ازبکستان وايي له افغانستان سره به یې د سوداګرۍ او ترانزیت په برخه کې همکاري روانه وي. په ازبکستان کې افغان سفیر احمد خالد علمي رسنیو ته ویلي، د ازبکستان له لوري خوراکي او روغتیايي مواد د نن له حیرتان بندر افغانستان ته لېږل کېږي. افغانستان کې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت الله ایرګشف په تاشکند کې له افغان سفیر سره خبرو کې ویلي د کورونا وېروس له امله به د دغو هېوادونو ترمنځ انساني مرستې او ټرانسپورټ روان وي. تاشکند کې افغان سفارت وايي، نن به له ازبکستان درې سوه ټنه اوړه، ۱۵۰ ټنه وریزې، ۵۰ ټنه شکره یا بوره، ۵۰ ټنه غوړي، ۵۰ ټنه سابون او روغتیايي او خوندیتوب جامې افغانستان ته ولېږل شي. سیمه کې د کورونا وېروس خپرېدو پسې افغان بازارونو کې د اوړو بیه لوړه شوې او خلک یې سخت اندېښمن کړي دي. قزاقستان د سیمې هېوادونو لپاره د غنمو سرچینه ده. د دغه هېواد غنم په ازبکستان کې اوړه کېږي او افغانستان ته رسېږي.