د سولې روانې هڅې د ذیدخلو لورو لهخوا له بندښت سره مخ کېږي. طالبانو ته ورکړل شوی ماموریت ورځ تر بلې پېچلی کېږي. طالبان هڅه کوي چې په ورکړل شوي ماموریت کې له امریکا سره ډغرې ووهي او خپل ځان د یو قوي قدرت په توګه تعریف کړي. له بل لوري امریکا په افغانستان کې د خپل نظامي حضور په لټه کې ده، چې د طالبانو په وجود کې څنګه کولای شي په افغانستان کې محدود شمېر عسکر وساتلی شي.
دغه باید ومنو چې طالبان اوس له یوې جګړه ییزې کتلې څخه د سیاسي کتلې پر لور حرکت کوي، خو د بینالمللی حقوقو له اړخه وار له مخه د دولتي تعاملاتو تحقق پر طالبانو نه شي اطلاق کېدای. مانا دا چې اوس طالبانو ته فقط د جګړې ختمولو او له نظامي بعد څخه سیاسي بعد ته د دوی د کتلې انتقالول مهم دي. دولتي تعاملات د امریکا او له نورو هېوادونو سره د افغانستان ګډ نظام تر چتر لاندې صورت نیولی شي، چې طالبان باید د نظام برخه وګرځي او تر سره یې کړي. له بل لوري طالبان په مذاکراتو کې د خپل امتیاز بیلانس د جګړې پر شدت حسابوي، طالبان فکر کوي چې که هر څومره جګړه قوي شي، دوی ډېر امتیاز تر لاسه کولای شي، په داسې حال کې چې د سولې او جکړې له منظره، د طالبانو د جګړو شدت خپله د سولې نقض او خنډ دی.
اوسمهال د سولې روانه سیمه مانوره او ماموریت یو حد ته رسېدلی، چې باید منسجم او منظم شي. د سیمې هېوادونه په ښکاره له امریکا سره د دښمنۍ او قدرت تظاهر ته غاړه نه ږدي. روسیه د مرکزي اسیا د امنیت ټینګښت او بالاخره د روسيې ملي امنیت ته د افغانستان خاورې ګواښ او تهدیدونه محور کول غواړي. چین په اوږدمهال کې د اقتصادي پرمختګ په فکر کې دی او د افغانستان په جګړه کې خپلې ګټې لکه د سیپک، لاجوردو لار، یو کمربند یوه لار، ورېښمو لار او نورو هغو ډېرو اقتصادي پروژو ته سترګې په لار دی، چې باید په سیمه کې د چین تر مشرۍ لاندې پلي شي.
د افغانستان د سولې مسئله بې له شکه د چین لپاره د اقتصادي او حیاتي مسئلې مانا لري. د سیمې دوه مهم هېوادونه ایران او پاکستان مختلفې او متضادې غوښتنې لري، چې د افغان سولې په چوکاټ کې یې تر لاسه کول غواړي. دلته باید په زغرده د پاکستان او ایران له اهدافو سره له ملي زاویې بحث وشي. که د سولې په چوکاټ کې افغان دولت د پاکستان او ایران له تاثیره نه خلاصېږي، بیا هم د دایمي سولې تعریفول ستونزمن برېښي. که طالبان د پاکستان په اشاره او غوښتنه له امریکایانو او روسانو سره ګډ تفاهم ته رسېږي، تر د افغانستان نظام د Pro Pakistan State یا د پاکستان حمایوي دولت بڼې ته واړوي، باید پوه شو چې په اوږدمهال کې به د پاکستان د ګټو او منافعو لپاره استعمالېږو او دایمي سولې ته رسېدنه خورا ستونزمنه ښکاري. د افغانستان په مسئله کې پاکستان پر اټومي قدرت او د سیمې پر یو نظامي لوبغاړي بدل شوی دی.
پاکستان د شوروي اتحاد له یرغله نیولې تر اوسه د افغانستان مسئلې ته د خپلو اقتصادي ګټو له نظره ګوري. په افغان ـ شوروي جګړه کې پاکستان نه یوازې د غربي هېوادونو، بلکې د مسلمانو او کمونیستي هېوادونو حمایه هم ترلاسه کړه. له جګړې وروسته یې د مجاهدینو مکمل کنټرول په لاس کې واخیست او د کورنۍ جګړې تېل یې په افغانستان کې وپاشل. نصیرالله بابر مجاهدین د افغانستان له دولت سره چې د ډاکتر نجیب الله تر مشرۍ لاندې فعال و، له هر راز مذاکراتو او خبرو څخه منعه کول. د ملي پخلاینې پروسه د ډاکتر نجیب له خوا مجاهدینو ته وړاندې شوه، خو مجاهدینو هر راز مصالحه او بینالافغاني مفاهمه ردوله او ټینګار یې دا و چې مجاهدین کابل ته په فاتحانه ډول ننوځي. هماغه وو چې فاتحانه ننوتو سره سل کلنه اردو له منځه ولاړه، افغانستان لوټ شو، یوازې اویا زره کابلیان په کابل کې د اسلامي تنظیمونو په جګړو کې شهیدان شول او پاکستان افغانستان ته د خپلې پنځمې صوبې بڼه ورکړه.
سناریو بیا په تکرارېدو ده، طالبان د مجاهدینو په پخواني پله روان دي، د کابل حکومت له ټولو معایبو سره سره، طالبانو ته په ۲۰۱۸ ز کال کې د کابل پروسې دویم کنفرانس کې د سولې بشپړ پکېج وړاندې کړ. طالبانو ته د سیاسي حزب او سیاسي فعالیت امتیاز وړاندې شو، د طالب بندیانو خوشې کول او طالب مشران له تور لېست څخه ایستل افغان دولت په خپلو لومړیتوبونو کې راوستل. افغان دولت د مستقیمو مذاکراتو لپاره حتی یو دولتي مذاکرتي ټیم هم وټاکه، څو د طالبانو او افغان دولت ترمنځ مستقیم مذاکرات ترسره شي. خو له دغو ټولو چانسونو او فرصتونو سره طالبان لکه د مجاهدینو په څېر کابل ته په فاتحانه ډول ننوتل غواړي. له ورایه برېښي چې پاکستان طالبان د امریکا او نړۍ له لویو قدرتونو سره د بهرني سیاست د سیاسي دستګاه په توګه لوبوي. د هند ـ پاکستان خصومت او دښمني پاکستان غواړي د طالب له وجود نه په ګټه اخیستنې پای ته ورسوي او له امریکا تضمین واخلي. په افغانستان کې ستراتیژيک عمق ته رسېدنه د پاکستان لوی ارمان دی او د اوسنیو مذاکراتو په چوکاټ کې یې د طالبانو له حضور څخه په ګټې اخیستنې غواړي چې ورته ورسېږي.
پر ډیورنډ کرښه باندې د اغزن تار تېرول بله مانا نه لري، څو پاکستتان په افغانستان کې اور دومره ګرم کړي، چې افغان ملت د خپل وجود برخې پرېکولو ته مجبور کړي. پاکستان د افغانستان روانې جګړه ته د سرمایې په سترګه ګوري، د اوبو پر سر مسئله د پاکستان لپاره حیاتي ارزښت لري، څو د ځان په ګټه یې وڅرخوي او روانه جګړه ده چې پاکستان دغه هدف ته نږدې کوي.
په پایله کې ویلای شو هومره چې د طالبانو او افغان دولت ترمنځ مستقیم مذاکرات شا ته لوېږي، په هماغه اندازه د سولې دروازه د افغانانو پر وړاندې تړل کېږي. د سیمې هېوادونو متفاوت تعریفونه چې افغان سولې ته یې لري، ستر خنډ بلل کېږي، څو چې ګاونډیان او سیمه يیز هېوادونه د سولې لپاره واحد شکل پیدا نه کړي، بشپړ بینالافغاني مذکراتو پیل کېدای نه شي او د ګاونډیو هېوادونو اهداف روښانه نه شي، بعیده برېښي چې روانه جګړه پای ومومي.