پنجشنبه, مارچ 12, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    کډوالو وزارت: د پاکستان له زندانونو ۲۱ افغان کډوال را خوشې شوي

    پکتیا کې د نیالګيو کینولو ملي کمپاین پیل شوی دی

    سره صلیب؛ ننګرهار کې له ۲زرو راستنو شویو کورنیو سره نغدي مرستې کړې

    ډبلیو ایچ او: د سیمې جګړو افغانستان ته د طبي مرستو بهیر ځنډولی دی

  • نړۍ

    رويټرز: ايران خبرداری ورکړی چې د یوه بیرل تېلو بيه ښايي تر ۲۰۰ ډالرو لوړه شي

    بقایي: پر ایران د اروپايي ټولنې نوي بندیزونه غیرمنطقي او غیرقانوني دي

    عراق کې د امریکا پر ډيپلوماټيک مرکز ډرون برید شوی

    فردریش مرتز: امریکا او اسراییل د ایران د جګړې پایته رسولو پلان نه لري

    سپاه پاسداران: د جګړې پای به موږ ټاکو، نه امریکا

    ټاس خبري آژانس: ټرمپ د ایران جګړه بایللې او ژر به یې پای اعلان کړي

    عراقچي: له امریکا سره نور زموږ خبرې اترې په اجنډا کې نشته

    ایران ټایمز: ټرمپ نیویارک ته ښاروال نه شوی ټاکلی؛ نو ایران ته به مشر څنګه وټاکي؟

    قطر د منځني ختیځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه کړې ده

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    کډوالو وزارت: د پاکستان له زندانونو ۲۱ افغان کډوال را خوشې شوي

    پکتیا کې د نیالګيو کینولو ملي کمپاین پیل شوی دی

    سره صلیب؛ ننګرهار کې له ۲زرو راستنو شویو کورنیو سره نغدي مرستې کړې

    ډبلیو ایچ او: د سیمې جګړو افغانستان ته د طبي مرستو بهیر ځنډولی دی

  • نړۍ

    رويټرز: ايران خبرداری ورکړی چې د یوه بیرل تېلو بيه ښايي تر ۲۰۰ ډالرو لوړه شي

    بقایي: پر ایران د اروپايي ټولنې نوي بندیزونه غیرمنطقي او غیرقانوني دي

    عراق کې د امریکا پر ډيپلوماټيک مرکز ډرون برید شوی

    فردریش مرتز: امریکا او اسراییل د ایران د جګړې پایته رسولو پلان نه لري

    سپاه پاسداران: د جګړې پای به موږ ټاکو، نه امریکا

    ټاس خبري آژانس: ټرمپ د ایران جګړه بایللې او ژر به یې پای اعلان کړي

    عراقچي: له امریکا سره نور زموږ خبرې اترې په اجنډا کې نشته

    ایران ټایمز: ټرمپ نیویارک ته ښاروال نه شوی ټاکلی؛ نو ایران ته به مشر څنګه وټاکي؟

    قطر د منځني ختیځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه کړې ده

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه لیکنې

د کانونو په سکټور کې شته ستونزې او حللارې

لیکنه: د ستراتیژیکو او سیمه ییزو څېړنو مرکز

اکتوبر 2, 2019
in لیکنې
0 0

کانونه د طبعي سرچينو هغه برخه ده چې تر ځمکې لاندې پټه او ډېر اقتصادي ارزښت لري. افغانستان ۲۴ ډوله بېلابېل کانونه لري او د ناسپړل شويو طبیعي زېرمو له کبله د نړۍ له بډايو هېوادونو څخه ګڼل کيږي. د افغانستان د طبیعي منابعو بډایه زېرمې د هېواد راتلونکي اقتصاد لپاره د هیلو یوه څرګنده نښه ده. پر کانونو ولاړ اقتصاد په افغانستان کې د بومي اقتصاد رغولو لپاره یوه محدوده ټاکنه شمېرل کیږي. پر همدې بنسټ، سیاسي بې‌ثباتي، ناامني، د یوه واضح قانوني چوکاټ نشتوالی، اداره او د پالیسیو مدیریت، د اساسي زېربناوو نشتوالی او له ګاونډیو هېوادونو سره د لېږد رالېږد هوکړه‌لیکونو، په هېواد کې د کانونو سکټور د پرمختګ مخه نیولې ده. خو د افغانانو د کانونو سکټور طبیعي زېرمې اوس هم په هېواد پورې د تړلي اقتصاد لپاره د یوه بدیل او امتیاز په توګه شمېرل کیږي.

د ۲۰۱۸ ز کال په اکټوبر میاشت کې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د څارنې او ګډې خپلواکې کمېټې د کانونو په برخه کې د پراخ  فساد د شتون په اړه  د ارزونې راپور خپور کړ. نو له همدې امله مو په دغه تحلیل کې: کانونو ته ځغلنده کتنه، د مېک سپارښتنې، د سپارښتنو ارزونه، په دې سکټور کې ولې فساد زیات دی او د حل لارې یې څه دي، خبرې کړې دي.

د افغانستان کانونه او تر ځمکې لاندې زیرمې

د افغانستان د طبيعي منابعو ارزښت څه باندې دری ټرېليون امريکايي ډالره اټکل شوی دی، خو په شلمه او يوويشتمه پېړۍ کې دغو منابعو ته په بريالي ډول پراختيا نه ده ورکړل شوې. دا چې د افغانستان طبيعي منابع له اټکلي حالته بهر او پر تثبيت شوو زېرمو ډلبندي شوي، په دې برخه کې ځينې څېړنې  شوې دي. دغه څېړنې ښيي چې افغانستان د فلزاتو، صنعتي منرالونو او ودانيزو توکو پراخې سرچینې لري، د اوسپنې، مسو، المونيم، قلعي، سُرب او جستو، سرو زرو، سپينو زرو، موليبدنوم، سلفر، شوکاڼي، ګچ ډبرو، کرومايټ او داسې نور کانونه په کې شامل دي.

د اټکل شوو شمېرو له مخې، د افغانستان د نورو زياتو منرالونو په منځ کې د اټکل په ډول ۲.۲ ميليارده کاني ډبرې، ۱.۳ ميليارد مټريک ټنه مرمر ډبرې، دېرش ميليونه مټريک ټنه مس، ۱.۴ مټريک ټنه خاورين نادر منرالونه او ۲۷۰۰ کيلوګرامه سره زر شامل دي، چې د منرالونو په لومړنيو څېړنو کې ۲۴ د پام وړ سيمې تثبيت شوې دي. د کانونو او پټروليم وزارت يادونه کړې ده چې يادې سيمې په ډېره کچه توکي لري چې د پانګونې پر وړاندې احتمالي خطرونه يې را کم کړي او داسې سيمې دي چې بايد په لومړي ګام کې داوطلبۍ ته وړاندې شي.

د کانونو د استخراج ستونزې

د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د څارنې او ارزونې ګډې خپلواکې کمېټې په راپور کې د کانونو او د کانونو- پټرولیم وزارت  په برخه کې د فساد د شتون یادونه کړې، چې زیانمنې برخې یې عبارت دي له: د کاني زېرمو ناقانونه کېندنو او له اجازې پرته د بېلابېلو حکومتي ادارو له‌خوا د عوایدو راټولول، دغه راز د کانونو او پټرولیم وزارت د ګومارنې په پروسه کې سیاسي یا نورې غیر مناسبې مداخلې چې خپلوۍ پالنې او واسطه بازۍ ته لاره  هواروي، چې د ګومارنې په تړاو پرېکړې اغېزمنوي،  د وزارت د کمزوري مدیریت او ظرفیت په برخه کې ستونزې، د قراردادونو د ورکړې پر ناڅرګندې، اوږدې او کمزورې پروسې او د استخراج د معلوماتو د راټولولو په برخه کې شته ستونزې، په حکومتي پروسو کې د څارنې نشتوالی، د باکیفیته داخلي تفتیش نشتوالی، د قرارداد په مذاکراتو کې د نه شفافیت او جوړجاړي، د استخراجي صنعت د اغېزناک نظارت لپاره خلکو ته د محدودیت فرصت او د غیر مناسب تفتیش مخنیوی او مجازاتو په برخو کې شته ستونزې هغه څه دي چې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د څارنې او ارزونې ګډې خپلواکې کمېټې په یاد وزارت او د کانونو په برخه کې یادې کړې دي، چې د دې ستونزو د حل په موخه یادې ادارې ۱۶ سپارښتنې په دې برخه کې صادرې کړې هم دي. دغو عمومي سپارښتنو ته د مېک له لوري د ځيرکانه ازمایښت (  smart – testing)  پر بنسټ، په ۱۹۱ تفصیلي سپارښتنو کې پراختیا ورکړل شوه، دوی ته تر ۲۴ میاشتو پورې وخت ورکړل شو چې په دې برخه کې کوټلي ګامونه واخلي.

اصلاحات او عملي شوې سپارښتنې

د کانونو او پټرولیم وزارت له لورې د ۱۹۱ سپارښتنو له جملې څخه په تېرو څو  میاشتو کې یوازې پر ۲۷ سپارښتنو باندې کار شوی، چې له دې جملې څخه یې ځينې عملي شوې او ځينې یې د عملي کېدو په حال کې دي. هغه برخې چې هغه عملي شوې دي عبارت دي له: د کانونو په برخه کې د نوي قانون توشېح، د کانونو د کیندنو په اړه د طرحې جوړول، له اړوندو ادارو سره د عوایدو د راټولولو په برخه کې د همکارۍ د زیاتوالي په موخه د لنډمهاله او اوږدمهاله پلانونو جوړول، د کانونو د قراردادونو په برخه کې د شفاف والي، زیاتوالي او په وزارت کې د ګومارنې په برخه کې پاکوالی، د مېک ادارې خوښي ښودلې چې یاد وزارت په تېرو څو میاشتو کې د ورکړل شویو سپارښتنو له جملې څخه ۱۴ سلنه یې عملي کړې دي، چې په عملي شویو برخو کې د کانونو د نوي قانون جوړول هغه څه دي چې د دې قانون په اساس په اسانۍ سره کېدلای شي، چې پاتې ۱۶۴ سپارښتنې هم په خپل وخت عملي شي.

موریثو مدیناسلي، د فساد پر وړاندې د مبارزې او ارزونې خپلواکې ګډې کمېټې  نړېوال مشاور دی، هغه وایي چې: «د کانونو په برخه کې جوړ شوی قانون د سیمې په سطحه د خاص اهمیت درلودونکی قانون دی، چې د دې قانون په اساس به د کانونو د قرار دادونو د ورکړې او تطبیق په برخه کې پوره شفاف‌والی رامنځته کړي او هر څوک به وکولای شي چې د قراردادونو د لاسته راوړلو لپاره په پروسه کې برخه واخلي او د یاد قانون په اساس حکومت، نړیواله ټولنه او مدني ټولنې کولای شي چې د قرار دادونو د ورکړې او د کانونو له ایستلو نه څارنه وکړي چې دا ډول قانون  د آسیا په سطحه بې ساری دی.

په کانونو کې فساد ولې زیات دی؟

مافیا او زورواکي؛ د افغانستان د روڼتیا څار ادارې د اجرایوي مشر د معلوماتو له مخې، د ملي شورا تقریباً ۵۰ غړو په حدودو کې له کانونو څخه په ناوړه استفادې تورن دي. همدا راز دا مهال غیرقانوني کیندنې د غیر مسوولو وسله‌والو له‌خوا هم په لویه پیمانه تر سره کېږي.

کمه څارنه؛ د افغانستان د روڼتیا څار ادارې (د هیلو لوټماران) راپور له مخې، چې د افغانستان د کانونو په اړه دی، د کانونو او پټرولیم وزارت یوازې تش په نوم قرارداد کوي او بیا وروسته هېڅ نظارت نه پرې کوي، چې له کبله يې افغانستان ته هر کال په میلیاردونو افغانۍ تاوان اوړي چې د نوي قانون له توشېح سره به یاده ستونزه ډېره کمه شي.

ناسم مدیریت؛ د سیګار د راپورونو له مخې، د کانونو په وزارت کې چې امریکا ۱۱ پروژې پلې کړې، ډېریو یې خپلې هغه موخې نه دي تر لاسه کړې، چې پورته یې یادونه وشوه. که چېرې د کانونو وزارت په سمه توګه د دغو پروژو مدیریت کړی وای، نو فساد به خپله کم شوی وای. همدا راز د کانونو په برخه کې افغان دولت هم سم مدیریت نه دی کړی، همدا لامل دی چې په هېواد کې اوس‌مهال تقریباً ۱۴۰۰ کانونه په غيرقانوني ډول کيندل کېږي، چې په دغو کې ۷۱۰ یوازې د کابل ولایت په شاوخوا سیمو کې دي.

د فساد د مخنيوي لارې چارې

په کانونو او پټرولیم وزارت کې د شته فساد کچه د لاندې ګامونو په اوچتولو سره راکوزېدلی شي:

د کانونو او پټرولیم وزارت باید د کانونو نوی قانون پلی کړي او د قراردادونو د ورکړې په برخه کې د شته فساد مخه ونیسي.

د هغو کانونو په اړه چې حکومت پخوا پرېکړه کړې وه، چې جواز به یې ولایتي ادارې ورکوي، باید بېرته مرکزي شي، څو د ځايي زورواکو او مافیايي کړیو اغېز پرې کم شي.

د کانونو د قراردادونو د ورکړې سیسټم باید رقابتي او پرانیستی وي، څو هر څوک پوه شي چې دوی په کومو معیارونو قرارداد تر لاسه کولی شي او د کومو عواملو له کبله قرارداد له لاسه ورکوي.

ټول هغه قراردادونه چې د کانونو وزارت یی تر سره کوي، باید د عامه پوهاوي په موخه د رسنیو له لارې خپاره کړای شي، که څه هم د کانونو او پټرولیم وزارت تر اوسه ۴۰۰ قراردادونه پرلیکه کړي؛ خو بیا هم ډېری قراردادونه پکې نشته. د ځینو قراردادونو مهمې برخې حذف شوې او هغه قراردادونه چې د امریکا دفاع وزارت TFBSO پکې ښکېل دی، تر اوسه نه دي پرلیکه شوي.

اخري خبره دا چی تېرې ۱۸ کلنې جګړې د هېواد پر بېلابېلو برخو وېجاړوونکي اغېرې درلودې، چې د کانونو په برخه کې یې هم خپلې اغېزې درلودې، نو له همدې امله تر هغه وخته پورې چې په افغانستان کې تل پاتې سوله رانه شي، موږ به د همداسې ستونزو سره لاس او ګرېوان وو.

Share10Tweet1Share

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

کډوالو وزارت: د پاکستان له زندانونو ۲۱ افغان کډوال را خوشې شوي

مارچ 12, 2026

رويټرز: ايران خبرداری ورکړی چې د یوه بیرل تېلو بيه ښايي تر ۲۰۰ ډالرو لوړه شي

مارچ 12, 2026

پکتیا کې د نیالګيو کینولو ملي کمپاین پیل شوی دی

مارچ 12, 2026

سره صلیب؛ ننګرهار کې له ۲زرو راستنو شویو کورنیو سره نغدي مرستې کړې

مارچ 12, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In