د یکشنبې په ورځ، د اکټوبر په اوومه بیا هم د پخوا په څېر د ویرژلو خبرونو باران و. په خبري رپوټونو کې راغلي وو چې طالبانو د وردګو د سیداباد ولسوالۍ د پولیسو قوماندان او څو تنه پولیس وژلي دي. په غزني کې یې څلور پلونه وران کړي دي. په کابل کې د دوو چاودنو له کبله یوولس تنه وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي. د کندهار د معروف په ولسوالۍ کې د واده پر ورا باندې په هوايي حمله کې څلور تنه وژل شوي او د ناوې په شمول، یو شمېر نور ټپیان شوي دي. د طالبانو خبري اژانس وايي چې د الخندق د عملیاتو په ترڅ کې یې د سیداباد پر ولسوالۍ باندې حمله کې د پولیسو قوماندان، جنايي امر، د اربکیانو دوه قوماندانان او په لس هاوو پولیس وژلي او ټول دولتي تاسیسات او پوستې یې فتحه کړې دي. په فاریاب کې یې د پښتون کوټ په ولسوالۍ کې یوه پوسته فتحه کړې او دوولس تنه عسکر یې وژلي دي. په پکتیا کې یې درې رېنجر موټرونه تخریب کړي او پنځلس عسکر یې وژلي دي. خبري اژانسونه دغه راز وايي چې د غزني، وردګ، لوګر او پکتیا په ولایتونو کي برېښنا قطع شوې ده( ګواکي پخوا یې بشپړه برېښنا درلوده!) البته د برېښنا وزیر ژمنه کړې ده چې د امنیت له ټینګېدلو سره به د برېښنا مزي بېرته ترمیم شي او دې سیمو ته به بېرته برېښنا اعاده شي. دا هغه خبرونه او رپوټونه دي، چې خبري اژانسونه او ورځپاڼې د رپوټ خپرولو په ارزښت ورته قایل شوي دي. نور نو له فاریاب څخه نیولې تر نیمروز پورې، د هېواد په هره سیمه کې هره ورځ او هره شېبه، ناوړې او نادودې روانې دي.
دا د یوې ورځې ویرژلي خبرونه وو. البته په افغانستان کې هره ورځ او هر شېبه تر دې هم ناکراره او یا نسبتاً کراره تېرېږي. که د کابل په دوو چاودنو کې خدای مه کړه سل تنه او یا زیات کسان وژل شوي وای؛ اوس به ولسمشر اشرف غني اعلامیې صادرې کړې وې، بیرغونه به نیم ځوړند او طالبانو ته به یې یو ځل بیا اخطار ورکړی وای، چې نور نو د حکومت زغم او حوصله پای ته رسېدلې او په تعرضي عملیاتو پیل کوو او ګناه به یې د هغو کسانو په غاړه وي، چې سوله نه غواړي. پخواني ولسمشر حامد کرزي به یو ځل بیا پر ستوني زور کړی و او ویلي به یې وای چې نور طالبان د ده وروڼه نه دي، بلکې د هېواد د دښمنانو په سترګه ورته ګوري. په داسې حال کې چې یوولس تنه او سل تنه یوازې د کمیت خبره ده. د سیداباد د ولسوالۍ ځوانیمرګ قوماندان، د کابل د ښار یو مظلوم دوکاندار او د معروف د ولسوالۍ د واده ګډون کوونکي هر یو جلا جلا په امنیت او سوله کې د ژوند کولو حق لري او حکومت د هر یوه د سر د ساتنې مسوولیت په غاړه لري. یو تن او سل تنه دواړه یوه خبره ده.
تر دې ویرژلې مقدمې چې را تېر شو، د افغانستان د سولې مذاکراتو ته به د تاریخچې له اړخه نه چې د یوه کتاب کار دی، بلکې د پرنسیپ له اړخه یو نظر واچوو. د ۱۹۸۰ ز لسیزې له وروستیو کلونو څخه په دې زیات او کم دېرشو کلونو کې چې په افغانستان کې د سولې د ټینګېدلو په باره کې هر ډول خبرې شوي، نو د افغانستان د ولسونو اراده په هېڅ ډول نه ده پکې څرګنده شوې. د ۱۹۸۰ ز لسیزې په وروستیو کلونو کې د ژنیو د سولې په خبرو کې د افغانستان حکومت ته ځکه چا برخه نه ورکوله، چې هغه یې د شوروي اتحاد ګوډاګی باله او په استازیتوب یې په خپله شوروي اتحاد برخه اخیستله. د مجاهدینو مشرانو ته چې د داود خان او ان د ظاهرشاه له زمانې څخه د ذوالفقارعلي بوټو او ای اېس ای رېزه خواره وو، چا د سړیو په سترګه نه کتل او په استازیتوب یې د پاکستان مقاماتو په جګه غاړه برخه اخیستله. د دغو مذاکراتو نتیجه هغسې شوه، چې ټولو ولیده. د مجاهدینو مشرانو او قوماندانانو چې اوس هم د هېواد د ټولو ادارو د چارو واګې په لاس کې لري او د هېواد اساسي قانون، سوله او امنیت یې یرغمل کړی دی، کابل د لېونیو لېوانو د ډلو په څېر اشغال کړ او افغانستان، په تېره کابل یې داسې تباه کړ چې د هېڅ بېګانه فاتح په وخت کې نه و تباه شوی. په ټول افغانستان، په تېره بیا کابل، کندهار او ننګرهار کې یې داسې قتلونه، جنایتونه، بې عزتۍ او بې ناموسۍ وکړې، چې د هېواد په تاریخ کې یې سابقه نه درلوده. د دې داړه مارانو او بدماشانو یو قوماندان عطانور، چې ویل کېږي د میلیاردونو ډالرو څښتن دی او د یوه سلطان په څېر ژوند لري، په خپل زور دومره غره دی، چې څو ورځې مخکې یې په ټلوېزیوني مرکه کې وویل، که خارجیان اجازه ورکړي، په څو ورځو کې ارګ نیولای شي.
اوس دا دی یو ځل بیا د سولې خبرو یو څه زور هغه وخت واخیست، چې افغاني الاصله امریکايي ډیپلوماټ ډاکتر زلمي خلیلزاد ته د سولې د خبرو د پر مخ بېولو چارې وسپارل شوې. ډاکتر زلمی خلیلزاد هم د خپل علمي صلاحیت او هم د مجاهدینو له مشرانو سره د تقریباً پنځه دېرش کلن تماس او اشنايۍ له امله تر ټولو کسانو او تر بل هر چا پر ځای او معقول انتخاب دی. ما په خپله په هر خصوصي مجلس کې د دغه پر ځای انتخاب تابید او ملاتړ کړی دی، خو زما هیله دا وه چې هغه به له طالبانو سره مستقیم تماسونه پیل کړي او هغوی به یا له امریکایانو او یا له حکومتي مقاماتو سره خبرو ته کېنوي. خلیلزاد زما او ښايي د ډېرو نورو افغانانو د انتظار په خلاف، بیا هم له خارجیانو سره خبرې پیل کړي او په زړه پورې خبره دا ده چې په یو ځل یې په سیمه کې د پاکستان، منځنۍ اسیا، چین، روسیې، سعودي عربستان او نورو سره د خبرو کولو پلان طرح کړ.
که له ډیپلوماسۍ او ژورو سیاسي او علمي تحلیلونو څخه را تېر شو، نو د دې خبرې معنا به دا وي، چې دا ټول هېوادونه د افغانستان په سوله او جنګ او په تېره بیا د جنګ په دوام کې خپلې ګټې لري. په دې حساب، باید دې ټولو قدرتونو او هېوادونو ته چې هر یو یې خپلې جلا جلا دلچسپۍ لري، قناعت او امتیازات ورکړل شي، څو په افغانستان کې له مداخلو څخه لاس واخلي او د سولې په ټینګولو کې همکاري وکړي. که دا ټول هېوادونه په رښتیا هم د افغانستان په روانو جنګونو او ناامنیو کې لتاړ وي، نو ښايي ګټې یې هم له یوه بل سره په ټکر کې وي. په دې حساب دا لاره ډېره اوږده ده او زه وېرېږم چې زموږ حاجي به د مکې پر ځای د ترکستان خواته روان وي.
که د زلمي خلیلزاد له هڅو څخه چې ښايي نتیجه ورکړي او یا یې ورنه کړي، را تېر شو، نو د افغانستان د سولې خبرې او هڅې له لومړي سره ډېر خراب پیل شوی و. د سولې هڅې د دې پرځای چې پر یوه لاس وای او له یوه مرکز څخه اداره شوې وای، له لومړي سره له څو مرکزونو څخه پیل شوې. زموږ نیکونو او پلرونو خو دا متل هسې بېځایه نه دی کړی چې وايي، په ډېرو قصابانو کې غوا مردارېږي. که د سولې له عالي شورا څخه را تېر شو، چې پخواني او اوسني ولسمشر خپلو رقیبانو او احتمالي دښمنانو او مخالفینو ته د رشوت او امتیازاتو ورکولو لپاره جوړه کړې او پراخه کړې ده او هر وخت یې مشري د سولې څرګندو دښمنانو، ربانیانو، ګیلاني او خلیلي ته ورکړې ده، نو د سولې جریان چې د افغانستان بې ګناه او مظلوم ولسونه د ژوندي پاتې کېدو لپاره د اکسېجن او وینو په څېر اړتیا ورته لري، نا اهلو کسانو او مرکزونو ته سپارل شوی دی.
یو ځل مو ولیدل چې د کوېټې په ښار کې یوه دوکاندار خپل ځان ولسمشر حامد کرزي ته د ملامنصور په حیث معرفي کړ او د سولې د خبرو او یا په طالبانو کې د بې اتفاقۍ د ایجادولو په نامه یې څو ځله کابل ته په الوتکو کې پټ سفرونه وکړل او په پنډو ډالرونه یې واخیستل. دوکاندار په خپله مخه ولاړ او ای اېس ای سازمان یې زموږ په حکومت او امنیت پورې په خلاصه خوله وخنداوه. که حکومت موجود وای او یا د حکومت په مقاماتو کې حیا او شرافت موجود وای، نو باید چې د دفاع له وزیر څخه نیولې تر ټولو مسوولو امنیتي مقاماتو پورې یې له خپلو کارونو څخه استعفاوې کړې وای او خپل ولسمشر یې له دایمي شرمولو څخه ژغورلی وای.
څه باندې درې کاله مخکې زه په کابل کې د لوی اختر له لمانځه څخه وروسته ولسمشر اشرف غني ته نږدې ولاړ وم، چې هغه په خپله وینا کې د طالبانو مشر ملامحمدعمر ته، په ډېر عجز او زاریو د سولې او له حکومت سره د مخامخ خبرو وړاندیز وکړ. درې ورځې وروسته څرګنده شوه چې ملامحمدعمر څه باندې درې کاله مخکې وفات شوی او طبعي خبره ده چې د ولسمشر د سولې د خبرو وړاندیز به یې نه وي اورېدلی. دا چې ای اېس ای به بیا هم څومره را پورې خندلي وي، هغه په هر صورت؛ خو څو ورځې وروسته ډاکتر عبدالله د وزیرانو په شورا کې دا خبره په ټوکو یاده کړه او د هغه طرفدارو وزیرانو په یوه سلا وخندل. ما له ډاکتر عبدالله څخه پوښتنه وکړه چې حکومت خپلو امنیتي ادارو ته په سل هاوو میلیونه ډالره د څه لپاره ورکوي، چې هغوی بالاخره له خپل دښمن څخه دومره بې خبره دي چې د هغوی د رهبر له وفات څخه کلونه وروسته اطلاع نه لري. که امنیتي ادارې په دغه اندازه بې خبرې وي او د حکومت نیمايي وزیران او د هغوی مشر په خپل ولسمشر ملنډې وهي، نو د سولې دې هم خدای مل شي.
اوسمهال تر هغه ځایه چې زه معلومات لرم، د سولې د حیاتي مسئلې کارونه د سولې د عالي شورا رییس کریم خلیلي چې د جنګ څرګند طرفدار دی، د سولې د عالي شورا د دارالانشا ریاست، د ملي امنیت ریاست، داخله وزارت، د دفاع وزارت، د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار او د هغه لویه او پراخه اداره، د ولسمشر کاکا، په خپله ولسمشر او د سولې په چارو کې د هغه ګڼ مشاورین او ارشد مشاورین ټول پر مخ بیايي. زیاتره له یوه بله بې خبره وي او هر یو یې پر خپل سر ډنګوي. په دومره قصابانو کې باید غوا مرداره نه شي!؟
که امریکا، ناټو او د افغانستان حکومت ته د ملا هیبت الله او د طالبانو د لویو مشرانو وژل او د هغوی د جنګي او سیاسي مرکزونو له منځه وړل مسیر وي او په لوی لاس دا کار نه کوي، نو دا خو د افغانستان له مظلومو ولسونو سره څرګند خیانت دی او که چېرې هغوی له منځه وړلای نه شي او هغوی رښتیا هم دومره قوي وي، چې هره ورځ ان حکومتي مرکزونه او لوی ښارونه تهدیدولای شي او بیا هم د سولې خبرو ته نه ورسره کېني، نو دا هم له ولسونو سره د خیانت تر پولې پورې ظلم دی. غر که جګ دی پر سر یې لار شته. که دښمن کمزوری دی، نو باید چې لاسونه یې لنډ کړل شي او که دښمن غښتلی دی او د له منځه وړلو توان یې په چا کې نشته، نو باید چې د سولې کولو او جنګ د پای ته رسولو لپاره شرافتمندانه امتیازات ورکړل شي. حکومت کولای شي چې د امریکا د ډالرو په زور او د کانکریټي او اوسپنیزو قلاوو شاته په کلونو کلونو خپل حاکمیت ته دوام ورکړي، خو د دې واک او حاکمیت دوام د میلیونو انسانانو د وینو، تباهیو او بدمرغیو په بیه تمامېږي. زه یقین لرم چې د افغانستان حکومت د نړیوالو ادارو په مرسته سوله ټینګولای او دا د کلونو رنځ ختمولای شي، خو د سولې دښمنانو او نا اهلو کسانو ته د دې حیاتي مسئلې سپارل د وطن پالونکو مشرانو کار نه دی.
په دې وروستیو شپو او ورځو کې داسې رپوټونه خپاره شوي دي، چې د بلک واټر په نوم امنیتې موسسې مالک چې په عراق کې یې په زرګونو بشري جنایتونه کړي، نړۍ او د ملګرو ملتونو سازمان پرې خبر دی، د افغانستان د جنګ د اجاره کولو وړاندیز کړی دی. د دې ادارې مشر ارېک پرېنس د امریکا د جمهور رییس ډونالډ ټرمپ ملګری دی. خور یې د امریکا په اوسني حکومت کې د پوهنې وزیره ده او له ډېرو زیاتو سناتورانو سره له نږدې پېژني. باوري خبري سرچینو ویلي، چې ارېک پرېنس په افغانستان کې د خپل ځان په څېر جنایتکارو قوماندانانو سره، چې یوازې د خپلو مادي ګټو خیال ساتي او په دنیا کې هېڅ ډول پرنسیپ او اصولو ته عقیده نه لري، لیدنې کتنې کړې دي. که دا کار په رښتیا وشي او د افغانستان جنګ اجیرو عسکرو ته چې اکثریت یې مسلکي او حرفه اي جنایتکاران دي وسپارل شي، نو دا به د دې مظلوم او بې دفاع هېواد په راتلونکو پېښو کې د تراژیدیو یوه بله لړۍ وي.