افغان حکومت وایي چې د یوې میاشتې په اوږدو کې به څلوېښت زره کسانو ته د کار او شغل زمینه برابره کړي. د افغان حکومت د اضطرار کمېټې په غونډه کې ولسمشر غني د ملي انکشاف له ادارې غوښتي چې د خلکو بېوزلۍ او ستونزو ته په پام دې ژر تر ژره څلوېښت زره کسانو د کار او روزګار زمینه برابره کړي. د ملي انکشاف ادارې مشر عبدالرحمن عطاش هم په دې غونډه کې ویلي چې په یوه هفته کې به د څلوېښت زره کسانو د تدریجي استخدام پروسه پیل شي. همدا راز په دغه غونډه کې بېوزله کسانو او بېځایه شوو ته د غنمو د وېش پر طرحه هم خبرې شوې دي. په دې غونډه کې همدا راز پرېکړه شوې چې سر له نن به د کابل او هرات ترمنځ پروازونه بندېږي او موخه یې هم د کرونا ویروس د پراختیا او لېږد مخنیوی ښودل شوی دی.