هند وايي دوی هڅه کوي له افغانستان سره خپلې اړیکې لا ژورې او پراخې کړي. د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شنکر ویلي ددې وخت دی چې د افغانستان او هند ترمنځ اړیکې لا ښې او ژورې شي. نوموړي د افغانستان د بهرنیو چارو نوي سرپرست وزیر حنیف اتمر ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ ویلي هند هیله من دی چې د افغانستان له نوي حکومت سره تر پخوا ښې اړیکې ولري او په دې توګه د سولې، امنیت او سوداګرۍ په برخه کې اړیکې پیاوړې شي. نوموړي یو ځل بیا ډاډ ورکړی چې هیواد یې په افغانستان کې د پرمختګ، امنیت او سولې په برخه کې خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي.