ښايي په پاکستان کې د افغان کډوالو په کمپونو کې د کرونا ویروس له امله بشري ناورین رامنځ ته شي. د پاکستان د کډوالو او قبایلي چارو وزیر شهریار افریدی وایي، د کرونا ویروس او همدا راز ددغه ویروس د خپرېدو د مخنیوي په موخه د رامنځ ته شوي بندیز له امله ښایي د افغان کډوالو په کمپونو کې بشري ناورین رامنځ ته شي. دده په خبره ملګري ملتونه مسوولیت لري چې ددغه کډوالو ستونزې حل کړي او په دې توګه دوی له خطرونو خوندي کړي. افریدی وایي د پاکستان حکومت یوه مرستندویه بسته ددغه کډوالو لپاره ځانګړې کړې ده خو دا هر څه بسنه نه کوي او د نړیوالو لا ډېرو مرستو ته اړتیا ده.