کله چې په افغانستان کې د داعش حضور مخ په زیاتېدو شو او په ۲۰۱۴ ز کال کې د بهرنیانو حضور په افغانستان کې کم شو، نو ورسره د افغانستان پر لور د مسکو پاملرنه هم مخ په زیاتېدو شوه، چې ورسره هممهاله له طالبانو سره د اړیکو له درلودو هم پرده پورته شوله. امریکایي او افغان چارواکو ادعا وکړه چې روسیه له طالبانو سره نظامي مرستې کوي او د داعش ډلې شمېر هم په دې خاطر زیات ښیي، څو دوی ته له طالبانو سره د هر ډول مرستې لپاره بهانه جوړه شي. روسيه دا ردوي چې له وسله والو طالبانو سره مرسته کوي، خو مني چې له هغو سره اړیکې لري. له دې هم سترګې نه شي پټېدای چې په تېرو څلورو کلونو کې د طالبانو او روسانو تر منځ اړيکې د بل هر وخت په پرتله ډېرې وغوړېدې. په ځانګړې توګه، تر هغه وروسته کله چې د ۲۰۱۵ ز کال د جنوري په مياشت کې په افغانستان کې د داعش د “خراسان” په نوم ډله جوړه شوه. همدارنګه د افغان سولې په پروسه کې یې هم خپل رول ادا کړ، روان میلادي کال (۲۰۱۹م) د دوه بین الافغاني غونډو کوربه وه، د یادولو وړ ده چې مسکو د افغان سولې د پروسې په اړه څو ځلې د دری اړخیزو، څلور اړخیزو او شپږ اړخیزو ناستو کوربه هم پاتې شوی و، چې اخري څلور اړخیزه ناسته د روان لمریز کال (۱۳۹۸) د عقرب میاشتې په درېیمه نېټه تر سره شوه.
د کرزي په دوره کې د افغان- روس اړیکې
کله چې امریکا پر افغانستان یرغل وکړ، روسیې یې هرکلی وکړ؛ ځکه د طالبانو د امارت پر مهال افغانستان نه یوازې دا چې چیچنيایان په رسمیت پېژندلي وو، بلکې د خپل امارت په وخت کې یې په کابل کې د چیچنیا د سفارت پرانیستلو ته هم اجازه ورکړه. همدا لامل و چې له کابل څخه د طالبانو د وتلو پر مهال د روسیې ځینې ډیپلوماتان کابل ته راغلل او په کابل کې یې د ۲۰۰۱ ز کال د ډسمبر په ۲۸مه خپل سفارت پرانیست. د امریکا په راتګ سره په لومړي کال کې د روسیې او افغانستان ترمنځ د جګپوړو چارواکو سفرونه تبادله شول او هماغه مهال په افغانستان کې د روسیې لېوالتیا زیاته شوه؛ ځکه د افغانستان په لنډمهالي حکومت کې ډېری هغه څېرې وې، چې پخوا د شمالي ټلوالې غړي وو او له مسکو سره یې ښې اړیکې لرلې. له همدې کبله د ۲۰۰۲ ز کال د فبرورۍ په څلورمه د روسیې د بهرنیو چارو وزیر کابل ته راغی او حامد کرزي ته یې مسکو ته د ورتګ بلنه ورکړه. د فبرورۍ په ۱۲مه مارشال محمد قسیم فهیم مسکو ته ولاړ، هلته یې افغان اردو ته د وسلو رانیولو په تړاو خبرې وکړې؛ د فبرورۍ په ۲۸مه د افغانستان د کورنیو چارو وزیر یونس قانوني هم مسکو ته ولاړ. وروسته حامد کرزی هم د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر په بلنه، دوه ځله مسکو ته ولاړ. په ۲۰۰۵ ز کال کې روسیې افغانستان ته د ۳۰ میلیونو ډالرو په ارزښت نظامي تجهیزات او چورلکې ورکړې. کله چې د حامد کرزي د لومړۍ دورې په وروستیو کې د کابل- واشنګټن اړیکې د خرابېدلو پر لور ولاړې، په ۲۰۰۸ ز کال کې په امریکا کې اوباما ولسمشریزې ټاکنې وګټلې او د افغانستان د ۲۰۰۹ ز کال د ولسمشریزو ټاکنو پر مهال، امریکا د افغانستان په ټاکنو کې لاسوهنه وکړه او هماغه وو چې د حامد کرزي اړیکې له امریکا سره خرابې شوې. د دې ترڅنګ، په ۲۰۰۸ ز کال کې د امریکا او روسیې اړیکې هم د جورجیا له کبله خرابې شوې وې؛ ځکه هغه مهال روسیې د امریکا پر یوه ملګري (جورجیا) نظامي یرغل وکړ او هلته یې د امریکا ګټې وننګولې. د امریکا- افغانستان اړیکو او د امریکا- روسیې اړیکو له خرابېدو سره افغان- روس اړیکې د ښه کېدو په لور شوې او مسکو د افغانستان له ۱۲ میلیاردو ډالر پور څخه، ۱۱.۱ میلیارده ډالر معاف کړل. وروسته یې په ۲۰۱۰ ز کال کې پاتې ۸۹۱ میلیون ډالره پور هم معاف کړ. په ۲۰۱۰ ز کال کې روسیې د افغانستان ملي اردو ته شل زره کلاشینکوفونه ورکړل، ۲۵۰ پولیس یې وروزل، د نغلو بند بیارغونه یې پيل کړه او په ۲۰۱۱ ز کال کې خپله حامد کرزی مسکو ته په خپل درېیم رسمي سفر ولاړ. د دې تر څنګ، له ۲۰۰۸ ز کال راهیسې د افغان- روس خپلمنځي تجارت هم کال په کال زیات شو. په ۲۰۰۸ ز کال کې دوه اړخیزه سوداګري ۲۰۰ میلیون ډالره وه، په ۲۰۱۰ ز کال کې ۵۷۱.۳ میلیونه ډالره شوه او په ۲۰۱۳ ز کال کې یو میلیارد ډالرو ته ورسېده.
د ملي یووالي حکومت په دوره کې د افغان- روس اړیکې
کله چې په افغانستان کې د ملي یووالي حکومت رامنځته شو؛ روسیې الکساندر منتسکي افغانستان ته د خپل نوي سفیر په توګه راولېږه. نوموړی مخکې د روسیې په بهرنیو چارو وزارت کې ډيپلومات او وروسته په هند، پاکستان او نیپال کې سفیر پاتې شوی و. همدا راز په دې دوره کې هم د روسي چارواکو راتګ افغانستان ته زیات و. د ملي یووالي حکومت په راتلو سره روسانو وضعیت ته په کتو سره، ورو ورو ګامونه پورته کول، هغه دوه موضوعات چې روسانو ته مهم وو، یو د امریکایانو په ۲۰۱۴ ز کال کې وتل وو او بل د ۲۰۱۵ ز کال په جنوري په مياشت کې په افغانستان کې د داعش د “خراسان” په نامه د ډلې د شتون اعلان و. دوی له افغان حکومت او طالبانو سره د اړیکو په اړه له سر غور وکړ. د امریکایانو د وتلو له اعلان سره نه یوازې دا چې د دوی لېوالتیا زیاته شوه، بلکې د دوی اندېښنې یې هم زیاتې شوې. له یوې خوا دوی خوښ وو چې له سیمې او افغانستان څخه امریکایان ووځي؛ خو له بلې خوا بیا په افغانستان کې د ځواک د تشې له راتګ سره دوی له دې هم وېره درلوده، چې هسې نه افغانستان د بېثباتۍ او ناامنیو پر لور ولاړ شي او په وروستي قدم کې به منځنۍ آسیا او خپله روسیه هم اغېزمنه کړي. له همدې امله دوی د امریکایانو له دغه اعلان سره له افغان حکومت سره خپلې نظامي مرستې زیاتې کړلې او د داعش د حضور له پراخېدو سره چې تر شا یې د امریکا لاس لرل یادول، له مجبورۍ یې له خپل پخواني دښمن یانې طالبانو سره اړیکې ښې کړې. د افغانستان لپاره د روسيې ولسمشر، ځانګړي استازي ضمير کابلوف د ۲۰۱۵ ز کال په ډسمبر کې په ډاګه کړه چې د داعش پر ضد جګړه کې “د طالبانو ګټې په عيني ډول زموږ له هغو سره سمون لري” او بل له طالبانو سره په دې نيت اړیکه لرو، څو دوی له افغان حکومت سره د سولې خبرو کې ګډون ته وهڅوو.
په افغان سولې پروسه کې د روسانو لېوالتیا
کله چې امریکا پر افغانستان باندې برید وکړ، روسانو یې هرکلی وکړ. د عواملو په اړه مو پورته بحث کړی، خو اوس رښتیا هم روسیه په افغانستان کې واقعي سولې ته د رسېدو په پار هڅې کوي، چې کېدای شي لاندې دلایل یې په اړه قانع کوونکی ځواب و اوسي:
په دې اخرو کې د امریکا جمهور رییس ټرمپ اعلان وکړ، چې د امریکا په تاریخ کې اوږده جګړه د افغانستان جګړه ده او غواړم چې دا اوږده جګړه ختمه کړم. ټرمپ وویل، خپل ټول سرتيري له افغانستان څخه وباسم. د همدې په خاطر یې له طالبانو سره نهه پړاوه خبرې هم تر سره کړې، چې وروسته د ځینو ستونزو له امله ناکامې شوې؛ خو ټرمپ اوس هم ټینګار کوي چې په افغانستان کې جګړه ختموم، نو له همدې امله روسان د ټرمپ له دې خبرو، نه یوازې دا چې خوښ ښکاري، بلکې د دوی اندېښنې یې هم زیاتې کړې دي. له یوې خوا دوی خوښ دي چې له سیمې او افغانستان څخه امریکایان ووځي؛ خو له بلې خوا بیا په افغانستان کې د ځواک د تشې له راتګ سره دوی له دې هم وېره لري، چې هسې نه افغانستان د بېثباتۍ او ناامنیو پر لور ولاړ شي او په وروستي قدم کې به منځنۍ آسیا او خپله روسیه هم اغېزمنه کړي. له همدې امله دوی د ټرمپ له دې خبرو سره جوخت په افغانستان کې د سولې هڅې تېزې کړې، چې په روان میلادي کال کې د دوه بین الافغاني ناستو کوربه وو. همدارنګه د دری اړخیزو، څلور اړخیزو او شپږ اړخیزو ناستو کوربتوب یې هم کړی. بل عامل یې چې دوی په افغانستان کې واقعي سولې ته د رسېدو په پار هڅې کوي، هغه په افغانستان کې د داعش ډلې د شتون خبره ده. په دې تړاو د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین، د بهرنیو چارو وزیر لاوروف، په کابل کې د روسیې سفیر او د افغانستان او پاکستان لپاره د روسیې تر ځانګړي استازي کابلوف پورې ټولو لوړپوړو چارواکو خپلې اندېښنې څرګندې کړې دي. د نشهيي توکو قاچاق او په روسیه کې یې زیاتېدونکي روږدي کسان هغه بله اندېښنه ده، چې په افغانستان کې یې د روسانو لېوالتیا په افغان سولې پروسه کې زیاته کړې ده. د ملګرو ملتونو د یوې سرچینې له مخې، روسیه تقریباً د ټولې اروپا د تقاضا په کچه د اپیمو او مخدره موادو روږدي کسان لري (روسیه ۷۰ ټنه او اروپايي اتحادیه ۸۸ ټنه مخدره مواد استعمالوي) او هر کال تقریباً تر یو لکو پورې پر مخدره موادو روږدي کسان پکې مړه کېږي، چې له دېرشو زرو څخه تر څلوېښتو زرو پورې یوازې روسان دي. د روسانو په اند، روسیې ته د مخدره موادو قاچاق تر ډېره له افغانستان څخه کېږي؛ ځکه افغانستان اوس هم د نړۍ ۹۰ سلنه د نشهيي توکو تقاضا برابروي. بل عامل دا هم کېدای شي، چې په شمال کې ورځ تر بلې زیاتېدونکې ناامنۍ؛ په کندوز، فاریاب، بدخشان او تخار کې د وسلهوالو مخالفینو زياتېدونکي عملیات، د روسیې د جګپوړو چارواکو ژورې اندېښنې راپارولې دي. له همدې امله په دې اړه روسي چارواکیو څرګندونې هم کړې دي. روسیه له دې وېره لري چې هسې نه د دغو ناامنیو لړۍ مسکو ته هم وغځېږي. پورتني هغه عوامل دي چې د روسانو لېوالتیا یې د افغان سولې په پروسه کې زیاته کړې ده. د تېرې جمعې ورځې څلور اړخیزه ناسته، چې د مسکو په کوربتوب تر سره شوه او د امریکایانو او طالبانو د مذاکراتو پر بیا پیل کېدو ټینګار پهکې شوی دی.
د روسیې په نوښت تر سره شوې ناستې
لومړۍ بینالافغاني ناسته: د ۱۳۹۷ لمریز کال د سلواغې په ۱۶مه او ۱۷مه د روسیې په پلازمېنه مسکو کې د طالبانو او ځینو افغان سیاسیونو، جهادي رهبرانو او پخوانیو حکومتي چارواکو ترمنځ د افغان سولې په تړاو دوهورځنۍ ناسته وشوه او په پای کې يې د ګډونوالو لهخوا ګډه اعلاميه هم خپره شوه. د مسکو په دوه ورځنۍ ناسته کې پخواني ولسمشر حامد کرزي، محمد حنیف اتمر، محمد یونس قانوني، ملا عبدالسلام ضعیف، محمد اسمعیل خان، وکیل احمد متوکل، محمد محقق، عطا محمد نور او نورو ډېرو مطرح سیاستوالو قومي او دیني مشرانو، د عباس ستانکزي په مشرۍ له طالب استازو سره ناسته وکړه. یاده غونډه د ګډ پرېکړه لیک په خپرولو سره پای ته ورسېده. په دغه پرېکړه لیک کې ذکر شوي وو، چې: «ګډونوال پر دې باور دي، چې د بینالافغاني خبرو په پایله کې په افغانستان کې تلپاتې او با عزته سوله شونې ده». او د بین الافغاني خبرو پر دوام یې ټینګار وکړ. هغه وخت په قطر کې د امریکا- طالبانو خبرو هم دوام درلود او له هغه یې هم ملاتړ اعلان کړ. دوی وویل: «د سولې د ټینګښت په صورت کې به د افغانستان دفاعي او نور ملي بنسټونه خوندي او اصلاحات به پکې راوستل کېږي. په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره د سیمهییزو او سترو نړیوالو هېوادونو همکاري او ملاتړ اړین بلل کېږي. د نظام په ټولو امورو کې د اسلام له اساساتو پیروي، افغانستان د ټولو ګډ کور بلل، د قوي او ټول شموله مرکزي اسلامي حکومت پر خوندیتوب ټینګار، د ملي یووالي او عدالت تامینول، په سیمهییزو او نړیوالو منازعو کې د افغانستان بېطرفي، له هېواده د بهرنیو قواوو بشپړ وتل، په افغانستان کې د نورو هېوادونو پر نه لاسوهنې او ګواښونو ټینګار، له افغانستانه نړیوالې ټولنې ته د ګواښ نه متوجه کېدو ډاډ، له اسلامي اصولو سره سم د بیان آزادي، تعلیم، سیاسي، اقتصادي او ټولنیز فعالیتونه. د هېواد د بیارغولو او پراختیا لپاره د نړیوالو مرستو جلبول، د باور جوړونې په موخه د سپین ږیرو، ناروغو او همدارنګه هغو بندیانو را خوشي کولو لپاره هڅې، چې د بند موده یې پوره شوې يا کمه پاتې ده. دغه راز د ملګرو ملتونو سازمان له تور لېست څخه د طالب مشرانو د نومونو ایستل او د قطر په دوحه کې په رسمي توګه د دفتر پرانیستل. د قطر په پلازمېنه دوحه کې په نږدې راتلونکي کې د بینالافغاني تفاهم بله ناسته جوړول.» چې یاده ناسته هم جوړه شوه.
دویمه بین الافغاني ناسته: د ۱۳۹۸ لمریز کال د جوزا په اتمه او نهمه د روسیې په پلازمېنه مسکو کې د روسیې او افغانستان د سل کلنو ډيپلوماټیکو اړیکو د جوړه شوې غونډې په څنډه کې؛ دا بین الافغاني ناسته هم تر سره شوه. یادې غونډې دوې ورځې دوام وکړ. په یاده ناسته کې طالبانو او ځینو افغان سیاستوالو، جهادي رهبرانو او پخوانیو حکومتي چارواکو برخه لرله. په یاده غونډه کې د طالبانو مشري ملا عبدالغني برادر کوله او په پای کې يې د ګډونوالو لهخوا ګډه اعلاميه هم خپره شوه. په اعلامیه کې پر دغو ذکر شویو نقطو بحث شوی و: «د بهرنیانو په وتلو، اوربند، ځمکنۍ پشپړتیا، د ښځو حقوق، د نړیوالو او سیمهییزو هېوادونو د مداخلې د لاسونو لنډول» او ورته مسائل مطرح شوي وو. دواړو لوریو د یو بل منل، زغم او د داسې غونډو په دوام یې ټینګار کړی و.
د دری اړخیزو ناستو کوربتوب: د ۱۳۹۷ لمریز کال د جدۍ میاشتې په ۱۹مه نېټه د روسیې په پلازمېنه «مسکو» کې د افغان سولې په تړاو دری اړخیزه (چین، پاکستان او روسیه) ناسته تر سره شوه. په دې ناسته کې د افغانستان پر اوسني سیاسي وضعیت بحث شوی و او تر څنګ یې ټينګار شوی و، چې د طالب مشرانو نومونه له تور لېست څخه وایستل شي، څو دوی وکولای شي په غونډو کې ګډون وکړي او د افغان کشالې د حل لپاره یې پر بین الافغاني خبرو ټینګار کړی و. د یادولو وړ ده چې تر اوسه پورې دوه دری اړخیزې ناستې د مسکو په کوربتوب تر سره شوې دي.
د شپږ اړخیزو ناستو کوربتوب: د ۱۳۹۵ لمریز کال د سلواغې میاشتې په ۲۶مه؛ د افغانستان، پاکستان، روسیې، هند، ایران او چین هېوادونو استازي په مسکو کې سره راغونډ شوي وو، څو په افغانستان کې د سولې په اړه سره سلامشورې وکړي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ستراتېژیکو اړیکو د څېړنې د مرکز رییس ویلي وو، چې دغه ډول ناستې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره د سیمې هېوادونو د همپالنې، همغږۍ او ګډو هڅو د تر سره کېدو لپاره ګټورې دي. د یادې غونډې ګډونوالو په افغانستان کې یوې تل پاتې سولې ته د رسېدو په موخه، پر بین الافغاني خبرو ټینګار کړی و او له ټولو لوریو یې غوښتنه کړې وه چې تاوتریخوالی کم کړي، څو مخامخ خبرو اترو ته لار پرانیستل شي. تر اوسه پورې د مسکو په کوربتوب دری شپږ اړخیزې غونډې جوړې شوې دي.
په روسیه کې څلور اړخیزې ناستې ته کتنه
د روان لمریز کال د عقرب میاشتې په ۳مه نېټه په مسکو کې د افغان سولې په تړاو دویمه څلور اړخیزه ناسته وشوه. د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد، د افغانستان لپاره د چین استازی ډنګ ژیان، د روسیې استازی ضمیر کابلوف او د پاکستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر محمد اعجاز د دې ناستې ګډونوال وو. د دې ناستې په ګډه پای بیانیه کې د افغان جګړې له ټولو اړخونو غوښتل شوي، چې سملاسي د تاوتریخوالي کچې له کمولو سره د سولې خبرو ته لار برابره کړي. د دې هېوادونو استازو د افغانانو خپلمنځي خبرو کې د اوربند تمه ښودلې ده. په بیانیه کې پر طالبانو او افغان حکومت غږ شوی، چې د خپلمنځي خبرو په پیل کې د باور فضا جوړولو لپاره دې د پام وړ شمېر بندیان دواړه لوري خوشي کړي. همدارنګه دوی له افغان حکومت او طالبانو غوښتي چې د القاعدې، داعش او ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ په څېر ډلو ته اجازه ور نه کړي، چې له افغانستانه د نورو هېوادونو امنیت وګواښي. د دې ناستې ګډونوالو د افغانانو راتلونکو خپلمنځي خبرو د کوربتوب له امله د چین هرکلی وکړ او په افغان سوله کې د چین له صادقانه رول څخه یې مننه کړې. ټاکل شوې یاده ناسته په راتلونکو څو ورځو کې جوړه شي. ټاکل شوې چې په دې ناسته کې به د طالبانو په ګډون، افغان سیاسي مشرانو چې مشري به یې پخوانی جمهور رییس حامد کرزی کوي، ګډون وکړي. همدارنګه افغان حکومت هم ویلي چې د هغو کسانو نوملړ چې په یاده ناسته کې به ګډون وکړي، ډېر ژر د چین له حکومت سره شریک کړي.
پایله
کله چې امریکا پر افغانستان باندې برید وکړ، روسیې یې هرکلی وکړ. دا وخت د کابل او مسکو اړیکې د سیمې له وضعیت سره تړلې د بدلېدو په حال کې وې. په ۲۰۰۱ ز کال کې د کابل او مسکو اړيکې ګرمې شوې، د لوړ رتبه چارواکو سفرونه تر سره شول، پر افغانستان باندې د روسیې قرضونه چې وو، هغه وبښل شول، په نظامي برخه کې یې له افغان حکومت سره همکاري پیل کړه، خو کله چې د کرزي او امریکا اړیکې خرابې شوې او د روسیې او امریکا اړیکې د جورجیا پر قضیه خړې شوې؛ د افغان حکومت او روسیې اړیکې د بل هر وخت په پرتله سره ګرمې شولې. خو په ۲۰۱۴ ز کال کې د بهرنیانو د حضور کمېدلو او په افغانستان کې د داعش له پیدا کېدو سره روسیه اندېښمنه شوله. دوی داسې وپتېیله چې وضعیت ته په کتو سره هم له افغان حکومت سره اړیکې باید وپالي او هم له طالبانو سره. که چېرې امریکا له افغانستانه وځي چې دلته بیا د نظام تشه رامنځته نه شي، نو ځکه یې له افغان حکومت سره نظامي مرستې وکړې او د داعش د مقابلې لپاره یې خپل دیرینه دښمن ته د هر اړخیزې همکارۍ لاس ور اوږد کړ. له ۲۰۱۴ ز کال وروسته روسیې د افغان کشالې د حل په موخه خپلې هڅې پیل کړې دي، د دری اړخیزو، څلور اړخیزو، شپږ اړخیزو او بین الافغاني ناستو کوربتوب یې کړی. دا چې روسیه په خپلو هڅو کې صادقه ده او که نه؛ دا به وخت ځواب ووایي، خو اوس شرایطو ته په کتو سره ویلی شو چې باثباته افغانستان د همسایه، سیمې او نړۍ د هېوادونو په ګټه دی، چې دا وضعیت روسانو درک کړی، نو ځکه په افغانستان کې د تل پاتې سولې راتلو لپاره هلې ځلې کوي.