نوبهار معبد د افغانستان په لرغوني تاریخ کې ځلاند ځای لري. د دغه معبد دروازې په دریو بېلابېلو زمانو کې دریو بېلابېلو دینونو پرانیستې وې.
۱: یو روایت دا دی چې د بلخ نوبهار معبد د زردشتیانو اورتون و.
۲: دویم روایت ښيي چې نوبهار د بودایانو ستر معبد و.
۳: درېیم روایت د اسلام تر راتللو وروسته تاریخ ښيي، چې دا د مسلمانانو ( ۹) ګنبدیز جومات او عبادت ځای و.
الف: ډېر تاریخپوهان پر دې باوري دي، چې د نوبهار معبد اصلي نوم (ناوا ویهارا) دی، چې په سانسکرېټ ژبه کې د نوي معبد مانا لري. دقیقي طوسي په ګشتاسب نامه کې ویلي چې د ګشتاسب او لهراسب په زمانه کې دلته یو ستر اورتون او اتشکده اباده وه، چې له لرې لرې به ورته خلک د یزداني فیض د حصول لپاره ورتلل. د ځینو سندونو له مخې، ابوالحسن علي بن حسین مسعودي په خپل کتاب (مروج الذهب ومعادن الجوهر) کې د دغه معبد د ابادولو په اړه لیکلي: «نوبهار، منوچهر په بلخ کې جوړ کړ او کوم کس چې د دغه معبد پرده دار و، له پاچا سره یې لوړ مقام درلود چې د حاکم په څېر یې حکم منل کېده». تاریخ لیکونکي لیکي چې د ساسانیانو د واکمنۍ پر مهال هم نوبهار یوه ستره اتشکده وه.
ب: دویم نظر دا دی چې نوبهار د بودایانو یو ستر معبد و او که له بېلابېلو لیدلورو دغه نظر وځیرو، دا نظر پیاوړی برېښي. لومړی خو دا چې د دغه معبد نوم اوستايي نه دی، بلکې سانسکرېټي دی چې هندي اغېز لري.
(ناوا ویهارا) چې د نوي معبد مانا لري، بودايي نوم دی. هارا چې په فارسي ژبه کې د بهار بڼې ته اوښتی دی، هماغه د سانسکرېټ (هار) دی، چې جرړې یې د اریایانو لومړي ښار (وهاره) ته رسېږي. هار معبد ته ویل کېږي، خو بودایانو به چې کوم ښار جوړاوه، یو ستر معبد یې هم ورسره جوړاوه. له دې کبله په اوستايي ادبیاتو کې هار سربېره پر معبد د ښار معنی هم مستعاره اخیستې ده. په ګندهارا، ننګرهار، کندهار، چپرهار او نورو هارونو کې دواړه ماناوې لیدی شی.
د کوشاني واکمن کنشکا (۱۲۷ – ۱۴۷ – واکمن) په غوښتنه (۳۶۰) مېشت خونې جوړې شوې، چې عبادت کوونکي، زده کوونکي او نومیالي بودايي استادان په کې راټول شوي وو. چینايي سیلانیانو هیون تسنګ او فاهیان هم دا معبد په خپل اصلي نوم (ناو اویهارا) سره ثبت کړی دی او هیوان تسنګ په اریانا کې د ستر بودايي پوهنتون په توګه یاد کړی دی.
تاریخ لیکي چې په دغه معبد کې څو تنه ستر ارواوي بودایان هم خښ وو، بله دا چې د بودا یوه ستره مجسمه هم ولاړه وه او د بودا غاښ او جارو هم د تبرک لپاره اېښي وو.
(زکریا قزوینی) ۶۸۲ هجري مړ، په خپل اثر (آثارالبلاد) کې لیکي، چې نوبهار له کعبې او مشرکانو سره د سیالۍ په پایله کې جوړ شوی و او بودایان به د حج لپاره د بلخ نوبهار معبد ته تلل. نوموړی لیکي: «نوبهارا معبد په بلخ کې و او د بوتانو ستره ټولګه وه، ځکه کله چې پاچاهانو د کعبې شرف، احترام او درناوی ولید او د هغې په اړه یې واورېدل، نو بهار یې د کعبې په تقلید کې جوړ کړ او په وریښمینو ټوکرانو او ګران بیه جواهرو یې وپوښ او شاوخوا ته یې بتان ولګول. فارسیانو او ترکانو هم دا معبد سپېڅلی باله، حاجیان یې حج ته راتلل او ډالۍ یې ورته راوړې.
نوبهار معبد (۱۰۰) زراع اوږد او لوړوالی یې تر (۱۰۰) زراعو زیات و. هر چا به چې د معبد ساتنه پر غاړه لرله، برمکیان به یې بلل. واکمنو برمکیانو ته هم دا نوم له همدې کبله ورکړل شوی و.
دقیقي (د ۳۶۷ هجري – ۳۶۹ – هجري تر منځ مړ) هم په خپله شاه نامه کې لیکلي، چې د اوسني ایران، هند، چین او ترکستان خلک به دلته د حج لپاره راتلل.
حاجیانو بتانو ته سجدې کولې او د برمک لاسونه یې ښکلول او دغسې یې د خپل روح تزکیه کول غوښتل.
د برمکیانو د واکمنۍ پر مهال ( ۱۷۰ – ۱۹۳ هجري) دغه معبد تر ډېره ړنګ شو ، بتان یې له منځه لاړل او په پاتې برخه کې یې جومات جوړ شو، چې د (۹) ګنبدونو جومات یې باله، خو دغه جومات هم د وخت په تېرېدو سره له منځه لاړ او اوس یې تش نوم پاتې دی.
اوس د دغه معبد پر ځای د (۹) ګنبد جومات پاتې شوني لیدل کېږي. دغه جومات چې په اتمه میلادي پېړۍ کې جوړ شوی و، اوس یې هم لیدو ته نړیوال لرغونپوهان ور روان دي، څو ځانونه د دغې شهکارې ودانۍ له رازه خبر کړي.