د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لیندۍ/قوس میاشتې په ۷مه نېټه ماسخوتن ناوخته په یوه ناڅاپي او نااعلان شوي سفر افغانستان ته راغی او افغان ولسمشر محمد اشرف غني ته یې هم د ده د لیدلو په پار د بګرام هوایي اډې ته بلنه ورکړل شوه او له بلنې سره سم افغان ولسمشر هم د بګرام هوایي اډې ته د لیدنې په پار تشریف وروړ.
ډونالډ ټرمپ په داسې حال کې چې د امریکا لوی درستیز جنرال مارک مېلي، افغان ولسمشر محمد اشرف غني، په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال مېلر او نور امریکايي چارواکي یې تر څنګ ولاړ وو، سرتېرو ته په وینا کې وویل، له افغانستان څخه یې د وتلو پلان د تطبیق په حال کې دی، خو په ډاګه یې نه کړه چې څومره سرتېري به له دغه هېواد څخه باسي.
همدا راز ټرمپ د خبرو پر مهال وویل، طالبان غواړي له افغان حکومت او امریکا سره خبرې وکړي او دوی دېته هم قانع شوي چې اوربند وکړي، خو ده زیاته کړه چې طالبان ډېره بده معامله او هوکړه غواړي، خو دېته یې اشاره ونه کړه چې څه ډول بده هوکړه او معامله کول غواړي. هغه یوازې زیاته کړه چې موږ به تر هغه وخته پورې په افغانستان کې پاتې شو، څو پورې مو چې بریا تر لاسه کړې نه وي او د سولې واقعي هوکړې ته نه وو رسېدلي. ښاغلي ټرمپ همدا راز له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د افغان ځواکونو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چې د دوی کارنامو خورا متاثره کړی دی.
نوموړی په داسې حال کې افغانستان ته خپل لومړنی ناڅاپي سفر کوي، چې د سولې خبرې اترې له یو څه ځنډ وروسته بیرته د نورمال حالت پر خوا روانې دي. د ټرمپ تر سفر یوه شپه وړاندې د امریکا لوی درستیز جنرال مارک میلي هم کابل ته رارسېدلی و. هغه هم په خپلو خبرو کې ویلي وو، چې په نږدې راتلونکي کې به د سولې پروسه کامیابه شي او له طالبانو سره خبرې پیلکېدونکې دي. د امریکا ولسمشر په داسې حال کې افغانستان ته ناڅاپي سفر کوي، چې په تېره سپټمبر میاشت کې یې له افغان طالبانو سره د سولې روانې خبرې په ناڅاپي توګه ودرولې. خو څه موده وړاندې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د څو مهمو بندیانو له تبادلې وروسته، اوس داسې ښکاري چې د سولې خبرې ښایي یو ځل بیا پیل شي. په دې تبادله کې افغان حکومت د انس حقاني په ګډون، دری طالبان له خپله بنده خوشي کړل. په بدل کې یې طالبانو په کابل کې د امریکایي پوهنتون دوه بهرني استادان خوشي کړل. په پایله کې شته بې باوري کمه او د سولې خبرو بیا پیل کېدل یې یقیني کړل.
د ټرمپ سفر ته کتنه
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ماښام د افغانستان په وخت د شپې اته نیمې بجې ناڅاپي او په نااعلان شوي سفر افغانستان ته راغی او له څو ساعتونو ځنډ وروسته بېرته خپل هېواد ته ستون شو. د نوموړي د سفر په اړه بېلا بېل تحلیلونه موجود دي، د نوموړي سفر یو غیر رسمي سفر و، چې په ډېره بيړه او په کم وخت کې بشپړ شو. تر ډېره امکان لري ښاغلی ټرمپ له دغه سفر څخه یوازې او یوازې کمپایني ګټه پورته کړي او د شکرانې مراسمو د لمانځلو په موخه دا د امریکا د جمهور رییسانو دود دی. دوی د کرېسمېس او شکرانې مراسمو په ورځو کې بهرنیو هغو هېوادونو ته سفر کوي چېرته، چې نظامي حضور لري. تېر کال په کرېسمېس جشن کې عراق ته لاړ او سږ کال د شکرانې په مراسمو کې افغانستان ته راغی او دا مراسم یې له خپلو مېشتو فوځيانو سره د بګرام په هوایي اډه کې، چې په افغانستان کې د دوی تر ټولو لویه اډه ده، ولمانځل، څو په دې سره په دې اړه باندې د خپل ملت توجه ځان ته را جلب کړي. بل دا چې ټرمپ په تېرو ټاکنو کې له خپل ملت سره وعده کړې وه، چې د افغانستان جګړه به ختموم، دا جګړه د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده بهرنۍ جګړه ده، ده په خپلو خبرو کې وویل، چې طالبان په افغانستان کې سوله غواړي او موږ هم نور نه غواړو چې په افغانستان کې تر دې زیات پاتې شو. له طالبانو سره توافق ته له رسېدو وروسته، موږ خپل سرتېري له افغانستان څخه وباسو، خو دا یې په ډاګه نه کړه چې څومره سرتېري به په افغانستان کې له توافق وروسته هم پاتې شي. نیویارک ټایمز لیکي چې د امریکا جمهور رییس ډونالډ ټرمپ د خپل لومړني سفر پر مهال پر جمهور رییس محمد اشرف غني باندې فشار راوړی، چې خپل داخلي مشکلات حل کړي او له طالبانو سره سولې ته د رسېدو په برخه کې هم خپله همکاري زیاته کړي. همدارنګه دوی زیاتوي، د افغانستان په ټپه ولاړه او اداري فساد ځپلې اداره کیدای شي د طالبانو د تشدد پر خلاف، د امریکا د بریالیتوب تر ټولو لوی خنډ وي. بهرني خبریالان چې په دې غونډه کې یې ګډون کړی و، وایي چې د ډونالډ ټرمپ له محمد اشرف غني سره د خبرو په وخت، لهجه تېزه وه، هغه د غني هېڅ تعریف ونه کړ. شاید په دې سره ټرمپ غوښتل غني پر دې پوه کړي، چې د هغه په دویمه دوره کې داسې ډېر شیان دي چې له لومړۍ ورځې څخه ورته توجه نه ده شوې.
د دې سفر اغېزې د سولې پر پروسه باندې
د ولسمشر ټرمپ دا سفر په داسې وخت کې تر سره کیږي، چې ورسره هممهاله د سولې د خبرو د بیا پیل هڅې کیږي او دې هڅو نتیجه هم ورکړې ده. افغانستان ته د ټرمپ اول سفر دی او جنګي سیمې ته یې دا دویم سفر دی، دا سفر داسې مهال کیږي، چې کابو دری میاشتې وړاندې د طالبانو او امریکا تر منځ ۹ پړاوه خبرې تر سره شوې او دواړو لوریو د پرمختګ او توافقنامې د نهایي کېدو خبره کوله؛ خو په دې پلمه چې طالبانو په یوه برید کې یو امریکایي سرتېری وژلی؛ ټرمپ یې په پایله کې له طالبانو سره شوې خبرې نورې بندې کړې، خو هغه وخت هم کیسه د سرتېري د وژل کېدو نه وه. موخه دا وه چې طالب پلاوی او د افغان حکومت په مشرۍ به محمد اشرف غني امریکا ته سفر کوي او دا کومه توافقنامه چې د امریکایي لوري او طالبانو تر منځ نهایي شوې ده، طالبان به یې په کېم ډېوېډ کې د افغان حکومت د جمهور رییس او ټرمپ په حضور کې له امریکا سره لاسلیک کوي؛ خو دا چاره د طالبانو له لوري رد شوه. هغه وخت افغان حکومت له امریکا سره دا پرېکړه منلې وه، نو له همدې امله هغه مهال خبرې بندې شوې او په نړیواله سطحه داسې معلومه شوه، چې د خبرو د بندېدو سبب خپله امریکایان وو؛ نو په همدې اساس دوی مجبور شول، چې بېرته له طالبانو سره خبرې پیل کړي. د باور جوړونې په موخه د طالبانو پلاوي پاکستان ته سفر کړی و، دوی هم خپل استازی زلمی خلیلزاد اسلام اباد ته ورولېږلو، نوموړي هلته له طالبانو سره دری ورځې پرله پسې ناستې درلودې، چې د دې ناستو جزیات په ډاګه نه شول. خو د همدې ناستو په لړ کې د بندیانو تبادله تر سره شوه او د دواړو لوریو تر منځ د اعتماد فضا د جوړېدو پر طرف لاړه. اوس د بل هر وخت په پرتله د سولې خبرو بیا پیل ته زمینه برابره شوې. خپله د ټرمپ راتګ د خبرو د پیل لپاره یو ښه فرصت دی او هغه په خپلو خبرو کې هم یادونه وکړه، چې: «موږ له طالبانو سره بیا خبرې پیل کړې دي او موږ کوښښ کړو چې له دوی سر نتیجې ته ورسیږو». د ټرمپ له دې سفر څخه معلومه شوه، که چېرې امریکایان له طالبانو سره توافق ته رسیږي، داسې برېښي چې دا توافق به نه افغان ملت ته د منلو وي او نه د جګړې دواړو لوریو (افغان حکومت او طالبان) ته. نو پکار ده چې افغان حکومت او طالبان له شته نایاب فرصت څخه پوره ګټه پورته کړي او په پایله کې یې تل پاتې سوله افغانستان ته راشي.
ټرمپ په افغانستان کې سوله غواړي؟
د ټرمپ هڅه دا ده چې د ۲۰۲۰ ز کال له ولسمشریزو ټاکنو مخکې له طالبانو سره یوې هوکړې ته ورسیږي، څو له خپل ملت سره شوې وعده پوره او د ده بیا ځلې راتګ سپینې ماڼۍ ته یقیني کړي او بل په اوس وخت کې د امریکا او چین اقتصادي ټکر، د شمالي کوریا او ایران اټومي کېدل، په سوریه کې له ترکانو او روسانو سره ستونزې، په اروپا کې د ناټو د شتون او نشتون خبره خوله په خوله کېدل، منځني ختیځ کې کړکېچن وضعیت، د ترکيې او روسیې نږدې کېدل، د چین او هند تر منځ د اړیکو تر هر بل وخت ښه رغېدل او په خپله دننه په امریکا کې د ډيموکراټانو او جمهوریتپالو تر منځ ستونزې او د ټرمپ استیضاح؛ په اوس وخت کې د ده پر وړاندې تر ټولو لویې ستونزې دي او ټرمپ هڅه کوي چې د دویم ځل لپاره د امریکا واګې په خپل لاس کې واخلي. نو دی اړتیا لري چې تر ټاکنو مخکې د افغانستان موضوع یو طرفه کړي. که یو طرفه نه کیږي، حد اقل د خپلو سرتېرو شمېر حد اقل ته ورسوي. له خبرو یې داسې معلومېده چې د سفر موخه یې له خپلو سرتېرو سره لیدل وو. دا په امریکا کې دود دی چې د هېواد ولسمشر په دې ورځو کې(شکرانې) په بهر کې خپلو پوځي اډو ته ځي، له خپلو سرتېرو سره ډوډۍ خوري، له دوی مننه کوي او قرباني یې ستايي. خو د دې تر څنګ، دې سفر یو څه نور پیغامونه هم له ځان سره لرل. لومړی: په دې راتګ سره یې هغو هېوادونو ته چې هغه په افغان کشاله کې یو ډول نه یو ډول ځانونه ښکېل بولي او خپلې ګټې دلته ګوري، هغه ته یې دا وښودله چې موږ په افغانستان کې شته یو او د افغانستان موضوع هم تر اوسه پورې زموږ د لومړنیو او د مېز د سر له موضوعاتو څخه ده، چې په دې سره یې په بیجېنګ کې کېدونکې ناسته ناکامه کړه. دویم: خپل ملت ته یې دا وښودله چې دی د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو لپاره خپلې هڅې جاري ساتي او د خپلو سرتېرو د کمېدو اعلان یې هم وکړ، چې دا اعلان یې مخکې هم بار بار کړی دی. درېیم: طالبانو ته یې د خبرو د پیل شین څراغ ورکړ او داسې یې وښودله، چې دا ځل به خبرې خپل منزل ته رسیږي. دا او دېته ورته نور موضوعات یې یوڅه روښانه کړل. ټرمپ غواړي په افغانستان کې دا جګړه پای ته ورسوي او دا هم غواړي چې د دوی له وتلو وروسته، د شوروي د وتلو تجربه تکرار نه شي. دا کار هم له وېرې کوي، که داسې وشي، نو بیا به یې مخه نيول او کنټرول ناشونی وي.
د غني کتنه له ټرمپ سره د افغاني غرور د ماتې په مانا ده
د ټرمپ د راتګ معلومات، د هغه له را رسېدو یو ساعت مخکې له ارګ سره شریک شول او له دوی یې غوښتنه وکړه، چې د بګرام هوایي اډې ته تشریف راوړي. افغان ولسمشر محمد اشرف غني د دوی له غوښتنې سره سم له کابل څخه د پروان ولایت ته، چې هلته د امریکایانو لویه نظامي اډه ده، تشریف یووړ او په یوه بارک کې چې کاملاً یې د نظامي پوستې شکل درلود، له ټرمپ سره ګډ راڅرګند شو. دواړو ولاړو نظامیانو ته خبرې وکړې، ټرمپ د امریکايي او افغان سرتېرو هڅې وستایلې، چې د دوی په هڅو سره القاعده او داعش ختم او طالبان یې هم د خبرو مېز ته اماده کړل. همدارنګه افغان ولسمشر هم د امریکایي سرتېرو د سرښندنو او قربانیو ستاینه وکړه او دوی ته یې مبارکي ورکړه چې په تېره اونۍ کې یې ننګرهار له داعش څخه پاک کړ او په راتلونکو دریو میاشتو کې به ټول افغانستان له داعش څخه پاک اعلان شي. د محمد اشرف غني لیدنه له ټرمپ سره د افغان ولسمشر په حیث په داسې وخت او ځای کې له شرم او ننګ څخه ډکه خبره ده. د ډيپلوماټیکو اصولو په اساس، د یو هېواد ولسمشر چې بل هېواد ته سفر کوي، باید مقابل حکومت په جریان کې کړي، د دوی له توافق وروسته خپل سفر پلان کړي، دا خو یې پر ځای پرېږده چې یو ساعت مخکې له خپل راتګه ورته وایي او بلنه ورکوي چې تاسو مشخص شوي ځای ته تشریف راوړی. د غني ورتګ له پلازمېنې څخه بل ولایت ته هغه هم یوې نظامي اډې ته دا کړنه یې د اصولو، افغاني کلتور او هر ډول نورمونو خلاف کړنه وه، چې تر سره یې کړه. کله چې اوباما په خپله واکمنۍ کې افغانستان ته راغی او په بګرام کې یې له سرتېرو سره ولیدل، پخواني ولسمشر حامد کرزي ور سره ځکه ونه لیدل چې هغه کابل ته را نه غی. دا چې کرزي په خپل دور کې دا توره وکړه چې ورسره یې ونه لیدل، ده هم کولی شوی؛ خو په دې خاطر چې د ده راتګ تر پنځو نورو کلونو یقیني شي، هر ډول معاملې کړلو ته اماده دی، چې د دې بیه دا خوار او په لاسو- پښو تړلی ویاړلی ملت ورکوي. هغه ملت چې تل یې تاریخونه جوړ کړي، خو د دې بې کفایته رهبرانو له لاسه له خاورو سره خاورې شوی دی.
پایله
دا چې ټرمپ ولې ناڅاپي راغی، زموږ حکومت یې ولي په جریان کې نه دی کړی او بیا یې ولې زموږ جمهور رییس نظامي اډې ته د لیدنې په موخه غوښتی؛ دا هغه څه دي چې موږ پر دې باندې اوس خبره نشو کولای او لا بله یې دا چې زموږ له خاورې څخه همسایه او د سیمې هېوادونو ته اخطاریې ورکول، هغه څه دي چې په اوس کې زموږ له کنټرول څخه وتلي دي. دا چې څه ډول کولای شو له شته فرصت څخه ګټه واخلو، هغه دا چې امریکا له بل هر وخت څخه په افغانستان کې اوس د سولې راتلو ته لېواله ده او شرایط داسې راغلي، چې دوی باید له افغانستان څخه ووځي او د افغانستان چارې داسې چا ته وسپاري چې په اینده کې دوی ته سرخوږی نه وي؛ نو پکار ده چې افغان حکومت او طالبان له دې فرصت څخه په خپل هېواد کې د څلوېښت کلن ناورین د ختم په موخه ګټه واخلي. هغه دا چې شته حکومت د خپل شتون په خاطر له طالبانو سره له سولې وېره ونه لري او طالبان هم له شته حکومت سره خبرې چې په هر ډول کیږي، وکړي. په ګډه باندې د باور جوړونې فضا رامنځ ته کړي او دواړه لوري باید سولې ته د رسېدو په موخه یو څه له لاسه ورکړي او یو څه تر لاسه کړي؛ نو دوی باید دې مساعد شوي چانس ته د فرصت په سترګه وګوري او استفاده دې ترې وکړي. دواړه لوري دې هڅه وکړي چې داسې کړنې تر سره کړي، چې هم د دې مظلوم ملت په خیر وي او هم یې په پایله کې دا څلوېښت کلن ناورین ته د پای ټکی کېښودل شي او موږ وکولای شو چې په افغانستان کې د یوې تل پاتې سولې خاوندان شو.