په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې عام خلک وایي، حکومت باید په هغو سیمو کې چې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره په کې محدودیتونه وضع کېږي مالیات کم کړي او د دوکانونو او استوګنې د کورونو په کرایه کې دې تخفیف په نظر کې ونيسي. ځینې خلک په ځانګړې توګه لاسي پلورونکي او ګارګر له اقتصادي ستونزو شکایت کوي او وايي چې نه شي کولای په کور کې پاتې شي. د اقتصادي چارو شنونکي وایي، په نورو هېوادونو کې د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه قرنطین بریالی دی، خو په افغانستان کې د خلکو اقتصادي وضعیت ته له پاملرنې پرته قرنطین اعلان شوی دی. په ورته وخت کې د مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي مني چې په ښارونو کې د محدودیت په وضع کولو د هېواد اقتصادي وضعیت له ډېرو ستونزو سره مخ دی، خو وایي حکومت د یادو ستونزو د حل لپاره په یوه طرحه کار کوي. هغه زیاته کړه، مالیې وزارت به دغه طرحه ډېر ژر له خلکو سره شریکه کړي او حکومت د خلکو ستونزو ته ځانګړې پاملرنه لري.