پاکستان وايي له افغان حکومت سره تر خبرو وروسته دې ته تیار شوي چې سوداګریزو کاروانونو ته د تېرېدو اجازه ورکړي. د پاکستان حکومت ویلي چې دمګړی د افغان سوداګرو تر لس زره پورې کانټینر به کراچۍ بندر کې او د څلورو زرو په شاوخوا کې په چمن او تورخم کې ولاړ دي. ددوی په وینا د افغان حکومت له غوښتنې وروسته پاکستاني حکومت پرېکړه کړې چې دغه سوداګریزو کاروانونو ته د تېرېدو اجازه ورکړي، خو موټر چلوونکي او ورسره مل کسان به ځانګړي روغتیايي تدابیر په پام کې نیسي. په دغه بهیر کې به تر ډېره هغه موټرونو ته اجازه ورکول کېږي چې خوراکي، روغتیايي او نور لومړني او د اړتیا وړ توکي لېږدوي.