زما د خوښې وړ کتاب (انسان د مانا په لټه کې) دی چې اتریشي ارواپوه وېکتور فرانکلېن لیکلی دی. نوموړی د المان په نازي زندان کې د ډېر وخت لپاره پاتې شوی دی. په زندان کې د ده شاوخوا ډېر کسان هلاک او له منځه ولاړل. هغوی خپل امیدونه له لاسه ورکړي وو او په ناهیلۍ کې مړه شول. زما په باور، فرانکلېن وکولای شول چې د بشریت د ازادۍ پر عظمت باندې د باور درلودلو په واسطه له دې ناورین څخه ځان سالم او روغ را وباسي. ازادي په دې مانا ده چې څنګه هره پېښه هضم او وزغمو، څنګه ټاکنه وکړو او د پېښو پر وړاندې څنګه عکس العمل ښکاره کړو. په هره پېښه کې کولای شو چې په خوښیو پسې وګرځو او یا هم د بدیو په جادو کې را ګیر شو. فرانکلېن لیکلي: «له انسان څخه هر څه اخیستلای شو، پرته له یو شي؛ هغه یې د خپلو هغو نظریاتو د ټاکنې حق دی چې لاره ورباندې ټاکي.»



































