که څه هم چې د فېبروۍ میاشتې په ۲۹ مه نېټه په دوحه کې د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې هوکړه لاسلیک شوه، خو تر اوسه پورې دغه څه په افغانستان کې د جکړو او ستونزو پر کمولو ښکاره مثبت اغېز نه دی کړی او لا هم د افغانستان په ځينو برخو کې جګړې روانې دي چې تر ډېره پکې ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوړي. د روسيې بهرنيو چارو وزارت په يوې اعلاميې د افغنستان پر سیاسي او امنیتي وضعیت اندېښنه څرګنده کړې ده او ویلي یې دي چې دوی د افغان سياسي مشرانو ترمنځ د ټاکنو پايلو په اړه راپورته شوي سياسي کړکېچ په اړه هم اندېښنه لري. د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماریا زخاروا ويلي دي چې افغانستان کې روان سیاسي کړکېچ د جګړې د دوام سبب شوی دی او افغان مشرانو ته په کار ده، چې يو ټول – شموله حکومت جوړ کړي. ماریا زخاروا ويلي دي چې د طالب بنديانو خوشي کېدل يوه بله مساله ده، چې د افغانانو ترمنځ د خپل منځي خبرو د ځنډ لامل شوې ده.





























