په زابل ولایت کې د وسله والو طالبانو په یوه برید کې ۲۵ سرتیري وژل شوي دي. یوشمېر سرچینو ویلي، دغه پېښه نن د زابل ولایت اړوند د امنیتي ځواکونو پریوه پوسته د طالبانو د برید په پایله کې رامنځ ته شوې ده. ویل کیږي په دې پېښه کې درې سرتیري ټپیان هم دي. که څه هم امنیتي مسوولینو تر دا مهاله په دې تړاو څه نه دي ویلي، خو ویل کیږي د ملي اردو شپږ سرتیري له طالبانو سره یوځای شوي او دې برید ته یې زمینه برابره کړې ده. د یوه بل خبر له مخې د بلخ ولايت په دولت اباد ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو اوطالبانو تر منځ جګړه شوې ده. د بلخ امنيه قوماندانۍ وياند عادل شاه عادل وايي، چې په دغه جګړه کې د امنيتي ځواکونو دوه ټانګونه سوځېدلي دي. نوموړی کره شمېره نه په ګوته کوي؛ خو وايي چې په ياده جګړه کې يو شمېر امنيتي سرتېري مړه او ټپيان دي او همدا راز طالبانو ته هم د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي.





























