افغانان په تاریخ کې شریف، نجیب، با دوده، منلي او ښکلي خلک وو. دوی به سر ورکاوه، خو سنګر نه؛ لويه بها به یې ادا کوله، خو دودونه به یې نه ماتول. دوی به وطنونه ورانول، دښمن به یې نیست او نابود کاوه، دښمن به یې تارو مار کاوه، خو د دښمن سرتورو، مېرمنو، ماشومانو او سپین ږیرو ته به یې څه نه ویل. د غیرت، سړیتوب، احساس او معیارونو جګړې د افغان تاریخ غوښنه برخه جوړوي.
افغان څه لا چې د پیغمبر (ص) له زمانو دغه فنون راپاتې دي، د جګړو اصول را پاتې دي، د جګړو هنر را پاتې دی، سنزو د چین یو نظامي فیلسوف و، نوموړی که څه هم ډېر متشدد جنرال و، خو د جنګ لپاره یې خاص اصول وضعه کړي وو. د جګړو هنر کتاب یې چې ما تفسیر کړی، د جګړو او په جګړو کې د اخلاقي موازینو له ارونو ډک دی.
سیف الله خالد بن ولید، سکندر مقدوني او حضرت عمر د جنګې اخلاقو نمونې دي، په داسې حال کې چې افغان جګړه د تاریخ مرموزه، بې اصوله، وحشي، پېچلې او څو بعدي شخړه ده. څوک یې ورور وژنه بولي او څوک یې د پاکستان-هندوستان سیاسي سیالي، عربستان- ایران مذهبې تقابل او چین- امریکا اقتصادي پهلواني ګڼي.
دغه راز څوک یې د نشه یي توکو کاروبار، څوک یې د فساد پایله، څوک یې د ملت اغفال، څوک یې غربت او بېکاري او څوک یې د بعضو افغان سیاسي مشرانو بې ضمیرتوب له امله یادوي چې خپل اولادونه او کورونه ساتي، خو د غریب بچي په مختلفو پلمو له تېغه تېروي.
هر څه چې وي، خو جګړه روانه ده. هره ورځ سپین سرې میندې د ځوانيمرګو زامنو ساندې غږوي او هره ورځ سپین ږیرې بېوزله پلرونه د خپلو قرباني شوو بچو لپاره د قبر ځایونه لټوي.
په کليو کې د مړو خښولو ځایونه کم شول، کلیوال پر جنازو ستړي شول، امریکا ستړې شوه، سیمه ییز خشن او شریر ګاونډیان له جنګ نه شا ته کېدونکي دي، عربان په لومړي ځل پر افغانانو دردمن ښکاري او اوس د منځګړیتوب غوښتنه کوي، خو زما افغان وروڼه لا اوس هم د یوه بل وژلو ته تیار ناست دي. په دې جګړه کې هېڅ اخلاق نه مراعاتوي، په دې جګړه کې ټول سرحدونه شا ته پرېږدي، په دې جګړه کې لکه تیږه داسې کلک دي، هم ځان وژني، هم بل. په دې جګړه کې که یوه اړخ جومات شهید کړ او بل اړخ د دښمن په کور ورغی او ښځې یې ترې یووړې.
که یوه اړخ په یوې مړۍ ډوډۍ پسې ورک حکومتي مامور وواژه، نو بل اړخ هر پټکی لرونکی او ږیرور سړی د طالب په نامه ګوانتانامو، بګرام او پلچرخي ته واستاوه. دغه راز که یو اړخ بېچاره انجنير غرغره کړ، نو بل اړخ پر ودونو بمبارونه وکړل او ښادۍ یې وغمولې.
په دې جګړه کې څه څه ونه شول! تاریخ یې په یادولو ژاړي، تاریخ د شرم احساس کوي، خو موږ بې حسه انسانان اوس هم غاړې پورته پورته وړو او پر خپلو کړو وحشتونو ویاړ کوو.
د بېچاره انسانانو وژل، بندي کول، تښتول، اخلاق له منځه وړل، ملت کلونه کلونه شاته وړل، فساد کول، جنګ لکه لنګه غوا لوشل او په سلو نومونو د وینو دا لړۍ ژوندۍ ساتل زموږ د معاصر تاریخ توره برخه شوه.
زما د وطن شجاع سرتېري د سر په بدل کې د دښمن نیزې ته سینه سپر کوي، جنګ کوي، خو د هېواد بعضې مشران یې پر وینو قېمار وهي، وژني یې، هېروي یې، طالب او افغان سرتېري د دغه وطن بچي دي؛ هو منم چې نن یو بل ته په سنګر کې ناست دي، مګر هرو مرو به سوله راځي، خو مخکې له دې چې سوله راشي، راځئ د دغه وطن دنګ دنګ ځوانان د دې بې خونده، بې رنګه او بې اره جګړې ښکار نه کړو؛ هڅه وکړو چې د نورې وینې له تویېدو مخنیوی وکړو.
د جنرال نېکولسن، جان کیري او باب ګېټس په کتابونو او وینو کې راغلي چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي لانجه به تل له امریکا او بهرنیانو سره پر ملکي وژنو، د شپې له خوا پر کورونو پر چاپو، مقدساتو ته پر بې عزتۍ او پر سپیو د جوماتو تلاشي کولو پر سر وه. دوی اعتراف کوي چې کرزی په حقه و؛ ځکه افغانستان د تاریخي سیر له پړاوونو تل د دودونو، معیارونو، ارزښتونو او ارونو وطن پاتې شوی دی. په دغه وطن کې پر نورو ارزښتونو سربېره، ناموس د مرګ او ژوند ترمنځ د اندازه ګیرۍ مقیاس دی.
د امریکا استخباراتو هم طالبان پر څلورو ډلو وېشلي. یوه ډله پکې هغه طالبان دي چې بهرنیان او حکومت یې پر کورونو ورغلي وو، د مېرمنو په مخ کې یې توهین کړي وو، پلټلي یې وو او بې پوښتنې یې په زندانونو کې تعذیب کړي وو؛ ځکه نو دغه ډول طالبانو ته یا غچ و او یا مرګ. زه د یوه ناپېیلي افغان په حیث، کلونه کلونه د سولې په لار کې منډې ترړې وهم، پر ټولو اړخونو د جنګ درولو غوښتنه کوم، مګر هر اړخ د خپل زور په نشو کې ډوب دی، خو په یاد ولرئ، څو چې یو بل ونه بښی، د سولې ذهنیت جوړ نه کړی، د کار او زیار نوی باب خلاص نه کړی او د سولې معاصر، عملي او منطقي ارونه ونه منی، سولې ته نه شی رسېدلای.
په دې کې هېڅ شک نشته چې په جګړو کې تر مذاکراتو مخکې مرحله ډېره حساسه وي؛ شدت زیاتېږي، وژنې کېږي او یو بل ته د غښتلتیا په نمایش اخته وي، مګر دغه فورمول په بې دینه، لامذهبه، بې بندوباره، ظالمه او وحشي ټولنه کې د منلو وړ دی. کله چې د افغان جګړې دواړه طرفونه مسلمانان او افغانان دي، د دوی ترمنځ د جګړې شدت افغانان مسلمانان وژلی شي او بس.
هیله ده د طالب او افغان لورو مشرتابه غیر معمولي، غیر تجربه شوي او طغیاني جګړه ییزې مانورې پرېږدي، پر زماني حساسه مرحله سر خلاص کړي، د یوه بل پر سینو چړې خښې نه کړي او ځانونه کاغذي پړانګان جوړ نه کړي. زه هیله لرم چې د سولې په دې مرحله کې نه نور طالبان د جګړو خبرونه خپاره کړي او نه هم افغان او بهرني ځواکونه د خلکو پر کورونو ننوځي، سړي یې مړه کړي او ښځې یې یرغمل یوسي. دا نو کومه پښتو او ایمان شو؟ دا نو کوم منطق او اوجاغي شوه؟ دا نو څه ډول افغان تاریخ شو چې پر ښځو هم لاس پورته کېږي؟