وروسته تر هغه چې پرون په کابل کې د خوراکي توکو بیې لوړې شوې او خلکو پر حکومت د نه پاملرنې توندې نیوکې وکړې، ولسمشر غني نن په یو ویډیویي پیغام کې ویلي چې افغانستان د خوراکي توکو له کمښت سره مخ نه دی او په خبره یې د بازار د ثبات په موخه نوموړي نن له اړمنو کسانو سره د دولت له ستراتیژیکو ذخیرو څخه د ۲۴ زره ټنه غنمو د توزیع امر کړی دی. نوموړي دغه راز ویلي چې د هېواد په شمالي بندرونو کې زر واګونه غوړي هم موجود دي چې د ځینو ستونزو له امله تر اوسه بازار ته د عرضه کېدو اجازه نه وه ورکړل شوې، ژر تر ژره به بازار ته وړاندې شي. ولسمشر غني د خپلو خبرو پر دوام وویل چې د هېواد سرحدي ګمرکونه به هم د ۲۴ ساعتونو لپاره پرانیستي وي. نوموړي زیاته کړې چې اوسمهال هم زرګونه واګونه خوراکي توکي د شیرخان، حیرتان او تورغونډۍ بندرونو له لارې هېواد ته د وارېدېدو په حال کې دي. ولسمشر غني ډاډ ورکړی دی چې افغانستان د خوراکي توکو له کمښت سره مخ نه دی او هېوادوال باید د احتکار کوونکو پر شایعاتو باور ونکړي.