د امریکا او ایران د اړیکو له شدیدې ترینګلتیا سره هممهاله، د رویټرز خبري اژانس یوه نظر پوښتنه ښيي، چې ۵۱ سلنه امریکایان له ایران سره د خپل هېواد د جګړې ملاتړ کوي.
رویټرز اژانس دا نظر پوښتنه د ایپسوس په نوم د یوې موسسې په همکارۍ ترسره کړې ده.
په نظر پوښتنه کې ځواب ویونکو امریکایانو ویلي، چې د دوی په باور تر څو راتلونکو کلونو پورې به یې د هېواد او ایران ترمنځ جګړه رامنځته شي.
ځواب ویونکو امریکایانو ایران خپل هېواد ته یو ګواښ ګڼلی او ویلي یې دي، پرته له دې چې د دغه ګواښ څه چاره وشي، بله لاره نشته.
د رویټرز په حواله، تېر کال د امریکایانو مخالفت له ایران سره دومره نه و، لکه اوسمهال چې دی.
دغه خبري اژانس وایي، په نظر پوښتنه کې ۵۳ سلنه ځواب ویونکو امریکایانو ایران د خپل هېواد لپاره (بېړنی ګواښ) ګڼلی او ویلي يې دي، چې بېړنی ځواب ورته ضرور دی. سرچینه دغه راز کاږي، چې تېر کال ۴۷ سلنه امریکایان په دغه باور وو.
نور ګواښونه
د پرتلنې په برخه کې ۵۸ سلنه امریکایانو شمالي کوریا او ۵۱ سلنه نورو روسیه د خپل هېواد لپاره بېړنی او جدي ګواښ ګڼلی دی.
۶۰ سلنه نور امریکایان په دې باور دي، چې امریکا نه باید د ایران له پوځي برید څخه مخکې پر هغه هېواد برید وکړي. ۱۲ سلنه یې بیا برعکس ویلي چې لومړی برید باید امریکایان وکړي.
د نظر پوښتنې ۴۹ سلنه ګډونوالو د ایران پر وړاندې د ولسمشر ټرمپ له سیاست سره موافقه نه ده ښودلې، خو ۳۹ سلنه نورو یې د ټرمپ دا سیاست تایید کړی دی.
کړکېچ څنګه قوي شو؟
د امریکا او ایران د اړیکو کړکېچ ترهغې وروسته زیات شو، چې ایران د خپلو اټومي هڅو په اړه امریکا ته قناعت ورنه کړی شو. امریکا یې په غبرګون کې پر دغه هېواد سخت مالي بندیزونه ولګول او ډېر هېوادونه یې له ایران سره د اقتصادي اړیکو پرېکون ته وهڅول.
په دې لړ کې د ایران د نفتو ورځني صادرات له دوو میلیونو او ۵۰ زرو بوشکو څخه یوازې ۵۰ زرو بوشکو ته را ټیټ شول.
پر سعودي د برید ګواښ
دغه وضعیت ایران سخت وپاراوه او دې ته یې اړ ایست، چې امریکا ته په سیمه کې د تقابل ګواښ وکړي. امریکا له دغه ګواښ سره داسې وانګېرله، چې ایران ممکن په سیمه کې مېشت امریکايي ځواکونه او یا د امریکا نږدې متحد او خپل لوی مخالف سعودي عربستان په نښه کړي.
امریکایي ولسمشر ډونالډ ټرمپ سمدستي منځني ختیځ ته خپلې جنګي سمندري بېړۍ واستولې او ګواښ یې وکړ چې د ایران هېڅ خوځښت به بې ځوابه پرې نه ږدي.
له بلې خوا سعودي چې په اسلامي نړۍ کې د امریکا تر ټولو لوی متحد ګڼل کېږي، دغه هېواد له ایران سره ژور مذهبي مشکل لري؛ سعودي د اسلامي نړۍ په کچه د سلفیزم نظریې رهبري او ایران د شیعه ییزم رهبري پر غاړه لري.
د ایران او سعودي د ناندریو سابقه اوږده ده، تردې چې له کلونو راهیسې ایران د یمن د حوثي یاغیانو سخت دریځه شیعه ډله پر سعودي او ان مکې معظمې بریدونو ته هڅوي.
په تازه پېښو کې سعودي ویلي، چې پر مکې معظمې یې د حوثي یاغیانو هغه بریدونه شنډ کړي، چې ایران تنظیم کړي وو. ایران بیا په دې اړه څه نه دي ویلي.
د منځګړیتوب هڅې
د چین ولسمشر څو ورځې مخکې د ایران او سعودي له مشرانو سره ټلیفوني خبرې وکړې او دواړه یې د احتمالي ترینګلتیاوو مخنیوي ته وهڅول.
له دې هڅو سره ایران او سعودي دواړو اعلان وکړ، چې دوی په سیمه کې جګړه او ترینګلتیا نه غواړي، خو که پرې وتپل شي، د ځان دفاع به وکړي.
سعودي عربستان په نږدې ورځو کې د اسلامي همکاریو د کنفرانس عاجله غونډه هم غوښتې، چې په ډېر ګومان پر همدې موضوعاتو به بحث پکې کېږي.
د ټرمپ پرله پسې ګواښونه
د امریکا ولسمشر په پرله پسې او سپینو ټکو ایران ته ویلي، چې که جګړې ته یې مجبور کړ، له بدو پایلو سره به یې مخ کړي.
ټرمپ په بغداد کې پر خپل سفارت د ناکامو توغندیزو بریدونو پړه هم پر ایران اچولې، خو ایران یې رد یا تایید نه دی کړی.
افغانستان او احتمالي بحران
کابل ته د سفر پر مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي اسیا د برخې مرستیالې ډاډ ورکړی، چې د افغانستان لپاره یې د ایران پر چابهار اقتصادي بندر بندیزونه نه دي لګولي.
له دې سره تېره اونۍ د افغانستان لپاره په لومړي ځل د ایران ټاکل شوی ځانګړی استازی کابل ته راغلی و او له ولسمشر غني سره یې لیدلي.
ارګ د دغې لیدنې زیات جزیات نه وو رسنیز کړي، خو طبیعي ده چې د ایران او امریکا اړوندو مسایلو او د افغانستان په رول به پکې بحث شوی وي.
له دې سره په کابل کې د ایران سفیر له افغان سیاستوال محمد محقق سره د لیدنې پر وخت ویلي، چې دوی له امریکا سره خپلې ستونزې په افغانستان کې نه پالي.
افغان حکومت د امریکا او ایران تازه ناندریو ته رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو د اجرایه ریاست لومړي مرستیال محمد خان په یوه مرکه کې د امریکا او ایران د جګړې احتمال رد کړی دی.
محمد خان په ورته مهال ویلي، چې د دواړو هېوادونو زیاتېدونکی کړکېچ سیمې ته بدې پایلې لري.
مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ګواښ کړی و، چې پر هېواد یې د اقتصادي فشارونو له زیاتېدو سره به افغان کډوال له خپلې خاورې وباسي.
افغان حکومت دغه ګواښ ته توند غبرګون وښود، چې وروسته یې ایرانی مقام د خپلې خبرې ترمیم ته اړ ایست.