د ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله عبدالله ترمنځ د اختلافونو ددوام له امله امریکا له افغانستان سره په خپلو مرستو کې یو میلیارد ډالره کموالی راوستی دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي دوی هڅه وکړه په افغانستان کې د یوه ټولشموله حکومت د جوړېدو لپاره لار هواره کړي خو دواړو لورو خپل اختلاف ته ادامه ورکړه چې دا د امریکا ملي ګټو ته خطر دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي له همدې امله دوی روان کال له افغانستان سره خپل یو میلیارد ډالر مرسته کموي. ددې تر څنګ یې ویلي چې په نورو کنفرانسونو کې به هم د خپلو مرستو په کچه کې کموالی راولي او راتلونکی کال به هم یو میلیارد ډالر مرسته کمه کړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله عبدالله نیوکه کړې چې سولې ته ژمن نه دي او تر دې دمه یې د بین الافغاني خبرو لپاره پلاوی نه دی ګومارلی. همدا راز یې ویلي چې له دې وروسته د سیاسي اهدافو په خاطر له ترسره کېدونکو نظامي عملیاتو ملاتړ نه کوي او نه هم پکې برخه اخلي. امریکا همدا راز ویلي د هغو مشرانو ملاتړ هم نه کوي چې موازي حکومتونه جوړوي. په اعلامیه کې د ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله عبدالله کړنې غیر مسوولانه بللې شوې دي او په خبره یې امریکا خواشینې ده چې افغان مشران د یوه ټولشموله حکومت په جوړولو بریالي نه شول.