کله چې ورځ پیلېږي، ستا لپاره یو ځل بیا د ژوند کولو چانس درکول کېږي، څو خپل ژوند له سره جوړ کړې. کله چې شپه راځي، دغه چانس دې له لاسه وځي. په خپل ذهن کې دغه تصویر مجسم کړئ:
د لمر وړانګې اسمان ته ځانګړې ښکلا ورکوي او وړانګې یې تر کړکیو زما کوټې ته را ننوځي او یوه ځانګړې فضا جوړوي. الوتونکي له خپلو ځالو را وځي او په خپلو خوږو نغمو سره زموږ د کور ټول شاوخوا ته یوه ځانګړې ښکلا ورکوي، چې د دغو ښکلو غږونو په اورېدو سره د انسان زړه له خوښیو پرواز کولو ته مجبورېږي. زه هم د طبيعت په شان له پوره انرژۍ سره د نن ورځې هرکلي ته تیاری نیسم. نن یوازې پر ځمکه د انسان د ژوند کولو وخت دی؛ همدا نن هغه ورځ ده چې پرون یې په تمه وې او دا اندېښنه درسره وه چې سبا به څه کېږي؟ او همدا نن دی چې سبا به یې په یاد راولې او ارمان به یې کوې. همدا نن ستا لپاره تېر او راتلونکی دی، اوس ستا خوښه چې څه ورسره کوې او څه ډول ګټه ترې پورته کوې!!