د پیسو نړیوال صندوق د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله د نړۍ اقتصاد ته د زیان اوښتو له درکه اندېښمن دی. د دې صندوق مشره وايي، نړۍ له یوه بل داسې اقتصادي بحران سره مخامخ ده چې په ۲۰۰۹ میلادي کال کې هېوادونو تجربه کړ. د پیسو د نړیوال صندوق یا آی ایم ایف رييسه کریستالینا جورجیفا وايي، د نړۍ اقتصاد لا له وړاندې د کرونا ویروس له کبله له بحران سره مخامخ دی. دې له هېوادونو په کلکه وغوښتل چې د ډېرو پیسو په اختصاصولو سره په نویو غوړېدونکو بازارونو کې د پورونو د زیاتېدو او دېوالي کېدو مخه ونیسي. د پیسو د نړیوال صندوق ريیسې زیاته کړې، ممکن په ۲۰۲۱ کې نړۍ تر ډېره له دې ستونزې ووځي خو دا کار یوازې هغه مهال ممکن دی چې په هر ځای کې د کرونا ویروس مخه ونیول شي.