کله چې پاکستان د خپلو موخو د تر لاسه کولو لپاره مسلکي لابېستان پیدا نه کړي، بیا په لوېدیځ پلازمېنو کې د غونډو او کنفرانسونو د اخلال په موخه له کرایه شویو شرارتیانو کار اخلي.
څو ورځې وړاندې زه په واشنګټن کې یو بحث ته بلل شوې وم، د ټلوېزیوني پروګرام مسوول ژمنه کړې وه چې بحث به د امریکا او پاکستان د اړیکو په اړه د رښتیني انځور په وړاندې کولو متمرکز وي. معمولاً په دغه ډول بحثونو کې له ګډون مخکې زه د بحث د نورو ګډونوالو په اړه پوښتنه کوم، خو دا ځل مې فرض کړې وه چې د بحث د تنظیم مسوولین او چارواکي د باور وړ دي او هیله منه وم چې یوازې د حقایقو پر بنسټ به بحث مخکې ځي، خو کله چې د بحث خونې ته ننوتم او د بحث په دوو نورو ګډونوالو مې سترګې ولګېدې، نو سمدستي پښېمانه شوم. د بحث لومړی ګډونوال متقاعد امریکایي ډیپلوماټ و چې له سویلي اسیا سره یې اوږدې اړیکې درلودې او له تقاعد وروسته په واشنګټن کې د پاکستان لپاره پر لابېست بدل شوی و. دویم ګډونوال یو پاکستاني الاصله امریکایي فزیک پوه و چې دا هم لابېست و او خپله ټوله شتمني یې په دې لګوله چې څنګه د ځینو هېوادونو په اړه په واشنګټن کې د سیاستوالو فکر اغېزمن کړي. نوموړي په واشنګټن کې د پاکستان په اړه د سیاسي تفکر د اغېزمنولو لپار د پخواني جنرال پروېز مشرف په استازیتوب کار کاوه. د بحث دواړو ګډونوالو پر داسې نقطو ټینګار کاوه چې په تاریخي توګه ناسم وو. ډاکټر صیب ټینګار کاوه چې کشمیر د پاکستان برخه ده او ویل یې چې کشمیر هڅول شوی نه، بلکې مجبور کړل شوی و چې د جغرافیې او ډیموګرافیکي انګېزو پر بنسټ له هند یا پاکستان سره ځان وتړي. دا خبره په حقیقت کې بالکل ناسمه او بې بنسټه ده. نوموړی په کشمیر کې د رېفرنډم په اړه په خپل احمقانه دریځ کلک ولاړ و او زه یې نه پرېښودم چې د کشمیر په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا قرارداد تشریح او واضح کړم. د پروګرام کوربه هم زه پرې نه ښودم چې په دې اړه د ځینو حقایقو سپیناوی وکړم. د بحث دوو ګډونوالو د آی اېس آی له البومه خپلې سیاسي سندرې غږولې. هر کس چې د سویلي اسیا د سیاست په اړه پوهاوی نه لري، داسې فکر به کوي چې ګوندې ما د خپلو خبرو پر مهال د ناسمو مالوماتو د خپرولو هڅه کوله. له بحث وروسته مې د خپرونې پروډیوسر ته ناخوښي څرګنده کړه؛ ځکه چې د بحث لپاره یې پاکستاني لابېستان په خپله خوښه ټاکلي وو، خو نوموړي استدلال کاوه چې هر څوک د حقایقو خپله بڼه لري.
کله چې له سټوډیو ووتم، نو په ذهن کې مې د بحث د کیفیت د څرنګوالي په اړه پوښتنې پیدا شوې. کله مې چې د همدغه پروګرام لړۍ په ماضي کې تعقیب کړه، نو پوه شوم چې همدا ښاغلی پخوا هم د همدغه ټلوېزیون له لوري د داسې مختلفو موضوعاتو په اړه بحث ته را بلل شوی و چې په اړه یې کره او مستند مالومات او تجربه نه درلوده، بلکې یوازې انتخاب شوې خبرې یې د بحث پر مهال کړې وې. زه دې پایلې ته ورسېدم چې دا بحث د همدغه ښاغلي په وړاندیز چمتو شوی و.
د لابېستانو همدا کار وي، دوی تل د لابې کولو لپاره د فرصت رامنځته کولو په لټه کې وي. کله چې پاکستان د مسلکي لابېستانو په پیدا کولو کې پاتې راشي، بیا په مختلفو پلازمېنو کې له احمقو پاکستانیانو کار اخلي، څو هغه غونډې او ناستې اخلال کړي چې د پاکستان چټل رول تر بحث او انتقاد لاندې نیسي. څو ورځې وړاندې په لندن کې یو علمي بحث هغه وخت د یو پاکستاني له لوري له اخلال سره مخ شو، چې ما خپله وینا پیل کړه. کله چې نوموړي زه تورنه کړم چې له ښځو څخه کرکه لرم، نو ټینګار مې وکړ چې یاد کس باید له تالار نه و ایستل شي. د بحث ډېری ګډونوال زما د خبرو اورېدو ته راغلي وو. ما تر هغه خبرې پيل نه کړې څو چې امنیتي مسوولینو نوموړی کس له صحنې و ایست. زه د نوموړي کس په دسیسه پوهېدم، تېر کال همدغه سازمان زه د یوه بحث لپاره مېلمه کړې وم، همدغه احمق هڅه وکړه چې پروګرام اخلال کړي، خو د امنیتي مسوولینو له لوري و ایستل شو. کله چې له صحنې و ایستل شو، ما نورو هېوادونو ته د پاکستاني ترورېزم د صادرولو په اړه خپل پرېزېنټېشن وړاندې کړ. زه وروسته خبره شوم چې همدې احمق څو ورځې مخکې د پښتون ژغورنې غورځنګ د یو مشر خبرې هم له خنډ سره مخ کړې وې. زه له دې هم خبره شوم چې ځینو کرایه شوو پاکستانیانو په دې وروستیو کې هڅه کړې، څو د هغو بلوڅانو پر مخ تېزاب وشیندي چې په انګلستان کې د پاکستان د پوځ او استخباراتو جرمونه نړۍ ته بربنډوي. زما د شخصي تجربې او مشاهدې له مخې، په لوېدیځو پلازمېنو کې د پاکستان سفارتونه په منظم ډول داسې کسان ګوماري چې علمي او ستراتېژیک بحثونه پرې ګډوډ کړي. یوې غونډې ته د حسین حقاني د وینا پر مهال په واشنګټن کې د پاکستان سفارت یو درجن مزاحمت کوونکي استولي وو، څو د حقاني د خبرو پر مهال شور او غوغا جوړه کړي.
کله چې پاکستان پلوه کسان ونه توانېږي چې د پاکستان پلوه بحثونو فرصت رامنځته کړي یا د پاکستان ضد بحثونو مخه ونیسي، نو بیا د پاکستان پوځ او استخبارات د پاکستان ضد څېرو شخصیت وژنه پیل کړي. آی اېس آی ځینو کسانو ته د ژورنالېستانو جامه ور اغوندي او بیا مسوولیت ورکوي چې دروغ او پروپاګند خپاره کړي. هغه کسان ګواښي چې د پاکستان په اړه د حقایقو راسپړل غواړي.
دا کوم تصادف نه دی چې د واشنګټن په څېړنیزو ادارو کې ډېر کم داسې کسان موندل کېږي چې د پاکستان استخباراتي او پوځي ادارې تر انتقاد لاندې نیسي. د سټېمسن د مرکز یو لیکوال مایکل کرېپن له کوم سوچ پرته د دروغو د خپلو مقالو پر بنسټ، خلکو ته داسې فکر ورکوي چې هند او پاکستان د قضاوت په یوه تله وتلي. نور لیکوالان لکه دالتن او جورج پرکوېچ په ۲۰۱۶ ز کال کې د پاکستاني تروریستانو له لوري پر هندي ځواکونو له یرغل وروسته داسې مقالې لیکلې وې چې ګوندې دواړه هېوادونه د ستونزې برخه دي. دوی یادو پېښو ته په غبرګون کې د لومړي وزیر مودي د ځواب د کمرنګه کولو هڅه کړې وه. د وېلسن مرکز مایکل کروګمن له هر فرصت څخه په ګټې اخیستنې، هڅه کوي چې د پاکستاني دولت د جرمونو او تروریستي کړنو دفاع وکړي. د منځني ختیځ انسټېټیوټ نه یوازې دا چې زه، حسین حقاني او ښاغلی پانډی له خپلو غونډو او پروګرامونو بند کړي یو، خو داسې ادعاوې کوي چې د پاکستاني حکومت ګټې تامینوي.
تر ټولو ناوړه ادارې هغه دي چې د امریکا د عامو خلکو په پیسو د پاکستاني دولت د ناوړه کړنو دفاع وکړي. د بېلګې په ډول، د امریکا د سولې انسټېټیوټ. د یو اېس آی پي موید یوسف په ناتمامه توګه زموږ د امریکا په پيسو د پاکستان د ګټو لپاره کار کوي، له نوموړي سره په دې کار کې د بوش د ادارې یو چارواکی سټیو هډلي مرسته کوي. پاکستان څنګه دا ډول کسان تر خپل کنټرول لاندې ساتي؟ د حیرانتیا خبره دا ده چې پاکستان دا ډول تش په نامه ژورنالېستان او سیاسي فعالان په واشنګټن کې له پيسو پرته ځای پر ځای کوي. څنګه؟ دوی دا ډول کسانو ته د لابېګرۍ په بدل کې د پاکستان وېزې ورکوي.
د ویزو وږي تش په نامه اکاډمیک او سیاسي اشخاص نه یوازې دا چې د پاکستان د ګټو پر بنسټ غونډې جوړوي، بلکې په واشنګټن کې د پاکستان له سفارته لارښوونې هم تر لاسه کوي چې دا ډول غونډو ته د پاکستان د منتقدینو له ورتګ څخه مخنیوی وکړي. د امریکا د ملي دفاع د پوهنتون چارواکو ما او ځینې نورو ژورنالېستانو ته ومنله چې زه او حسین حقاني د پاکستان د سفارت د غوښتنې او ټینګار پر بنسټ له یادو غونډو منعه شوی یم. کله چې د نېشنل وار کالج کوم کس دې لارښوونې ته پاملرنه ونه کړي، نو د پاکستان سفارت امریکایي چارواکو ته خپل غږ رسوي. د پاکستان سفارت هغه مهال د نېشنل وار کالج ته شکایت وکړ چې پوه شول زه په افغانستان کې د امریکایي ګټو د زیانمنولو په برخه کې د پاکستان په رول خبرې کوم. آیا دا په رښتیا د امریکا د نظامي زده کړو پوهنتون دی؟ د امریکا پوځ او ملکي پرسونل هره ورځ د پاکستاني جنګیالیو له لوري وژل کېږی او امریکا سربېره پر دې هم د پاکستان د سفارت غوښتنو ته غاړه ږدي.
سره له دې چې زه له ډېر پخوا راهیسې د پاکستان پر استخباراتي اداره نیوکې کوم، خو پخوا به ما پاکستان ته مسلسل تګ کاوه او په اسانۍ مې کولی شوی چې له ملکي او پوځي چارواکو سره ووینم. په داسې حال کې چې ما د پاکستان د پوځ ستاینه نه کوله، دوی ما ته د یو ناپېیلي لیکوال په سترګه کتل. مګر دا وضعیت په ۲۰۱۱ ز کال کې بدل شو. د آی اېس آی یو مامور چې پخوا یې له ما سره ډېره مرسته کوله، راته وویل چې زموږ استخباراتي اداره پس له دې له هغو کسانو سره مرسته کوي چې په واشنګټن کې د پاکستان د ګټو لپاره لابي وکړي. په بل عبارت، هغه آی اېس آی پس له دې له هغو کسانو سره مرسته او همکاري کوي چې د پاکستان سریندې ته نڅا وکړي، خو ما له دې کاره انکار وکړ.
د امریکا د ځينو څېړنیزو او ستراتېژیکو ادارو ځینې کارکوونکي پاکستان ته د لاسرسي په بدل کې په خپل درناوي او حیثیت سوداګري کوي. زه له دوی پوښتم چې د یوې پاکستانۍ وېزې ارزښت د تاسې لپاره څومره دی؟ د آی اېس آی مشر، د پوځ مشر او له نورو پوځي قوماندانانو سره ستاسې د یوې لیدنې ارزښت څومره دی؟ تاسې د دغه کار لپاره د څو کسانو ژوند په خطر کې اچوئ؟ زه پوهېږم، تاسې چې له دغو کسانو سره د ناستو پر مهال څه لیکی، ټول دروغ دي. ما پخوا له دوی سره د ناستو پر مهال ډېر دروغ په پاڼو کې نوټ کړي چې اوس ترې المارۍ ډکه ده. زما اساسي پوښتنه دا ده چې تاسې ولې خپلې ارواوې او فکرونه په دې خلکو خرڅوئ؟ ښایي تاسې ته دا مهمه نه وي چې پاکستانی پوځ او استخبارات هره ورځ نه یوازې افغانان، هندیان او پاکستانیان وژني، بلکې تاسې باید خپل دید پراخه کړئ او ووینئ چې د پنډۍ اجرتي قاتلینو په زرګونو امریکایان هم وژلي. که تاسې دا نه وینی، نو هغه سرې قالینې چې ستاسې مخې ته غوړول کېږي، پوه شی چې دا د هغو زرګونو انسانانو په وینه رنګ دي چې د پاکستاني ادارو له خوا وژل شوي. تاسې د پاکستاني ادارو ننګه او دفاع د پیسو لپاره نه، بلکې د یوې وېزې لپاره کوی، څو له پاکستاني جنرالانو سره د ناستو جریان د داستان په شکل واشنګټن ته له ستنېدو وروسته، خپلو ملګرو او امریکایي چارواکو ته بیان کړی.