برېټانیا د ۲۰۱۹ ز کال د ډسمبر په ۳مه او ۴مه د ناټو غړو هېوادونو د دوه ورځنۍ ناستې کوربه وه. په دغه ناسته کې پر اروپایي مشرانو سربېره، د امریکا جمهور رییس ډونالډ ټرمپ، د ناټو د نورو نړیوالو ملګرو هېوادونو استازو، د ملګرو ملتونو او نړیوال بانک استازو هم برخه اخیستې وه.
د ناستې په دویمه ورځ د افغانستان د سولې او ټاکنو موضوع او په دغه هېواد کې د ناټو ماموریت، په اجنډا کې د بحث مهم ټکي وو چې په پایله کې ناټو د افغان امنیتي ځواکونو د مالي ملاتړ پر ټینګار سربېره، د طالبانو او امریکا د مخامخ خبرو د بیا پیل هرکلی وکړ. همدارنګه یې د ټاکنو د پایلو د ژر اعلان او له ټولو خواوو یې د پایلو د منلو غوښتنه هم وکړه.
په دغه ناسته کې له افغان امنیتي ځواکونو د مالي ملاتړ پر ټینګار سربېره، د ناټو ځینو غړو هېوادونو په افغانستان کې د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې او مشورې په برخه کې د خپلې همکارۍ د زیاتوالي خبره هم وکړه. دغه راز د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ ټینګار وکړ چې په افغانستان کې به تر هغه وخته پورې خپل حضور ته دوام ورکړي، څو چې ورته اړتیا وي.
په افغانستان کې د ناټو حضور او ښکېلتیا، د سولې په برخه کې د دغه سازمان رول، د ناټو د اویایمې کلیزې د لمانځنې په موخه د لندن ناسته او دا چې د دغې ناستې د پرېکړو په رڼا کې به د افغان سولې راتلونکی څه وي؟ هغه موضوعات دي چې دلته مو بحث پرې کړی دی.
ناټو او په افغانستان کې یې ښکېلتیا
ناټو (NATO) یو سیاسي او نظامي سازمان دی چې له دویمې نړیوالې جګړې را وروسته د لوېدیځې اروپا او امریکا متحده ایالتونو له خوا د ختیځې اروپا او پخواني شوروي اتحاد څخه دوی ته د احتمالي خطرونو د پېښېدو د مخنیوي په موخه، د ۱۹۴۹ ز کال د اپرېل په ۴مه د شمالي اتلانتیک تړون(North Atlantic Treaty organization) په نوم رامنځ ته شوی دی.
په امریکا کې د سپټمبر د ۱۱مې له پېښې را وروسته، کله چې دغه هېواد د ۲۰۰۱ ز کال د اکټوبر په ۷مه پر افغانستان برید وکړ او د طالبانو نظام یې ړنګ کړ، په افغانستان کې د امنیت ټینګښت د آیساف (ISAF) ځواکونو مسوولیت وبلل شو او له ملګرو ملتونو سازمان څخه یې د جواز په تر لاسه کولو سره پر افغانستان د امریکا برید ته مشروعیت ورکړ، چې وروسته په ۲۰۰۳ ز کال کې د افغانستان په جګړه کې د آیساف (ISAF) ځواکونو رهبري ناټو (NATO) ته وسپارل شوه.
د امریکا په ملاتړ او د ناټو په مشرۍ نړیوالو ځواکونو تر ۲۰۱۴ ز کال پورې په افغانستان کې د نظامي ماموریت تر څنګ، د (PRT) پروګرام په نوم د بیارغونې ځینې فعالیتونه هم تر سره کړل؛ خو دغه فعالیتونه تر ډېره په غیر زیربنایي برخو کې وو.
په ۲۰۰۱ ز کال کې ظاهراً پر افغانستان د امریکا د برید تر شا د اسامه بن لادن له قضیې ورهاخوا، د طالبانو د امارت ړنګول یا د طالبانو ختمول، د افغان پوځ جوړونه او د یوه ډیموکراټيک نظام په رامنځ ته کولو سره په افغانستان کې سوله او ثبات رامنځ ته کول وو، چې په دې برخه کې نړیواله ټولنه او د ناټو سازمان غړي هېوادونه هم د امریکا څنګ ته ولاړ وو؛ خو دا هرڅه په رښتینې او کامله توګه تر سره نه شول او دلیل یې هم دا و چې امریکا له یادو موخو ورهاخوا، د سیمې په کچه نورې مهمې موخې هم درلودې او له همدې امله پرته له دې چې په افغانستان کې امنیت ټینګ شي، په روانه جګړه کې تر اوسه لسګونو زرو افغانانو ته مرګ ژوبله واوښته.
سره له دې چې اوسمهال په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو شمېر له څه باندې سلو زرو څخه شاوخوا ۱۴۰۰۰ سرتېرو ته را کم شوی، خو جګړه د تېر په پرتله په شدت روانه ده. له طالبانو علاوه «اسلامي دولت» یا داعش ډلې هم خپل فعالیت په افغانستان کې پیل کړ، خو په دې وروستیو وختونو کې د افغانستان په شرق کې د ناټو او امریکایي ځواکونو د هوایي همکارۍ په مرسته، افغان حکومت او طالبانو ورسره جګړې وکړې. د دوی په خبره، د افغانستان په مشرقي ولایت ننګرهار کې داعش په مکمل ډول ختم شوی، خو د ناټو په سرمشریزه کې د فرانسې جمهور رییس امانوېل مکرون په خپلو خبرو کې وویل چې په نړیواله سطحه داعش اوس هم نړۍ ته جدي خطر دی او دوی ته په نړیواله سطحه کمپاین روان دی. همدارنګه د ترکیې جمهور رییس رجب طیب اردوغان هم له نړیوالې ټولنې څخه د داعش پر وړاندې د یو کېدو غوښتنه وکړه او د افغانستان لپاره یې اوس هم ستر ګواښ یاد کړ، خو د امریکا جمهور رییس د دوی پر خلاف د داعش د مشر په وژل کېدو د دوی د ماتې په مانا یاد کړ.
ناټو او د سولې قضیه
هغه جګړه چې امریکا د ناټو په ملاتړ ظاهراً په افغانستان کې د نوي نظام رامنځ ته کولو او امنیت ټینګښت په موخه پیل کړې وه، که څه هم تر ۲۰۱۴ ز کاله د څه باندې سلو زرو جنګیالیو پر مټ مخ ته لاړه، خو پای ته ونه رسېده. په دغه جګړه کې چې لا هم روانه ده، نه طالبان مات شول او نه هم افغانستان آرام شو. بهرنیو ځواکونو له ۲۰۱۴ ز کال وروسته د افغان جګړې ګرم او مرګونی میدان افغان امنیتي ځواکونو ته پرېښود، له دوی څخه که څه هم لسګونو زرو یې افغانستان پرېښود؛ خو لا هم دمګړۍ په افغانستان کې د ناټو له څه کم ۲۹ هېوادونو څخه ۱۴۰۰۰ بهرني پوځیان مېشت دي.
په امریکا کې د ډونالډ ټرمپ له ولسمشر کېدو سره د دې هېواد له لوري د افغان جګړې په اړه د جنوبي آسیا لپاره نوې پوځي تګلاره اعلان شوه، چې د دې تګلارې محراق افغانستان و. د دغې تګلارې له مخې بهرني ځواکونه یو ځل بیا د افغان جګړې ډګر ته را وګرځېدل، جګړه ګرمه شوه او هوایي بمبارۍ زیاتې شوې چې له امله یې په ډېری بریدونو کې ملکي خلکو ته پراخه مرګ ژوبله واوښته او د یوناما د وروستي راپور پر بنسټ، یوازې د ۲۰۱۸ ز کال په جریان کې ۱۰۹۹۳ عامو افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
خو د ۲۰۱۸ ز کال په آواخرو کې د امریکا جمهور رییس د افغان کشالې د حل لپاره یوازینی د حل لار خبرې اترې وبللې، نو ده له طالبانو سره د مخامخ خبرو د پیل په موخه د امریکا پخوانی سفیر زلمی خلیلزاد خپل استازی وټاکلو. زلمي خلیلزاد له طالبانو سره په تېر تقریباً یوه کال کې ۹ پړاوه اوږدې مخامخ خبرې وکړې، چې د دې خبرو په پایله کې امریکایي لوری له طالبانو سره نهایي موافقې ته رسېدلی و؛ خو په ظاهر کې د طالبانو په یوه برید کې د امریکایي سرتېري له وژل کیدو سره د امریکا جمهور رییس ډونالډ ترمپ د ټوېټ په کولو سره له طالبانو سره ۹ پړاوه خبرې چې پایلې ته نېږدې شوې وې، بندې کړلې چې دا کار د سیمې د هیوادونو او نړیوالې ټولنې له توندو غبرګونونو سره مل و. د نومبر په ۲۸مه د امریکا جمهور رییس ډونالډ ترمپ، افغانستان ته د یو نااعلان شوي سفر په ترڅ کی له طالبانو سره د مخامخ خبرو د بیا پیل اعلان هم وکړ، چې په دې سره یو ځل بیا زلمي خلیلزاد خپل سفر له افغانستان څخه پیل کړ او د ملي یووالي حکومت له مشرانو سره له لیدلو وروسته یې له طالبانو سره د مخامخ خبرو د پیل په پار قطر ته لاړ.
ناټو او د افغانستان راتلونکی
د ناټو په وروستۍ سرمشریزه کې د سولې په برخه کې طالبانو او امریکایانو د مخامخ خبرو د بیا پیل ستاینه وکړه. دغه راز د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وویل: “موږ ژمن یوو چې د افغانستان ملاتړ ته ادامه ورکړو؛ ځکه چې موږ پر دې ژور باور لرو چې د افغان ځواکونو روزل، هغوی ته سلامشوره ورکول او مرسته کول د سولې د هڅو تر ټولو ښه لار ده، څو طالبان پوه شي چې د جګړې په ډګر کې به کله هم بریالي نه شي. هغوی باید د خبرو میز ته کېني او نویو موافقو ته مخه کړي”.
د ناټو د عمومي منشي خبرو ته په کتو سره، چې د یاد سازمان د اویایمې کلیزې د لمانځنې په غونډه کې یې وکړې، له ځان سره واضح د جنګ پیغام لري، بې له شکه په افغانستان کې د ناټو غړو هېوادونو حضور په تېرو اتلسو کلونو کې نظر افغانستان ته د یاد سازمان غړو هېوادونو زیات ګټور ثابت شوی، دوی خپل سرتېري په متناوب ډول باندې افغانستان ته رالېږي، څو دلته جګړییز مهارتونه عملاً زده کړي. همدارنګه د افغانستان د ځمکې او هوا کنټرول له دوی سره و او دی، چې په دې سره دوی د دې فرصت لري چې خپلې نوې جوړې شوې وسلې په افغان خاوره کې د حیواناتو پر ځای پر حقیقي انسانانو باندې و آزمویي. همدا راز دوی پرته له اجازې هر وخت او هر ځای کولای شي، ورځني او شپني عملیات تر سره کړي او هغه ساحې چې غواړي یې، بې د چا له مشورې یې بمبار کولی شي. نو له دې نه معلومیږي چې د یاد سازمان غړو هېوادونو د افغانستان له خلکو او خاورې څخه د لابراتوار په بڼه پوره ګټه تر لاسه کړې ده او بل دا چې د یاد سازمان مهم غړي، امریکا نړېوالو ټولنو ته تر اوسه پورې اجازه نه ده ورکړې، څو د یاد سازمان د غړو هېوادونو جنګي جرمونه چې په افغانستان کې یې تر سره کړي دي، په اړه یې څېړنه وکړي.
ناټو فیصله کړې چې په افغانستان کې به خپل حضور ته دوام ورکوي، خو دا وضعیت تر نامعلومې مودې پورې دوام نه شي کولای، ځکه د افغانستان خلکو کلک هوډ کړی چې په خپل وطن کې به شته حاکم وضعیت ته تغیر ورکوي. همدارنګه د سیمې او نړیوالې ټولنې ډېری غړي هم دې پایلې ته رسېدلي، چې په افغانستان کې د جګړې پر ځای د سولې لار غوره کړي. بې له شکه په افغانستان کې جګړه نه دې افغانانو په ګټه ده او نه هم د ناټو سازمان د غړو هېوادونو. نو پکار ده چې یاد سازمان د خپلې اویایمې کلیزې په درشل کې په افغانستان کې سولې ته د رسېدو پر لارو چارو جدي غور وکړي. ځکه چې د دې جګړې دوام نه یوازې د افغانستان خلکو او د سیمې هېوادونو ته په زیان دی، بلکې یاد سازمان هم له جدي ستونزو سره مخامخ کولی شي.