د کندهار والي وايي، له پاکستان سره د لارو پرانیستلو پر یوه میکانیزم هوکړه شوې ده او ډېر ژر به د سپين بولدک لار د صادراتو او واردتو لپاره پرانیستل شي. حیات الله حیات نن په یوه خبري غونډه کې وویل، تر راتلونکو دوو ورځو به د سپين بولدک لار پرانیستل شي چې پر بنسټ به یې د خوراکي توکو د کمښت او لوړې بیې ستونزه حل شي. هغه زیاته کړه، له پاکستان سره پر یوه میکانیزم هوکړه شوې چې څنګه پر دې لار د تګ راتګ پر مهال د کرونا وایرس د خپرېدو مخنیوی وشي. دی وايي، په دې برخه کې یوه کمېټه جوړه شوې څو دغه چارې په ښه توګه تر سره شي. پاکستان شاوخوا درې اوونۍ مخکې د سپین بولدک لار په دې بهانه وتړل چې ګواکې خپلې غاړې ته د کرونا ناروغانو د درملنې مرکز جوړوي. هغه مهال پاکستاني لوري ویلي وو چې لار د یوې اوونۍ لپاره تړي، خو له هغه مهاله درې اوونۍ تېرېږي چې لار لا هم تړلې ده.