له کرونا سره د مبارزې لپاره د نهو مرکزي او سویل ختیځو ولایتونو پکتیکا، لوګر، ارزګان، بامیان او دایکنډي هر یو ولایت ته ۳۰ میلیونه افغانۍ؛ غزني، خوست او پکتیا هر ولایت ته ۶۰ میلیونه افغانۍ او کندهار ولایت ته ۱۰۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې او او لېږدول کېږي. له ولسمشرۍ ماڼۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر محمد اشرف غني پرون ماښام د وېډیو کنفرانس له لارې له کرونا سره د مبارزې د ولایتي کمېټو د اقداماتو په اړه د غزني، خوست، پکتیا، پکتیکا، لوګر، کندهار، ارزګان، زابل، بامیان او دایکنډي والیانو سره خبرې وکړې. د خبرپاڼې له مخې، د یادو ولایتونو والیانو په دې کنفرانس کې وویل چې د خلکو د راټولېدو مخه یې نیولې ده او د حکومتي ادارو، خصوصي سکَټور، مدني ټولنو او د ولسوالیو شوراګانو ترمنځ یې همغږي هم رامنځته کړې ده. دوی زیاتوي، په دغو ولایتونو کې یې د خوارکي موادو قېمتونه کنټرول کړي، ځینو سیمو کې یې دوا پاشلې او د لا زیاتو تجهیزاتو لپاره د تدارک غوښتنه کوي. ولسمشر یو ځل بیا دوی ته سپارښتنه کړې ده چې د کرونا د لا پراختیا مخنیوی وکړي او هر اړخیز تدابیر دې ولري.