د خوړو خوندیتوب نړیوالې ډلبندۍ ادارې په خپل وروستي راپور کې کښلي، چې په افغانستان کې عام وګړي د خوړو خوندیتوب له سختو ننګونو او ګواښونو سره مخ دي. د دې اونۍ په تحلیل کې په افغانستان کې د بې وزلۍ کچې او په ځانګړې توګه د خوړو خوندیتوب په برخه کې پر شته او راتلونکو ګواښونو او د افغان دولت او نړیوالو مرستندویانو پر راتلونکو برنامو او تیاریو تر څنګ، پر ځینو حللارو څېړنه شوې ده.
په افغانستان کې د بې وزلۍ کچه
که لږ ځیر شو، په افغانستان کې له تېرو څو لسیزو پرله پسې جګړو وروسته، د هېواد اقتصاد له سترو خنډونو سره مخ شوی دی. که څه هم تر ۲۰۰۰ ز کال را وروسته په مختلفو برخو کې ډېر کم پرمختګونه هم لیدل کېږي، خو بیا هم د اقتصاد وزارت د شمېرو له مخې، ۵۵ سلنه افغانان د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي. په افغانستان کې له وروستیو څو لسیزو راهیسې، د جګړې د لمنې پراخېدل او وچکالي هغه ستونزې دي چې د هېواد اقتصادي پرمختګ یې ټکنی کړی او د عامو افغانانو د بې وزلۍ کچې په لوړولو کې یې تر ټولو قوي رول ادا کړی دی؛ خو بلخوا کله چې د طالبانو اسلامي امارت لمن له هېواد څخه ټوله او پر ځای یې د امریکا په مشرۍ د نړیوالې ټولنې ځینو هېوادونو ځواکونه او ادارې افغانستان ته راغلې او ولیدل شول چې ډېری عام افغانان له بهرنیو ادارو سره په مختلفو برخو کې پر کارونو بوخت شول او په دې توګه د بې کارۍ کچه هم په مصنوعي توګه تر ډېره ټیټه شوه؛ خو له ۲۰۱۴ ز کال را وروسته کله چې ډېری بهرني ځواکونه او ځینې بهرنۍ ادارې چې په هېواد کې یې عامو خلکو ته کاري فرصتونه برابر کړي وو، له افغانستانه ووتې او ولیدل شول چې د بې کارۍ کچه په یو ځل او ناڅاپي توګه خورا لوړه شوه. د نړیوالو مرستندویو ادارو د مرستو ټیټوالی او د نفوسو کچې لوړوالی نورې هغه ستونزې دي، چې د بې کارۍ کچې ګراف په لوړوالي کې ورځ تر بلې خپلې اغېزې رابرسېره کوي او عام افغانان د بې کارۍ له ننګونو سره مخ کوي.
د خوړو خوندیتوب او د افغانستان خلک
د خوړو خوندیتوب نړیوالې ډلبندۍ ادارې یا (Integrated Food Security Phase Classification (IPC) وروستي راپور له مخې، چې د ۲۰۱۹ ز کال د اګست او اکتوبر میاشتو په منځ کې پرې کار شوی، راغلي چې د افغانستان د ټول نفوس ۳۳ سلنه وګړي د خوړو خوندیتوب له سخت ګواښ سره مخ دي او اړینو انساني مرستو ته اړتیا لري. د بې کارۍ کچې لوړتیا، د عامو توکو بیو لوړوالی، جګړه، سیلابونه او وچکالي هغه لاملونه په ګوته شوي چې د عامو وګړو لپاره یې د خوړو خوندیتوب په برخه کې خنډونه رامنځ ته کړي دي.
په عامه توګه که د خوړو خوندیتوب تعریف ته وکتل شي، د ۱۹۹۶ ز کال د خوړو نړیوالې ناستې له مخې «په هر وخت کې په فزیکي، ټولنیزه او اقتصادي توګه مناسبو او خوندي خوړو ته د عامو وګړو لاسرسی، د خوړو خوندیتوب بلل کېږي»، چې افغان وګړي د یاد تعریف له مخې رښتیا هم د خوړو له سختو ګواښونو سره مخ دي.
یاده اداره چې له ۲۰۱۱ ز کال راهیسې په افغانستان کې فعالیتونه تر سره کوي، د روان کال راپور یې د تېرو کلونو په پرتله یو څه هر اړخیز او د هېواد په کچه چې کلیوالې او ښاري سیمې پکې هم رانغښتل شوې، تر سره شوی دی. راپور ته په کتو، د خوړو خوندیتوب په برخه کې سږ کال ځینې ښه پرمختګونه هم تر سره شوي دي، خو بیا هم د ځینو نورو ستونزو تر څنګ، د نفوسو کچې لوړوالی او جګړه د هغو لاملونو په توګه تر سترګو کېږي چې کولی شي په راتلونکي کې د خوړو خوندیتوب په برخه کې عام افغانان له نورو سختو ننګونو او ګواښونو سره مخ کړي.
د یادې ادارې د وروستي راپور پر بنسټ، په هرو لسو کورنیو کې شپږو کورنیو د خوړو خوندیتوب په برخه کې له ننګونو او ستونزو څخه یادونه کړې. د وردګ، نورستان، بامیان، فراه، هلمند، فاریاب او غور ولایتونو وګړي بیا د هېواد په کچه د خوړو خوندیتوب په برخه کې تر ټولو ډېرو ستونزو او ننګونو یانې له ۸۰ سلنې زیات وګړي په یادو ولایتونو کې د خوړو له نه خوندیتوب څخه اغېزمن شوي دي. ۲۹ سلنه عامو وګړو خپلې کاري بوختیاوې له لاسه ور کړې او ورځنی عاید یې ۲۵ سلنه را ښکته شوی چې یادو دوو ستونزو تر ډېره په یادو ولایتونو کې خلک په اقتصادي توګه سخت ځپلي دي.
نږدې نیمايي (۴۷) سلنه هغو کورنیو چې له راپور جوړوونکو سره یې د معلوماتو په شریکولو کې مرسته کړې، ویلي چې د کورنیو عاید یې د تېر کال په پرتله خورا ډېر راښکته شوی او یادو کورنیو ویلي چې د کورنيو عاید په ټیټوالي کې یې ۶۰ سلنې بې کارۍ او ۲۵ سلنې جګړې رول لوبولی دی.
په افغانستان کې ۱۱.۸ سلنه وګړي د رسمي بوختیاوو تر سره کولو معاش یا تنخوا، ۲ سلنه وګړي له هغو پیسو څخه چې د کورنۍ غړي یې په بهرنیو هېوادونو کې له کار تر سره کولو وروسته خپلو کورنیو ته رالېږي، او پاتې ستره سلنه وګړي د کرنې او مالدارۍ برخه کې له بوختیاوو څخه خپلې ورځنۍ اړتیاوې پوره کوي.
د بې وزلۍ کچه او تیاره راتلونکی
د IPC اټکل له مخې، د روان کال له نومبر میاشتې څخه د ۲۰۲۰ ز کال تر مارچ میاشې پورې، ۱۱.۲۹ میلیونه خلک چې د هېواد د نفوس ۳۷ سلنه جوړوي، ښايي د خوړو نه خوندیتوب له سختو ننګونو سره مخ شي. که څه هم هېواد د ۲۰۱۸ ز کال له وچکالۍ څخه د راوتلو په حال کې لیدل کېږي، خو بیا هم په هېواد کې امنیتي ستونزې هغه څه دي چې په ډېریو سیمو کې یې عام وګړي له خپلو سیمو څخه نورو سیمو ته په بې ځایه کېدو او کډه کولو اړ کړي دي. یوازې په روان کال کې شاوخوا ۳۵۵۰۰۰ وګړي د امنیتي ستونزو له کبله بې ځایه شوي دي او په دې توګه د هغو سیمو وګړي چې داخلي بې ځایه شوي وګړي ور کډه شوي، د لا زیاتې بې کارۍ کچې سره مخ شوي او په پایله کې د خوړو خوندیتوب له ستونزو څخه سر ټکوي.
د قحطۍ د وړاندوینې سیسټم شبکې (Famine Early Warning Systems Network) له مخې، ښایي په هېواد کې د روان کال له نومبر میاشتې څخه د ۲۰۲۰ ز کال تر مارچ میاشتې پورې، د اورښتونو کچه په اوسط ډول تر سره شي، چې د اورښتونو کچه کولی شي د هېواد په مختلفو سیمو کې اغېزې ولري. د بېلګې په توګه، هغه سیمې چې کېدلی شي هلته د کرنې په برخه کې عام افغانان ښې لاسته راوړنې ولري او هلته د کرنې لپاره پراخې ځمکې شته، لیدل کېږي چې د هغو سیمو اوسېدونکو د جګړې له وېرې خپلې سیمې پرې اېښې او نه شي کولی هلته خپل کرنیز فعالیتونه تر سره کړي، چې دا بیا د هېواد پر کرنیز سکټور نه یوازې بده اغېزه کولی شي، بلکې د هغو سیمو خلکو په بې کارۍ کې ستره ونډه لوبوي.
د خوراکي توکو بازار ته د عامو وګړو نه لاسرسی او د ژمي په موسم کې د واورو ورېدو او د لویو لارو بندېدو له کبله د هېواد ځینې سیمې لکه د غور او بدخشان ولایتونو زیاترو سیمو اوسېدونکي نه یوازې د خوراکي توکو له کمښت سره مخ کېږي، بلکې د ژمي موسم له ختمېدو وروسته د تودوخې درجې د لوړوالي او واورو ویلې کېدو په پایله کې د هېواد د هغو سیمو کرنیزې ځمکې د سیلابونو ښکار کېږي، چې کولی شي د عامو وګړو لپاره د خوراکي توکو په برابرولو کې اغېزمنې واقع شي.
بلخوا د قزاقستان هېواد چې د افغانستان د غنمو په مارکېټ کې ستره ونډه لوبوي، د یاد هېواد هغه سیمې چې غنم پکې کرل کېږي، ښايي د اورښتونو کچې لږوالي له امله د غنمو تولید کچه هم را ښکته شي، چې په پایله کې کولی شي افغانستان ته له یاد هېواد څخه د غنمو واردولو بیه لوړه کړي او دا کار هم کولی شي د عامو افغانانو د بې وزلۍ کچې په لوړوالي کې ونډه ولوبوي، چې افغان دولت یې باید په اړه اړین ګامونه پورته کړي، چې تر اوسه یې کوم څرک نه لیدل کېږي.
پایله
افغان دولت چې په اوس کې یې ټوله توجه د دولت مخالفینو سره د جګړې، د تر سره شویو ټولټاکنو پایلو او افغان سولې په اړه د امریکا او طالبانو تر منځ وروستیو ناستو او خبرو اترو ته ګرځولې، د هېواد په سطحه د بې کارۍ کچې لوړوالي او هغو ننګونو ته چې کولی شي په راتلونکي کې عام افغانان د خوراکي توکو له نور ډېر کمښت سره مخ کړي، په هغه ډول پاملرنه نه ده کړې او نه یې په راتلونکي کې کوم ځانګړی څرک لیدل کېږي. افغان چارواکي اړ دي څو د بې کارۍ کچې ګراف راټیټولو ته ځانګړې پاملرنه وکړي او د هغو نړیوالو مرستندویانو مرستې چې مخکې یې هم له افغانستان سره په مختلفو برخو کې انساني مرستې کړې دي، د هغوی مرستې او په ځانګړې توګه د کرنې په برخه کې هر اړخیزې او اغېزمنې مرستې را جلب کړي. بلخوا ځینو هېوادونو په ځانګړې توګه سعودي عربستان، عربي متحده امارتو، قطر… ته د رسمي وړاندیزونو کولو او له هغوی سره د افغان بشري ځواک ګومارلو په برخه کې ځینې تړونونه کول، کولی شي په لنډمهال کې له یوې خوا د بې کارۍ کچې ګراف په ښه او اغېزمنه توګه را ښکته کړي او له بلې خوا د هغو زیات شمېر افغان ځوانانو ژوند چې بهرنیو هېوادونو ته له قاچاقي لارو څخه تلل غواړي، هم وژغوري. په اوږدمهال کې دولت او اړوندې ادارې باید د کرنې سکټور ته خپله جدي پاملرنه واړوي، دا ځکه چې په هېواد کې د کرنې سکټور پیاوړي کولو لپاره له یوې خوا پراخې ځمکې او له بلې خوا د اوبو ستر نعمت شتون، چې کېدلی شي د هر اړخیزې سولې تر سره کېدو وروسته، له بهرنیو هېوادونو څخه د غنمو او نورو کرنیزو توکو لکه وریجو واردولو ځای د هېواد صادرات ونیسي، چې د هېواد د اقتصادي پرمختګ لامل ګرځېدلی شي.