افغانستان ته د زرګونه ټنه خوراکي توکو واردات دوام لري. د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې په تازه څرګندونو کې ویلي چې په تېرو دوو ورځو کې لسګونه واګونه خوراکي توکي د هېواد په شمالي بندرونو کې تخلیه شوي دي. ددغه ادارې په وینا ۲۵۰ واګونه خوراکي توکي په شمالي بندرونو کې تخلیه شوي چې زرګونه ټنه کېږي. د اوسپنې پټلۍ ادارې چارواکو ویلي چې د سوداګرو له لوري د مرکزي اسیا له هېوادونو سره سوداګري په نورماله توګه روانه ده او هېڅ راز ستونزه نه ده رامنځ ته شوې. ددوی په خبره په یادو توکو کې غوړي، غنم، اوړه او نور خوراکي مواد شامل دي. افغان حکومت هڅه کوي چې د کرونا له امله په بازارونو کې رامنځ ته شوی کړکېچ کنټرول کړي. له همدې امله یې ډاډ ورکړی چې د مرکزي اسیا له هېوادونو سره سوداګري په نورماله توګه روانه ده او هېڅ راز ستونزه نشته.