو. هغه وخت ایران د سیمې د نورو هېوادونو پر ضد د امریکا لاسنیوی وکړ. اوس نور اسلامي هېوادونه(قطر، سعودي، عربي متحد امارات، بحرین…) د د ایران پر ضد د امریکا لاسنیوی کوي او خپل ټول شته یې ورته په خدمت کې ورکړي دي.
که په منځني ختیځ کې پراته اسلامي دولتونه، چې اوسېدونکي یې مسلمانان دي، د امریکا دغه ویجاړوونکی سیاست درک نه کړي او د امریکا دولت ته خپل ټول امکانات (خاوره، اډې، هوا، اوبه او…) د سیمې د بل دولت پر ضد د کارولو لپاره ور نه کړي، له یوه لوري به امریکا په دومره آسانۍ سره د سیمې هېوادونه ځپلی نه شي او له بل لوري به د یو ګډ دښمن پر ضد ځواکمن اتحاد رامنځته شي چې د ټولو دولتونو/هېوادونو په ګټه دی. ځکه چې امریکا په قصدي توګه منځنی ختیځ بې ثباته او دولتونه یې کمزوري کوي، څو خپل د چور او تالان سیاست په آسانۍ سره پلی کړي.