د کرونا ویروس له امله د تورخم او سپین بولدک دروازې د دوو اونیو لپاره بیا وتړل شوې. د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، چې له پاکستان سره د صادراتو او وارداتو بندېدل سوداګرو ته لوی تاوان اړولی ده. د سوداګرۍ خونۍ مرستیال خانجان الکوزی وايي، چې دا یوه لویه اقتصادي ضربه ده او افغان سوداګر هره ورځ دوه یا دونیم میلیونه ډالر زیان کوي. په ورته مهال یوشمېر هغه افغانان، چې له ډیورند کرښې هغې غاړې ته بند پاتې دي وایي، چې دوی له سختو ستونزو سره مخ دي او ټینګار کوي، چې حکومت دې د دوی د راتلو لپاره لاس په کار شي. د کرونا ویروس له امله د تورخم او سپین بولدک دروازې تړل کېدو په کور دننه افغان سوداګر زیانمن کړي او د خوراکي توکو بیې یې تر بل هر وخت لوړې کړې دي.