ممکن له کورني تاوتریخوالي سره هرڅوک مخ شي، خو ډېر بیا داسې کسان شته چې هېڅ دا نه مني، چې نوموړی/ نوموړې دې پر دغه ناروغۍ اخته وي. دغه ناوړه او بد عادت په کوم خاص قشر او ډلې پورې نه دی تړلی. په هر سن وسال، هر چاپېریال او هر جنسیت کېدای شي ډېری وخت د ناوړه اقتصادي وضعیت له مخې ورسره مخ شي.
د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره لومړی ګام دا دی، چې پر دغه ناروغۍ موږ خپل اخته کېدل ومنو. که تاسې خپله په دغه بد وضعیت کې را ګیر یاستی یا داسې بل کوم کس پېژنی چې هغه ورسره لاس و ګریوان دی، لطفاً یې د خلاصون لپاره له هغه سره مرسته وکړئ. هېڅوک باید د هغه چا د وېرې تر سیورې لاندې ژوند ونه کړي، له چا سره چې مینه لري.
کله چې له ازار او اذیت څخه خبرې کوو، د ډېریو ذهن کورني تاوتریخوالي ته ځي، خو ازار او اذیت هر ډول اقدام کېدای شي، چې ځینې یې پر نورو د تسلط او واک چلولو لپاره کوي. حتی ډېری خو ورته عمل د خپل ژوند له ګډ ملګري سره هم کوي. کورنی تاوتریخوالی یوازې او یوازې پر نورو د واک چلولو او رعب ساتلو له امله منځ ته راځي. نور ته ازار ورکوونکی کس هېڅ ځوانمرده کار نه کوي. هغوی د مقابل لوري د ټيټ راوستو، د هغوی د شرمولو او د هغوی له سپک ګڼلو پرته بل احساس نه کوي.
کورنی تاوتریخوالی، سن وسال او جنسیت نه پېژني. کېدای شي دغه سوء استفاده د هر کس لپاره، په هر سن کې، د هرې اقتصادي او قومي موضوع له امله رامنځ ته شي.
د کورني تاوتریخوالي ډېری قرباني ښځې وي، خو له اغېز یې نارینه هم نه دي خلاص، لکه ځینې یې له دې ناروغۍ په عاطفي لحاظ ځورېږي. خلاصه دا چې په هېڅ صورت مقابل لوري ته توهین کوونکی عمل هېچا ته د منلو وړ نه وي، دا که د نارینه وو له خوا وي او یا هم د ښځینه وو، ځوانانو او یا هم مشرانو او عمر خوړلو کسانو له خوا. هر څوک د احترام او ارزښت وړ دي، چې باید دغه ټکي ته په ټولنیز ژوند کې تر بل هرڅه ډېر پام وشي.
ډېری وخت په کور کې تاوتریخوالی له سپکو او پوچو خبرو څخه پيل کېږي. د دغه ناروغۍ فزیکي ډول ډېر خطرناک او د بدو عواقبو درلودونکی دی، خو عاطفي هغه یې هم له دې کم نه دی، چې د ځینو ارواپوهانو په نظر دا یې تر فزیکي ډېر خطرناک او بدې پایلې لرونکی دی.
پر سوء استفاده ولاړې عاطفي اړیکې کېدای شي پر نفس باور له منځه یوسي او یا هم د اظطراب او افسردګۍ او داسې بد کار لامل شي، چې مقابل لوری د یوازیتوب او ځان کمترۍ کندې ته ور ټېل وهي. هېڅوک باید دغه ناوړه او بد عمل ته هم د ځان له خوا د نورو په حق او هم د ځان په حق کې دنورو له خوا د ترسره کېدو اجازه ور نه کړي. د دغه ناوړه ناروغۍ لومړی او تر ټولو قوي درمل دا دي، چې شتون یې په ځان کې ومنئ.
دغه ناورغي ډېرې نښې او نښانې لري، چې له ګډ ژونده وېره یې تر ټولو لویه هغه ده. که هر وخت د دې په لټه کې یاستی، چې څه وايی او څه کوی څو تاسې په کې بند را نه شی، په ډېر احتمال سره ستاسې اړیکه سمه نه ده. د خپل ژوند ملګری چې تاسې یې په اړه د کمترۍ فکر کوی او دا هڅه کوی چې پر هغه د خپل رعب وساتی، همدا ستاسې او هغه/هغې ترمنځ د تنفر لامل کېږي او بالاخره تاسې هر یو په ذهني افسردګۍ اخته کېږی.
د دې لپاره چې تاسې پر دغه ناروغۍ اخته یاست که نه، له ځان څخه دغه لاندې پوښتنې وپوښتئ. که مو ډېرو پوښتنو ته ځواب (هو) و، په ډېر احتمال سره تاسې پر دغه ناروغۍ اخته یاست.
ایا ستاسې اړیکه پر ازار او اذیت ولاړه ده؟
ایا ډېر وخت تاسې له ګډ ملګري څخه وېرېږی؟
ایا له دې وېرې چې د ژوند ملګری به مو په غوسه شي، اصلاً د ځینو شیانو په اړه خبرې نه کوی؟
ایا داسې احساس کوی، چې تاسې د خپل ملګري لپاره هېڅ ښه کار نه شی کولای؟
ای دا باور لری، چې تاسې باید د ازار او اذیت لار غوره کړی؟
ایا داسې فکر کوی چې مقابل لوری تاسې ته ستونزه جوړوي؟
ایا د ستړیا او ناراحتۍ احساس کوی؟
د دې لپاره چې له دې ناروغۍ بچ پاتې شی، ښه ده چې لومړی یې له ځانه پیل کړی. لومړی په ورین تندي دا ومنئ، چې تاسې په دغه ډنډ کې ګیر شوی یاستی. وروسته مو له مقابل لوري سره وګورئ او د خپل دغه عمل په اړه ترې بښنه وغواړی. که نږدې کوم ارواپوه وي، ښه ده چې له هغه سره وګورئ، خپله ستونزه ورسره شریکه کړئ او د حل غوښتنه یې ترې وکړئ. که نه وي، ښه ده چې تر هرچا پرته خپله له هغه کس سره کېنئ او په دې تړاو ورسره خبرې وکړئ.
د خپل تېر کردار په اړه زیات فکر مه کوئ، بلکې ټوله توجه مو دې راته ټوله کړئ، چې سنګه کولای شی مقابل لوری بېرته لاس ته راوړی. یوازې همدا جرئت کول مو له دې بلا خلاصولی شی.



































