ولسمشر غني د اقتصاد په عالي شورا کې امر کړی چې ننګرهار او کندهار ته دې سل میلیونه افغانۍ د کرونا پر ضد د مبارزې لپاره واستول شي. ولسمشر دا امر نن د اقتصاد عالي شورا په ناسته کې کړی او زیاته کړې یې ده چې د هیواد هر زون باید د کرونا د تشخیص لپاره مجهز لابراتوار ولري. ولسمشر همدا راز ویلي، پنځوس – پنځوس میلیونه افغانۍ دې ننګرهار او کندهار ته ورکړل شي چې د کورونا پر ضد د مبارزې په لومړیتوبو او میکانیزمونو یې مصرف کړي. نوموړي همدا راز ویلي، حکومت به هغو خصوصي کمپنیو ته خاصې اسانتیاوې برابرې کړي چې په هیواد کې د غوړیو او لومړنیو خوراکي توکو د تولید په کاروبار پانګونه وکړي تر څو د کورونا په مخنیوي کې له ولس سره منظمه مرسته وشي.