د ویلسن څېړنیز مرکز د امنیت او اقلیم برخې په یوه خپره کړې مقاله کې ویلي چې په افغانستان کې له خونړیو جګړو سره سره بیا هم اقتصادي پرمختګ رامنځ ته شوی دی. په مقاله کې د نړیوال بانک له قوله راغلي چې افغانستان په تېر ۲۰۱۹ز کال کې څه باندې دوه سلنه اقتصادي وده لرلې ده او راتلونکی کال به دا وده تر درې سلنه هم لوړه شي. په مقاله کې همدا راز راځي چې افغانستان ته د سولې راتګ او دغه راز د اوبو او کرنې تر څنګ له نورو طبیعي منابعو استفاده به افغانستان ته دایمي پرمختګ راولي. د سرچینې په خبره که افغان حکومت وکړی شي چې اوبه مدیریت کړي، خپلو محصولاتو ته لا ډېر نړیوال بازارونه پیدا کړي، زراعت پراخ کړي او په سیمه کې پراخې سوداګریزې اړیکې ټينګې کړي نو افغانستان دایمي ثبات او پرمختګ ته رسېدلی شي.