له ۲۰۰۳ ز کال راهیسې چې امریکا پر عراق برید وکړ، سلیماني د شاوخوا ۶۰۰ امریکايي سرتېرو پر وژلو باندې تورن پېژندل کېږي. له ۲۰۰۵ څخه تر ۲۰۱۲ ز کال پورې د امریکا د دولت پالیسي دا وه چې جنرال قاسم سلیماني ژوندی ونیسي او یا یې حداقل ووژني، خو ویې نه کړل. ژوندي نیول یې تر وژل کېدو ښه وو، ځکه د کړکېچ او غبرګون سطحه يې ډېرولی شوای. دا دي امریکا هغه وواژه!، ايا او ولې د امریکا په سیاست کې پراډیمي بدلون راغلی؟
په یمن، لبنان، عراق، سوریې او افغانستان کې پر امریکايي سیاسي و نظامي اهدافو او سفارتونو د بریدونو او امریکايي اتباعو په وژلو کې د ایران پر لاس لرلو، د سعودي د تېلو پر تر ټولو سترې کمپنۍ ارامکو برید او دېته ورته نورو ستراتیژیکو پټو شواهدو او تورونو وروسته، امریکا خپل دښمن ۲۳ کاله وروسته وواژه. د امریکا د سمندري ځواکونوMQ-9 ریپر ډرون د ایران تر ټولو اغېزمن پوځي او استخباراتي مشر قاسم سلیماني د بغداد په هوايي ډګر کې د عراق له مهم پوځي او بسیجي مشر رضا جعفر او د حزب الله له معنوي او عملیاتي رییس ابو مهدي مهندس او هادي امري سره یو ځای له منځه یوړ. تر دې څو ورځې وړاندې د سلیماني ټینګ ملګری او له ۱۹۸۰ – ۱۹۸۸ ز کاله د ایران- عراق د جګړې همسنګره او په اوس کې د سوريې جګړې لپاره د سلیماني ښی لاس او د بشرالاسد د جګړې ګټونکی اسد شتري يې هم د دمشق پر یوه سړک وواژه.
امریکا تر دې وړاندې په ښکاره توګه په دې سطحه کوم ایراني پوځي او استخباراتي مشر نه و وژلی، دا به له یوې غیرمستقیمې جګړې څخه د یوې مخامخ ښکېلتیا یو نوی فصل پرانیزي او عراق، سوریه او منځنی ختيځ به د دې ننوتې تر ټولو مثاتره کېدونکی محراق وي. د سوریې د خپل منځنۍ جګړې له پیله سلیماني یو اغېزمن پوځي مشر و، چې د سیمي د لوبغاړو روسیې او امریکا د ملي امنیت او د بشرالاسد د رژیم په متنونو کې تر ټولو زیات تکرارېده، په حقیقت کې قاسم سلیماني د بشرالاسد د رژیم یو له پام وړ او خورا مهمو ساتونکو څخه و.
بغداد، کابل او طرابلس د امریکايي سرتېرو د ګڼې ګوڼې سفارتونه دي، ډېری حملې هم پر همدې سفارتونو شوې دي، سفیران پکې وژل شوي او امریکايي اتباع ترې برمته شوي دي او د همدي بریدونو پړه تر ډېره د سلیماني تر بازو لاندې جنګیالیو او د قدس وه، سلیماني د فاطمیون اصلي طراح هم و.
تېر ۲۰۱۹ ز کال هغه له کردي رهبرانو وغوښتل چې د عراق له شماله د سوريې تر پولو د ستراتیژیک مسیر له تامین سره مرسته وکړي. هغه له کردانو سره نږدې پاتې شوی او د کلونو کلونو لپاره یې د کردانو پر وړاندې د «رشوت ورکولو او یا خو يې د ټکولو» تګلاره مخته بېوله. خو له تېر کال راهسیې هغه خپل دا پلان اړولی و، نور نو يې کردي رهبران رد کړل او تر دې خو لا بده دا چې د اسد جنګیالیو جګړه نه کوله. سلیماني عراقي پوځیانو ته ویلي وو چې د سوريې پوځ بې ګټې دی او هیله لري چې ایراني ملېشو ته یې بسیج کړي. هغه له عراقي پوځیانو وغوښتل چې «ما ته لار راکړئ، زه ټوله جغرافیه درته نیسم»، هغه په تېر کې له داعش سره جګړه کې هم خورا مخکښ و.
له ۲۰۱۹ ز کال وړاندې او وروسته، کال په کال په دمشق کې د ایراني ملېشو او وسلو شمېر مخ پر زیاتېدو شو، په ټنونو وسلې، ټانکونه او ډیپوګانې د منځني ختیځ جګړه ییزو توسونونو ته داخل شول. په همدې کال کې سلیماني ۲۰۰۰ نور تازه نفسه بسیج شوي جنګیالي له حزب الله څخه تر لاسه کړای شول. د قیصر ښار یې ونیو چې د بکا په وادې کې د لبنان او سوریې مرز دی. له همدې ځایه یې لبنان، سوریه او عربي نړۍ ښوروله. تقریباً د هر درېیم میزایل پرتاب له همدې اډو پر عربو شوی دی. سلیماني او حزب الله پخواني یاران دي، کلونه کلونه کېږي چې په لبنان او نوره نړۍ کې د ګډو عملیاتو او توطیو مرستې سره کوي.
قاسم سلیماني د سوريې د جګړې د متن نوم و، له دې هاخوا حداقل په تېرو دوو کلونو کې هغه په يوازې او مستقله توګه د منځني ختیځ د جګړې قومانده درلوده، هغه د ټایلنډ، نوي ډیلي، لوګاس او نیروبي حملې هم کړې دي.
د ایراني پوځیانو وژل د افغانستان په څېر پر سیمه او نیابتي جګړې اغېز لري، خو د تاثیر اصلي محراق د ایران د اقتصادي ځوړتیا او د عراق، سوریې، یمن او منځني ختيځ د جګړې کرښې دي.
لومړی: امریکا د ایران یو مهم پوځي او استخباراتي سیوریمشر وژلی او نوموړي لږ تر لږه له ایران- عراق جګړې راهیسې د ایران پر بهرنۍ پالیسۍ سیوری او اغېز درلود. په یمن، سوریه، لبنان، افغانستان او پاکستان کې یې شاوخوا ۲۸۰۰۰۰ جنګیالي درلودل چې څرګنده ده د ایران بهرنی سیاست او پراختیايي پروګرامونه متاثره کولی شي.
دویم: د سلیماني وژل د ایران- امریکا د نوې جګړې باب پرانيزي، په تهران کې د امریکا د سفارت تر برید وروسته د ایران- امریکا په کچه دومره لویه فاجعه نه وه رامنځ ته شوې، اوس پوښتنه دا ده چې ایران به بېرته حمله وکړي؟ د غچ نوعیت او شکل به څه وي؟ چېرې او څرنګه او د دې تاثیر به په افغانستان کې پر نیابتي جګړې څومره وي؟ په زیات احتمال چې ایران او امریکا به د مستقیمې جګړې له لارې مخته نه ځي، بلکې د نیابتي جګړې ډګرونه به په درېيمو سیمو کې لا ګرم شي او تاوان و جبران ملتونه به یې هم همدا پردۍ سیمې وي.
که څه هم پر ایراني طالبانو به ژور تاثیر ولري او د طالبانو له دې برخې سره به مرستې او ملاتړ زیات شي او له امریکا سره د پاکستان ملاتړه طالبانو پروسه به له نورو نویو خنډونو سره مخ کړي، خو په زیات احتمال چې د امریکا او ایران لانجه د منځني ختیځ، عراق، سوریې، یمن او په افغانستان کې د نیابتي جګړو پر زیاتېدو تاثیر کولی شي.
درېیم: د سلیماني په مشرۍ ایراني ملېشو د داعش پر وړاندې جګړه کې رغنده رول درلود. ایا ایران به وکولی شي چې د داعش بیا ځلي احتمالي پرمختګ ته ځواب ووايي؟ د داعش ماتې که څه هم په ښکاره امریکا ته مهمه وه، خو تر هغې څو چنده زیات د ایران هدف و. که د دې احتمال وي چې داعش به بېرته سر را پورته کړي، نو دا به په یقیني توګه د ایران لپاره د ګواښ د پاتې شوني په مانا وي.