طالبان وايي د امریکايي جنرال هغه ادعا ناسمه ده چې په کونړ کې یې د داعش ډلې د له منځه وړلو لپاره له وسله والو طالبانو سره مرسته کړې ده. په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین له سپوږمۍ راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل، چې پنځه کاله د طالبانو سنګرونه د داعش ډلې په ګټه بمبارېدل. شاهین وايي هیچاته به اجازه ورنکړي چې د دوی دې مبارزې ته بل رنګ ورکړي. څو ورځې وړاندې یوه امریکایي جنرال ویلي وو چې طالبانو د امریکا په مرسته په کونړ کې داعش ډله ختمه کړه. ددغه پوځي په خبره دوی له څو میاشتو راهیسې په دغه سیمه کې له طالبانو سره همکاري کوله.





























