د آسترالیا پولیسو ویلي دي چې ددغه هیواد د ځانګړو ځواکونو هغه عسکر له دندې ګوښه شوی چې پر یوه بې وسلې افغان باندې یې د فیر کولو ویډیو ثبت شوې ده. همدارنګه ویل شوي دي چې ددغه عسکر قضیه پولیسو ته راجع شوې ده. د آسترالیا د ځانګړو ځواکونو غړی چې هویت یې نه دی په ډاګه شوی په ۲۰۱۲م کال کې پر یوه افغان باندې د فیر کولو پر مهال لیدل کیږي. دغه ویډیو د یوه بل عسکر له لوري ثبت شوې وه او د دوشنبې په ورځ د اې بي سي، تلویزون له لورې نشر شوه. د دفاع وزارت څانګه، چې په افغانستان کې د آسترالیایي ځواکونو له لوري د شکمنو جنګي جرمونو په هکله پراخه څیړنې کوي په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې دا قضيه جدي او ناراحته کوونکي ده. په بیانیه کې راغلي دي چې په ویډیو کې لیدل شوی عسکر د پنجشنبې په ورځ پيژندل شوی او په سملاسي توګه یې دنده ځنډول شوې ده.





























