له کرونا سره د مبارزې په موخه د چین هېواد د مرستو لومړنۍ بسته هېواد ته را ورسېده. په کابل کې د چین سفیر «وانګ یو» وایي په دغه مرسته شوې بسته کې د کرونا د پرمختګ د مخنیوي لپاره اړین توکي ځای پر ځای شوي دي. چین د کرونا ناروغۍ د مخنیوي لپاره تر اوسه پورې له ۹۰ زیاتو هېوادونو او څلورو نړیوالو سازمانونو سره طبي مرستې کړې دي او ځینې هېوادونو ته یې طبي ډلې او روغتیایي کارپوهان هم استولي دي. په خپل هېواد کې له کرونا ناروغۍ سره تر اغېزناکې مبارزې وروسته چین له ګاونډیو او د امریکا، اېټالیا او نورو لویو او پر مختللو هېوادونو سره د کرونا ناروغۍ د مخنیوي په موخه طبي مرستې کړې دي.
نن د (اپرېل) میاشتې په دویمه نېټه له چین څخه د طبي مرستو لومړۍ بسته کابل ته را ورسېده چې ډېر ژر به په کابل سربېره د هېواد هغه ولایتونو ته واستول شي چې کرونا ناروغي په کې خپره شوې ده. په دغه بسته کې د کرونا ناروغۍ د مخنیوي بېلابل توکي شامل دي. په کابل کې د چین سفیر وایي، چې له افغانستان سره د چین دغه ډول طبي مرستې په دوام ولري. وانګ یو څو ورځې وړاندې د ولسمشر له دویم مرستیال سرور دانش سره په یوه لیدنه کې له افغانستان سره د پراخو طبي مرستو ډاډ ورکړی و. چین د افغانستان دوست او ګاونډی هېواد دی چې له دې وړاندې یې هم له افغانستان سره طبي او نورې بشردوستانه مرستې کړې دي.