عمران خان په پاکستان کې له مېشتو افغان کډوالو سره د مرستو سپارښتنه کړې ده. د رسنیو د راپورونو له مخې د پاکستان د کډوالو چارو د وزیر په غوښتنه ددغه هېواد لومړي وزیر عمران خان ویلي چې په یاد هېواد کې د کرونا د مخنیوي په خاطر له کډوالو سره یې د مرستې سپارښتنه کړې ده. ویل کېږي چې په دې کې د پاکستان کورني بېځایه شوي هم شامل دي. پاکستاني حکومت له دغه کسانو سره د مرستې لپاره د میلیونونو کلدارو د ځانګړي کولو سپارښتنه کړې ده او په خبره یې په دې سره هڅه کوي په دغه هېواد کې د کرونا د پراختیا مخنیوی وکړي او تر څنګ یې د اړو کسانو لاسنوی وکړي. په پاکستان کې دمګړی د کرونا نږدې ۲ زره مثبتې پېښې ثبت شوې دي.