پاکستان وایي افغان سوداګرو ته اجازه ورکوي چې درمل او خوراکي توکي خپل هېواد ته وارد کړي. پاکستاني چارواکو له افغان سفارت سره ژمنه کړې ده چې په تورخم او سپین بولدک کې به د درملو او خوراکي توکو کاروانونو ته اجازه ورکوي. په پاکستان کې افغان سفیر وایي چې پاکستان د کرونا له وېرې خپلې لارې تړلې دي خو اوس یې تازه دا هوکړه له افغان لوري سره کړې ده چې د خوراکي توکو او درملو کاروانونو ته به د تېرېدو اجازه ورکوي. بلخوا افغان سوداګر وايي چې تر اته زره پورې په توکو بار کانټينر یې پاکستاني حکومت درولي دي او د تېرېدو اجازه نه ورکوي. دوی وایي چې د هرې ورځې په تېرېدو لسګونه زره ډالر زیانمنېږي.