د چين د مرکزي راډيو او تلويزيون عمومي ستېشن د اکتوبر په ۸مه نېټه په شانګهای کې د دغه ښار له ځايي حکومت سره د ستراتيژيکې همکارۍ د ژوروالي چوکاټي تړون لاسليک کړ. د دغه مهم تړون سره سم چې د څو مياشتو له فعالو مشورو او تياريو وروسته لاسليک شوی، نوموړی عمومي ستېشن په لومړي ځل له ځايي حکومت سره ستراتيژيک همکاريزې اړيکې ټينګې کړې، په لومړي ځل يې سيمه ييز مقر جوړ کړی او په لومړي ځل يې عمومي ځايي مرکز تاسيس کړی دی. دغه همکاري د دې يوه نښه بلل کيږي چې د چين د مرکزي راډيو او تلويزيون عمومي ستېشن د نړيوالې لومړۍ کچې او نوي ډول داسې عمده رسنۍ په لور يو ثابت ګام پورته کړی دی چې د لارښوونې، خپرونې او اغېز په برخو کې ځواکمنه ده.
د چين د مرکزي راډيو او تلويزيون عمومي ستېشن په نړۍ کې تر ټولو لويه رسنۍ ده او د چين په راډيويي او تلويزيوني چار کې مخکښ رول لوبوي. شانګهای د (( پنځو مرکزونو))، د نړۍ د لوی کلتوري ښار او وتلي ښار د ابادۍ په هڅه کې دی او په اصلاحاتو،نوښت او پرمختګ کې مخکښ ځای لري. دواړو خواوو د روان کال په جون کې په ګډه او بريالۍ توګه د شانګهای د فلمونو ۲۱م فېستېوال جوړ کړ او د ټولنې پراخې پاملرنې او ستاينې يې تر لاسه کړې، د ژورې همکارۍ لپاره يې ټينګ بنسټ اېښی دی. په شانګهای کې د عمومي ستېشن د لومړي سيمه ييز مقر او ځايي مرکز يعنې د يانګ ځه سيند دلتا سيمې مقر او د شانګهای مرکز تاسيس د ستراتيژيکې همکارۍ په ياد تړون کې مهمې برخې دي چې دا به د نمونې رول ولوبوي او مثبتې ټولنيزې اغېزې به رامنځته کړي.
د چين د مرکزي راډيو او تلويزيون عمومي ستېشن به د سرچينو، جغرافيې او استعداد لرونکو کسانو په برخو کې د شانګهای له غوره والي څخه استفاده وکړي، د يانګ ځه سيند دلتا سيمې مقر او د شانګهای مرکز په ډګرونو له شانګهای سره د مهمو فرهنګي پروژو، د چاپ او خپرېدو حقونو، د 4K صنعت، سپورټي صنعت، په بهرنيو ژبو د فلمونو او تلويزيوني پروګرامونو د ژباړلو او جوړولو، د فلمي او تلويزيوني تکنالوژۍ په برخو کې هراړخيزې او ژورې همکارۍ وکړي، د عامو افکارو، محتوياتو او نړيوالې خپرونې ابادۍ به پياوړې کړي، د پيوستون پرمختګ به وهڅوي، د يو کمربند او يوې لارې په ابادۍ کې به فعال ګډون وکړي، د صنعت شکل به اصلاح کړي او د پروګرامونو لار به پراخه کړي، څو چې نوموړی عمومي ستېشن لوړ کيفيت او چټک پرمختګ ومومي.
انځورونه:
د چين د مرکزي راډيو او تلويزيون عمومي ستېشن مرستيال يان شياو مينګ او د شانګهای د ښاروال مرستياله ونګ تيه هوی د دواړو خواوو ترمنځ د ستراتيژيکې همکارۍ د ژوروالي چوکاټي تړون د لاسليک په حال کې دي.
د چين د نړيوال تلويزيون عمومي شرکت مسئول د شيانګهای د شو هوی سيمې د ځايي حکومت له مسئول سره د اړوندو پروژو د چوکاټي همکاريز تړون د لاسليکولو په حال کې دی.
د چين کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيرو غړی او د شانګهای د ګوندي کميټې مشر لي چيانګ د چين د مرکزي راډيو او تلويزيون عمومي ستېشن له مشر شن های شيونګ سره د يانګ ځه سيند د دلتا سيمې مقر د جوړېدو په مراسمو کې ګډون وکړ.
په شانګهای کې د کمونېست ګوند د کميټې مرستيال مشر او د شانګهای ښاروال ينګ يونګ د چين د مرکزي راډيو او تلويزيون عمومي ستېشن له مشر شن های شيونګ سره په شانګهای کې د نوموړي عمومي ستېشن د مرکز د جوړېدو په مراسمو کې ګډون وکړ.
د چين د مرکزي راډيو او تلويزيون عمومي ستېشن نښه
د شانګهای لو جيا ځوی سيمه
د چین نړیوالې راډیو پښتو څانګه