د امريکا او طالبانو ترمنځ اتم پړاو خبرې اترې په دې وروستيو کې د قطر په پلازمينه دوحه کې پای ته ورسېدلې. د راپورونو له مخې، د يادو دواړو خواوو ترمنځ سوله ييز تړون ښايي خپور شي. افغان خبري رسنيو خبر ورکړی چې په راتلونکو څو اوونيو کې به د ناروې په پلازمينه اوسلو کې بين الافغاني خبرې پیل شي. د افغانستان کورنۍ او بهرنۍ ټولنې د یوه ښه سوله ييز تړون لاسليکېدو ته سترګې پر لار دي، خو د افغانستان په کورنيو عامه افکارو کې دا اندېښنه د ډېرېدو په حال کې ده چې افغانستان ښايي يو ځل بيا په داخلي جګړې کې ولويږي. څېړونکي دې ته اشاره کوي چې د سياسي بهير د نابرابرۍ له امله د افغانستان د ملي روغې جوړې بهير لا هم له زياتو ستونزو سره مخامخ دی او دوامدارو کښښونو ته اړتيا لري.
د افغانستان سياسي ډګر نه يوازې له اوسني حکومت او طالبانو څخه جوړ شوی، بلکې د پخوانيو مجاهدينو بېلا بېلې ډلې هم د هېواد مهم اغېز لرونکی ځواک دی او دوی د طالبانو هر عمل ته، په تيره بيا د امريکا او طالبانو ترمنځ خبروې اترې له نیږدې څاري او تعقيبوي يې. د افغانستان طلوع تلويزيون د اګست په ۱۶مه نېټه خبر ورکړ چې د مجاهدينو پخواني مشر محمد اسماعیل خان د امريکا او طالبانو ترمنځ د سوله ييزو خبرو اترو د نتيجې په اړه خپل شک څرګند کړ او خبرداری يې ورکړ چې که په راتلونکي کې د سولې يو ښه تړون رامنځته نه شي،افغانستان ښايي له نوې کورنۍ جګړې سره مخامخ شي. نوموړي د ښه سوله ييز تړون په اړه مشخص توضيحات نه دي ورکړي، خو پر دې يې ټينګار کړی چې په هېواد کې بل ستر ځواک هم شته او مليونه وسلې د هېواد په بېلا بېلو سيمو کې پاتې دي. د مجاهدينو يو بل پخواني مشر صالح محمد ريګستاني وويل، چې طالبان په زور د افغانستان د سولې په بهير او سياسي صحنه کې د ګډون په هڅه کې دي چې له امله يې له پټو خطرونو څخه د افغانانو د ډډه کولو لپاره د ده او د مجاهدينو د نورو مشرانو کوښښونه اغېزمن شوي دي.
د امريکا او طالبانو ترمنځ خبرې اترې هم د افغان حکومت له سختې ناخواښۍ سره مخامخ دي کوم چې په دې خبرو اترو کې برخه نه لري. د خبر له مخې، امريکا به له طالبانو سره موافقې ته له رسېدو وروسته سمدلاسه له افغان حکومت سره د نوي دوه اړخيز تړون لاسليکول ومومي، ولسمشر محمد اشرف غني د اګست په ۱۳مه نېټه د دفاع وزارت په يوه غونډه کې وويل، چې په راتلونکي کې به له طالبانو سره د خبرو اترو په لومړۍ ورځ کې يوه ګډه اعلاميه اعلان کړي چې له مخې به يې طالبان بايد افغان حکومت د ټولو افغانانو د استازندويه قانوني حکومت په توګه ومني. هغه زياته کړه چې په دې اعلاميه کې به د افغانستان دفاعي او امنيت ساتونکي ځواکونه له ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه د نړيوالو ځواکونو د قانوني ملګرو په توګه وپېژندل شي. هغه همدارنګه زياته کړه چې له امريکا سره د نوي تړون په لاسليک فکر نه کوو.
د چين د نړيوالو مسئلو څېړنيز انستيتيوت د مرستيالې څېړونکې لي چينګ يان په اند، د ولسمشر غني د ياد عمل موخه د خپلو ګټو او مقام ساتل دي، خو د طالبانو له خوا د يادو شرطونو د منلو امکان کم دی، ځکه دواړه خواوې د دريځونوپه اړه لوی توپير لري. نوموړې وويل، چې که امريکا له طالبانو سره موافقې ته ورسيږي، افغان حکومت به له هغه حالت سره مخامخ شي چې امريکا د نوي تړون له لارې به د امريکا او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو نتيجه په زور پر افغان حکومت ومني چې دا ښايي د ولسمشر غني د ياد غبرګون رښتينی سبب وي.
((ښه سوله ييز تړون)) البته نه يوازې يوه خوا راضي کولی شي، بلکې د افغانستان د زياتره کورنيو سياسي ډلو ګډون او د دوی له خوا منل کېدونکي محتويات لري. د بېجينګ پوهنتون د جنوبي آسيا څېړنيز مرکز د دايمي چارو مرستيال وانګ شو وويل، امريکا چې د افغان مسئلې جنجال رامنځته کوونکې ده، اړوند نړيوال مسئوليت دې پر غاړه واخلي او د امريکا او طالبانو ترمنځ تړون کې دې د افغانستان ټولنې خواوې شامل کړي او يو ټول شموله سوله ييز تړون دې وکړي. د افغانستان د روغې جوړې او بيا رغونې بهير بايد د افغانانو تر مشرۍ او حاکميت لاندې تر سره شي او د سيمه ييزو هېوادونو او نړيوالې ټولنې پراخ ملاتړ دې تر لاسه کړي. يادو موخو ته لا ډېره لار پاتې ده.