دوشنبه, جون 8, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    یونیسف: ښځینه روغتیاپالانې د ماشومانو د واکسیناسیون په بهیر کې مهم رول لري

    د هرات ـ مزارشریف؛ د اورګاډي پټلۍ پروژې د تمویل په اړه ګډه ناسته وشوه

    اوچا: لوکزامبورګ د افغانستان بشردوستانه صندوق سره ۳۰۰ زره یورو مرسته وکړه

    د ا.ا مشر: د خلکو اصلاح د تعلیم له لارې ممکنه ده

  • نړۍ

    روسیې د اوکراین ۳۳۹ ډرون الوتکې رانسکورې کړې دي

    ایران: امریکا سره احتمالي هوکړه د کنګل شویو شتمنیو ازادېدو سره تړلې

    محسن رضایي: امریکا دې زموږ کنګل شوې شتمني آزده کړي

    عراقچي: ایران د اوربند د سرغړونو پر وړاندې دفاعي اقدام کوي

    ډبلیو ایچ او: په کانګو او یوګانډا کې د ایبولا پېښې زیاتې شوې دي

    محسن رضايي: د لبنان په سویل کې د اسراییلو د عملیاتو پر پراختیا اندېښنه ښودلې

    پيکس: د مې میاشت کې د پاکستان امنیتي وضعیت یو ځل بیا خراب شوی

    ټرمپ: له ایران سره احتمالي هوکړه د اټومي مسایلو په اړه روښانه مادې لري

    ایران د امریکا یوه بې پیلوټه الوتکه نسکوره کړې ده

  • دریځ

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result

کورپاڼه تحلیل

کانونه او اندېښنې؛ حکومت ولې قانع کوونکی ځواب نه لري؟

ارشاد رغاند ياران.کام

اکتوبر 10, 2018
in تحلیل
0 0

په امریکا کې له دوو شرکتونو سره د دوو افغان معدنونو د استخراج د تړونونو لاسلیکېدل په دې ورځو کې مهم خبري سرټکي دي.

دا تړونونه، چې د ښار جوړونې له مخکيني وزیر منصور سعادت نادري سره د افغانستان د معادنو او پېټرولیم او مالیې وزارتونو سرپرستانو په واشنګټن کې لاسلیک کړي، منتقدین یې د ملي ګټو خلاف او د فساد یوه لویه قضیه ګڼي.

خو حکومت دا تړونونه د هېواد اقتصادي پرمختګ او د خلکو کارموندنې ته مهم یادوي.

د تړونونو په اړه

په لاسلیک شویو تړونونو کې یو یې د بدخشان د طلا او بل د سرپل د بلخاب د مسو معدن دی.

د دغو معدنونو داوطلبي له شپږو کلونو راهیسې روانه وه، چې اوس یې بالاخره قراردادونه؛ هغه د کابل پرځای په واشنګټن کې لاسلیک شول.

د معادنو او پټرولیم وزارت ویاند په یوه خبري ناسته کې ویلي چې د قراردادونو له مخې د بدخشان پر معدن اړوند شرکت په دریو کلونو کې۲۲ او د بلخاب پر معدن په همدومره موده کې ۵۶ میلیونه ډالره پانګونه کوي.

وزارت، هیله من دی چې د دغو قراردادونو د عملي کار له پيل سره به د هېواد اقتصاد ته د خلکو د کارموندنې او نورو خواوو له مخې زیاته ګټه ورسېږي.

خو د منتقدینو نظر بیا برعکس دی. د افغانستان د روڼتیا د څار سازمان، چې له حکومتي اعلان څخه مخکې یې د دغو قراردادونو د لاسلیک افشاګري کړې وه؛ دا تړونونه د ملي ګټو، معادنو قانون او فساد ضد مبارزې خلاف ګڼي.

دې ادارې ویلي چې د معادنو د قانون له مخې د کابینې یو غړی حتی له دندې پنځه کاله وروسته هم د معدن د قراردادونو د اخیستو حق نه لري، خو د منصور نادري د استعفا یوازې څو میاشتې کېږي.

یاده اداره ټینګار کوي، چې د دغو معدنونو د څارنې لپاره نه یوازې امنیتي وضعیت مساعد نه دی؛ بلکې د معادنو وزارت د دې څارنې لازم ظرفیت هم نه لري.

د حکومت ناقانع کوونکی ځواب

د معادنو وزارت د دغو تورونو په غبرګون کې یوازې دومره ویلي چې د معدن پر سکتور ټولې ادعاوې سمې او پرځای نه دي.

له داسې ځواب سره څرګندېږي چې یاد شوی وزارت او په ټوله کې حکومت د دغو قراردادونو په تړاو قانع کوونکی ځواب نه لري؛ ځکه د مشخصو او معقولو دفاعي ټکیو د مطرح کولو پرځای پر عمومي ټکیو تمرکز کوي.

ځینې نورې پوښتنې

د معدن د دغو قراردادونو په اړه ولس له حکومت څخه ګڼې پوښتنې لرلی شي.

د بېلګې په ډول:

  • د دغو معدنونو قرارداد ولې د کابل پرځای په واشنګټن کې لاسلیک شو؟
  • د دغو لویو قراردادونو په اړه ولې د نورو داسې لویو پروژو برعکس او د خپل پخواني معمول خلاف حکومت دا مسئله زیاته رسنیزه او تبلیغ نه کړه؟
  • حکومت ولې د دغو قراردادونو د داوطلبۍ او د ګټونکو شرکتونو له شرایطو او نورو مسایلو څخه په وخت سره ملت ته معلومات ورنه کړل؟

او …

د حکومتولۍ د تصویر لا داغداره کېدل

د ملي یووالي حکومت د نورو برخو ترڅنګ د معدنونو په برخه کې هم له سختو تورونو سره مخ دی.

څو کاله مخکې د ولسمشر غني یوه نږدې سیاسي متحد او د معادنو او پېټرولیم وزارت وزیر ډاکټر داود سبا له دې كبله له خپلې دندې استعفا وکړه، چې ویل کېږي ځینو حکومتي چارواکو پرې مشخصو شرکتونو ته د قراردادونو د ورکړې لپاره فشارونه راوړل.

له هغې تر اوسه څو کاله کېږي چې د معادنو وزارت د یوه تر ټولو مهم وزارت په توګه لا هم وزیر نه لري او د یوې سرپرستې له لوري اداره کېږي.

پر حکومت د نورو نیوکو ترڅنګ دا تور هم شته چې د معادنو په برخه کې د شخصي او سیاسي ګټو له مخې چلند کوي؛ ځکه یې د اړوند وزارت پر ظرفیت لوړونې تمرکز نه دی کړی.

په ټوله کې د معدنونو مسئله د حکومت لپاره یوه حیثیتي موضوع ده، که حکومت غواړي چې له دې موضوع او ورسره تړلو ادعاوو څخه په اسانه خلاص شي، ضرور ده چې د فساد ضد او روڼتیا پالونکو ادارو ادعاوو او اندېښنو ته په مستند او مشخص ډول ځواب ووایي.

یوازې همدا ډول ځوابونه دي چې تور او سپین سره بېلولی او د حکومتولۍ داغداره شوی تصویر بېرته رغولای شي!

Share43Tweet1Share

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

کابل کې؛ مډال ګټونکي افغان ورزشکاران وستایل شول

جون 8, 2026

یونیسف: ښځینه روغتیاپالانې د ماشومانو د واکسیناسیون په بهیر کې مهم رول لري

جون 8, 2026

د هرات ـ مزارشریف؛ د اورګاډي پټلۍ پروژې د تمویل په اړه ګډه ناسته وشوه

جون 8, 2026

اوچا: لوکزامبورګ د افغانستان بشردوستانه صندوق سره ۳۰۰ زره یورو مرسته وکړه

جون 8, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In