امریکا لسګونه میلیونه ډالر په افغانستان کې په رسنیزو تبلیغاتو او پروپاګنډو لګولي دي. د روسیې آر ټي رسنۍ په یوه راپور کې وایي چې د امریکا ددفاع وزارت یوه قرار دادي په افغانستان کې د جګړو په اړه د تبلیغاتو او همدا راز پروپاګنډې لپاره ۴۲۵ میلیونه ډالر لګولي دي. د سرچینې په خبره اوس تازه ثابته شوې ده چې دغه پیسې پر ځای نه دي لګېدلې او په دې کې حساب شوي اعلانونه نه افغانانو لیدلي او نه یې هم اورېدلي دي. په راپور کې راځي په دغه پیسو کې اختلاس شوی دی او په سمه لار نه دي مصرف شوې. په مطلب کې وړاندې راغلي چې دغه پیسې، د جګړې د تبلیغاتو، ذهنیت د بدلولو، اروايي مسایلو، رادیويي اعلانونو، تلویزیوني اعلانونو، چاپي اعلانونو او نورو مواردو تر نامه لاندې لګول شوې دي، خو نه یوازې دا چې ګټه یې نه ده کړې بلکې په ډېرو مواردو کې یې د سپکاوي او بې پروایۍ له امله غبرګونونه هم پارولي دي.