په هند کې بند پاتې افغانان چې ډېری یې د درملنې لپاره دغه هېواد ته تللي دي وایي چې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان دي. دوی وایي چې مخکې یې هم خپلې ستونزې په هند کې له افغان سفارت سره شریکې کړې وې چې له هغه وروسته دغه سفارت د ستونزو هوارولو لپاره د څو فوق العاده پروازونو پېرلو پرېکړه وکړه چې په همدې ترڅ کې کام ایر هوایي شرکت وتوانېد دا پروازونه واخلي. خو اوس په هند کې بند پاتې افغانان شکایت کوي چې دغه شرکت ښکاره لوټل پیل کړي دي او یو عادي ټکټ یې له ۱۵۰ ډالرو څخه ۵۳۵ ډالرو ته پورته کړې دی په داسې حال کې چې دوی هلته له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي. دوی دغه راز حکومت هم پړ بللی دی چې ستونزو ته د رسېدګي پر ځای یې دوی په لوی لاس لوټمارانو ته تسلیم کړي دي. د یادونې ده چې په هند کې د کرونا ویروس مخنیوي په موخه رسټورانټونه، هوټلونه، صرافیانې او ټول هغه ځایونه بند دي چې ګڼه ګوڼه پکې زیاته وه.