چهارشنبه, مارچ 11, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    نورالدین عزیزي چینایي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته هڅولي

    ازبک او د اروپايي ټولنې استازو د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي

    متقي له خپل عماني سیال سره ټلیفوني خبرې کړې دي

    افغانستان ته د سون توکو په وارداتو کې زیاتوالی راغلی

  • نړۍ

    عراق کې د امریکا پر ډيپلوماټيک مرکز ډرون برید شوی

    فردریش مرتز: امریکا او اسراییل د ایران د جګړې پایته رسولو پلان نه لري

    سپاه پاسداران: د جګړې پای به موږ ټاکو، نه امریکا

    ټاس خبري آژانس: ټرمپ د ایران جګړه بایللې او ژر به یې پای اعلان کړي

    عراقچي: له امریکا سره نور زموږ خبرې اترې په اجنډا کې نشته

    ایران ټایمز: ټرمپ نیویارک ته ښاروال نه شوی ټاکلی؛ نو ایران ته به مشر څنګه وټاکي؟

    قطر د منځني ختیځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه کړې ده

    واشنګټن پوست: د ټرمپ ارزونه ناسمه وه؛ د ایران نظام پیاوړی دی

    ایراني رسنۍ: مجتبی خامنه یي د ایران نوی مذهبي مشر ټاکل شوی

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    نورالدین عزیزي چینایي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته هڅولي

    ازبک او د اروپايي ټولنې استازو د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي

    متقي له خپل عماني سیال سره ټلیفوني خبرې کړې دي

    افغانستان ته د سون توکو په وارداتو کې زیاتوالی راغلی

  • نړۍ

    عراق کې د امریکا پر ډيپلوماټيک مرکز ډرون برید شوی

    فردریش مرتز: امریکا او اسراییل د ایران د جګړې پایته رسولو پلان نه لري

    سپاه پاسداران: د جګړې پای به موږ ټاکو، نه امریکا

    ټاس خبري آژانس: ټرمپ د ایران جګړه بایللې او ژر به یې پای اعلان کړي

    عراقچي: له امریکا سره نور زموږ خبرې اترې په اجنډا کې نشته

    ایران ټایمز: ټرمپ نیویارک ته ښاروال نه شوی ټاکلی؛ نو ایران ته به مشر څنګه وټاکي؟

    قطر د منځني ختیځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه کړې ده

    واشنګټن پوست: د ټرمپ ارزونه ناسمه وه؛ د ایران نظام پیاوړی دی

    ایراني رسنۍ: مجتبی خامنه یي د ایران نوی مذهبي مشر ټاکل شوی

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه لیکنې

افغانستان او روسيه؛ د يوې پېړۍ اړيکې او تازه بوختياوې

لیکنه: د ستراتېژيکو او سيمه ‌ييزو څېړنو مرکز

جون 9, 2019
in لیکنې
0 0

افغان-روس ډيپلوماټيکې اړيکې سره له دې چې په تاريخي منظر کې د احمدشاه بابا او امير شيرعلي خان تر دورو رسېږي؛ خو د معاهدو او پوهاوي ليکونو په کچه دغه دوره د غازي امان الله خان له دورې پيلېږي. افغان-روس اړيکې يوازې تشريفاتي او سمبوليکې نه دي پاتې شوې، دغو اړيکو له لرغونو سړو راشه درشه نيولې بيا د محمدظاهرشاه او محمدداود خان تر واکمنيو او د ثور تر کودتا بيا تر دې دمه فعالې او بوختې مرحلې لرلې دي. شوروي په افغانستان کې د انکشافي پروژو، تعليمي بورسونو او فرهنګي مشارکتونو تر څنګ، دلته نظرياتي او نفوذي بوختيا او د دې بوختيا په تناظر کې د ځانګړو خلقي ګوندونو او وروسته د ځینو جهادي تنظيمونو د حمايې له لارې د افغانستان د وروستۍ نيمې پېړۍ په لويو قضيو کې د دخيل او مطرح لوبغاړي په توګه نقش لرلی دی.

افغان– روس اړيکې؛ د يوې پېړۍ پس‌منظر

کله چې غازي امان الله خان له انګليس څخه د استقلال جګړه وګټله او په داخلي او خارجي سياستونو او چارو کې يې د بشپړې خپلواکۍ اعلان وکړ، شوروي له لومړيو هېوادونو و، چې دغه نوې خپلواکه شاهي يې په رسميت وپېژندله او وروسته بيا د دواړو هېوادونو تر منځ په لومړۍ معاهده کې د افغانستان د خپلواکۍ پر رسميت منلو سربېره، د دواړو هېوادونو تر منځ همکارۍ لاسليک شوې. تر دې وروسته بيا د نظامي تړون په لاسلیک کولو سره شوروي له افغانستان سره نظامي مرستو ته ژمن شو او په دې سلسله کې ځینې افغان زده کوونکي د پيلوټۍ په برخه کې شوروي ته ولاړل. تر دې ورهاخوا د لېنن او غازي تر منځ د ليکونو تبادله هم ترسره شوې وه.

دغه اړيکې د غازي امان الله خان د واکمنۍ تر سقوط وروسته، د محمدنادر خان په پاچاهۍ کې بيا ځلې د معاهدې په لاسلیک کولو سره تجديد شوې. د محمدظاهرشاه په واکمنۍ کې بيا هم له شوروي اتحاد سره د پخوانيو معاهدو په تعقيب نورې معاهدې لاسلیک شوې. په دغه مرحله کې د افغانستان پرمختګ لپاره ماسټرپلانونه طرحه شول، د محمدداود خان په صدارت کې لومړنی پنځه کلن ماسټر پلان طرحه شو، دغه پلان له ۱۹۵۶-۱۹۶۱ ز کال پورې و، د دغه پلان لپاره شوروي کادرونه کابل ته راغلل او د پلان وزارت کې يې د افغانستان لپاره ماسټر پلان طرحه کړ. ورپسې دويم ماسټر پلان، درېيم ماسټر پلان او بيا د ثور په کودتا سره نوی ماسټر پلان هم طرحه شو، خو بريالي ماسټر پلانونه لومړني دوه ماسټر پلانونه وو، چې له امله يې په لسګونه سترې زېربنايي پروژې بشپړې او ګټنې ته وړاندې شوې.

دا چې محمدداود خان په چپي ګوندونو په ځانګړي ډول پرچم کې ملاتړ درلود او له بلې خوا په سيمه کې نوي جغرافيوي تغيرات داسې وو، چې په کې امريکا د افغانستان په نسبت پر پاکستان ډېر باور کاوه؛ له همدې امله افغانستان له شوروي سره تودې اړيکې جوړې کړې، البته دا په دې مانا نه چې ګنې د شوروي په وړاندې د اړيکو د توازن هڅه نه وه شوې، افغانستان د خپلو نظامي او اقتصادي پرمختګونو لپاره د امريکا د توجه را اړولو ډېره هڅه وکړه؛ خو هغوی د دغسې توجه په حد کې نه وو، خو بيا هم امريکا په افغانستان کې ځینې لويې پروژې حمايه کړې. په دغو لويو پروژو کې د کندهار هوايي ميدان، د هلمند وادي پراختيايي پروګرامونه، د کجکي برېښنا بند او داسې نور شامل وو.

په هر صورت، د امريکا او په مجموع کې د غرب په مقابل کې شوروي اتحاد له افغانستان سره په پراخه کچه اقتصادي- اجتماعي ميدانونو کې مرستې وکړې. د شوروي اتحاد د مرستو عمده خاصيت دا و، چې هغوی دلته زېربنايي پروژې ابادې کړې، دغه پروژې تر دې مهاله د افغانستان لپاره زېربنايي دي، حتی د امريکا په تېر اتلس کلن شتون کې او د دوی په دا دومره ډېرو ډالرو کې دوی داسې زېربنايي جوړښتونه رامنځته نه کړل، چې د نيمې پېړۍ مخکې شوروي له زېربنايي پروژو سره دې پرتله شي. د امريکايي پېر پروژې اکثره روبنايي او لنډمهاله دي.

په افغانستان کې له دغو زېربنايي پروژو سره شوروي مرستې هم بلا عوضه وې او هم اوږدمهاله پورونه وو. دغو پروژو افغانستان د صنعتي کېدو خواته بېوه، په هغسې يو فقير او ناصنعتي افغانستان کې د شوروي سوسياليستي مبارزو لپاره نه فيوډالان وو او نه کارګران. شاید د دغو ډېرو پروژو په ابادۍ کې دا فلسفه نغښتې وه، چې لږ تر لږه دلته کارګري طبقه رامنځته کېده او په دغو کارګرانو کې بيا د شوروي اتحاد په سبک کارګري اتحاديې ايجادېدې، دغو اتحاديو بيا په خپل نوبت د مارکسېزم په فلسفه کې د انقلاب شعار پورته کاوه.

په افغانستان کې د شوروي اتحاد زېربنايي پروژو څو بېلګې

د کابل او بغلان سيلو، د جنګلک موټر جوړونې کارخانه، د درونټې او نغلو برېښنا بندونه، ننګرهار د اوبو کانالونه، ننګرهار د مالټو او زيتونو فارمونه، کابل- پلخمري لوی سړک، د کندهار، هرات او تورغونډۍ لوی سړک، د سالنګ تونل، د کابل، بګرام، شينډنډ، کندهار او کندوز هوايي ميدانونه، د کابل مکروريان، د کابل څلورسوه بستريز روغتون، بېلابېلې کارخانې لکه؛ د مزارشريف کيمياوي سرې کارخانه او د کابل کورجوړونې کارخانه، په شمال کې د ګاز او نفتو تفحصات، په کابل کې د پولتخنيک پوهنتون او داسې نورې په لسګونو پروژې.

کله چې خلق ګوند پر محمدداود خان کودتا وکړه، تر دې مرحلې وروسته بيا هم معاهدې لاسليک شوې، خو د افغانستان دوديزې ناپېيلې ډيپلوماسۍ له شوروي سره د خلق ډيموکراټيک حکومت نظرياتي خپلولۍ ته ځای پرېښود. په دغه مرحله کې د خلق ډيموکراټيک حکومت او شوروي چارواکو تر منځ اړيکې خورا تودې شوې او دوی په پرانيستي ډول د لويو لويو وطنيو قضيو په اړه ګډ مجلسونه، ټليفوني اړيکې او راشه درشه درلودل. دغه اړيکې د ملي حاکميتونو پر ځای د نظرياتي او مارکسېستي شريکانو کچې ته شول.

ډيپلوماټيکه سليزه؛ د بوختيا تازه پړاو

د ۱۹۱۹ ز کال د مې اووه ويشتمه د افغان- روسيې په تاريخ کې د لومړنۍ ډيپلوماټيکې اړيکې ورځ په نوم يادېږي. دغه اړيکه له انګليسه د ازادۍ ګټونکي غازي امان الله خان او نوي رامنځته شوي شوروي اتحاد تر منځ رامنځته شوه او وروسته بيا دا اړيکه په بېلابېلو دورو کې نوره هم ټينګه شوه. له ۱۹۱۹ تر ۲۰۱۹ ز کال پورې يوه پېړۍ زمانه ده او په دې زمانه کې افغانستان او شوروي اتحاد، د دوو سيالو هېوادونو له سطحې نيولې، د شوروي اشغال تر حده د اړيکو لوړې ژورې دواړه تجربه کړې.

کله چې د ۲۰۱۹ ز کال د مې ۲۷مه رارسېده، د پخواني شوروي اتحاد ځايناستي روسيې دغه ورځ د دوديزې يادونې پر ځای، د افغانستان په قضيه کې د يوې فعالې ډيپلوماسۍ د ور په توګه وکاروله. که نه؛ روسيه له نورو هېوادونو سره هم ورته د لومړنيو ډيپلوماټيکو اړيکو ورځې لري؛ ايا کله يې دغسې ورځې په ځانګړيو ترتيباتو نمانځلې دي؟ خو دا يو ښه پرمختګ دی، روسيې د محمدداود خان د واکمنۍ تر سقوط وروسته، په افغانستان کې د مستقيمې او نامستقيمې جګړې سياست لرلی دی، نن چې دوی په افغانستان کې د سولې خبره لري، دا هغه مشترکه ګټه ده چې روسيه او افغانستان دواړه په کې شريک دي او ورته اړتيا لري.

د افغانستان له ښکېلو لوريو سره د روسيې د اړيکو په منظر کې دا تحول هم نوی دی، چې روسيه له طالبانو سره د خبرو اترو او اړيکو له مخې د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې د ځانګړيو تنظيمي اړيکو حصار ماتوي او دا اړيکې هم په تنظيمي لحاظ او هم په ايتنيکي لحاظ متنوع کوي.

که روسيه له زړه غواړي چې په افغانستان کې سوله راشي؛ نو اړينه ده چې د داسې خبرو اترو چاپېريال رامنځته کړي، چې هلته د طالبانو، افغان حکومت او بېلابېلو معتبرو سياسي- اجتماعي لوريو جدي او ارزښتي خبرې اترې ترسره شي. دا چې د مسکو په دغه فورم کې ټول افغان لوري او ورسره روسيه هم له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو پر وتلو سلا دي او پرې تاکيد کوي؛ دا د افغانستان د ملي ګټو لوړه څوکه ده. هيڅ افغان نه غواړي چې هېواد کې دې يې بهرنيان پر جنګېدونکي مشن پراته وي، دا د افغانستان د ملي خپلواکۍ تر ټولو لويه داعيه ده او افغانان په دغه داعيه کې تل مبارز پاتې شوي دي.

د جهادي کرښې يوه تجربه شوې قضيه دا هم ده، چې د دوی ډېر تمرکيز پر جنګ راټول وي، دوی د سياسي، اقتصادي او ټولنيزې بوختيا لپاره لازم تياری او تمرين نه لري، له همدې امله دوی تل د جنګ له زاويې مسايلو ته ننوځي او دا يو حقيقت دی چې د جنګ دا زاويه تل د بېلابېلو فکټورونو تر اغېز لاندې لويه او کوچنۍ کېږي. طالبان بايد په دې مرحله کې د سولې په قضيه کې د پخوانيو جهادي تنظيمونو تجربه له پامه ونه غورځوي، د سولې لپاره مناسب وختونه تل نه مهيا کېږي او په جنګ او سوله کې ځواکمنتيا هم تل نه وي. همدغه مناسب وخت او ځواکمن وجود په سوله کې څوربه برخه ټاکي. پخوانيو جهادي تنظيمونو چې د سولې د اړتيا پر مهال به يې سوله ټوله د خپلو معيارونو پر بستر غوښته؛ خو داسې مرحلې هم پرې راغلې چې بيا په کې دوی ټول له خپل بستر سره په وطن کې د شپو او ورځو درک نه لرلو. طالبان د قضيې د يو خورا مطرح لوري په توګه نن د خپل عروج پر هسک دي، دوی ته پکار دي چې د سولې پر نازکو لارو پوه وي.

طالبان د خبرو اترو په مسير کې بايد يوازې له خپله ليده ونه ګوري، د افغانستان قضيه په غټه کې يوه ملي قضيه ده او دلته حتی د کوچني نفوذي ګروپ له پامه غورځول د راتلونکي بلې فاجعې لپاره بس دي. له طالبانو سره دا ښه ښکاري، چې دوی په افغاني کچه له افغان حکومت سره د خبرو اترو محور نفی نه کړي. که طالبان له افغان حکومت سره خبرې اترې ونه کړي، نو په دې صورت کې يوازې د بهرنيانو وتل به هيڅکله دغه جنګ ته پای ورنه کړي. د بهرنيانو لپاره دا ډېره اسانه او ارزانه ده، چې دلته دې د هغوی ځاني تلفات نه وي، خو د هغوی جنګ دې دلته دوام ولري او دغسې ارزانه جګړه هغوی پورته کولای شي.

که روسيه غواړي په افغانستان کې مثبت نقش تر سره کړي او ښې اړيکې له سره پيل کړي؛ نو د سولې په قضيه کې بايد ناپېيلتوب او ښه اراده ثابته کړي. له دې ورهاخوا روسيه بايد د افغانستان په بيارغونه کې سخاوتمندانه برخه واخلي. په دې ډول به دوی له يوې خوا د هغه جنګي تاريخ څپرکی وتړي، چې دوی په کې دلته تر يو ميليون شوروي عسکر په دوراني ډول بوخت ساتلي وو، له بلې خوا به د نوي افغانستان په زېربنا کې روسيه عملاً د خپلې دوستۍ ثبوت ورکړي. روسيه بايد دا درک کړي چې دوامداره کراري او امن، له اقتصادي پرمختيا او ټيکاو پرته امکان نه لري او کله چې دغسې ټيکاو په افغانستان کې نه وي، نو د دې جنګ اورونه بيا په افغانستان کې نه تمېږي او دا به د روسيې پر واقعي پولو اوړي.

په افغانستان کې د روسيې د انکشافي همکارۍ لپاره دا هم اړينه ده، چې افغان حکومت د روسيې د مرستو جلبولو او تطبيق لپاره شرايط برابر کړي. لږ تر لږه افغان حکومت بايد د روسيې هغه ژمنې تعقيب کړې وای، چې دوی په کې له ۱۳۹۲ لمریز کال را په دېخوا د پخواني شوروي اتحاد د نيمګړو پروژو د بشپړتيا او بيارغاونې وعدې کړې وې. دا تعقيب د امريکا او سيمه ييزو قدرتونو تر منځ د افغانستان ناپېیلتوب په زبات رسوي او دا د افغان حکومت په رهبرۍ پورې اړه لري، چې څرنګه کولای شي د امريکا او ناټو شتون د روسيې د مرستو جلبولو لپاره د ننګونې پر ځای پر يو فرصت تبديل کړي.

Share2Tweet2Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

نورالدین عزیزي چینایي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته هڅولي

مارچ 11, 2026

نن د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ۱۴مې ملي کمېټې ۴مه کلنۍ غونډه پای ته رسيږي

مارچ 11, 2026

سبا به د چين د ۱۴م ملي ولسي کانګرېس ۴مه کلنۍ غونډه پای ته ورسیږي

مارچ 11, 2026

د منځني ختيځ لپاره د چين ځانګړي استازي د عربي متحده امارات له مرستيال صدراعظم او خارجه وزير سره ولیدل

مارچ 11, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In