برښنا شرکت وایي، د کرونا ناروغۍ له خپرېدو سره سم یې په عوایدو کې ۶۰ سلنه کموالی راغلی دی او اوس ۵۰ میلیون ډالرو ته اړتیا لري چې له حکومته یې غوښتي دي. د طلوع نیوز د خبر له مخې د برښنا شرکت مسوولینو خبرداری ورکړی چې که دغه شرکت ته د حکومت لخوا پنځوس میلیون ډالر ور نه کړل شي او پورونه یې را ټول نه شي، راتلونکې میاشت به له ګاونډیو هېوادونو څخه د برېښنا پېرلو توان ونه لري. د یاد شرکت د مسوولینو په وینا په تېرو دریو میاشتو کې ځینو دولتي بنسټونو د دوه میلیارده او ته سوه زره افغانیو په ارزښت خپل د برېښنا بېلونه نه دي تحویل کړي. برېښنا شرکت وایي، حکومت باید خپل د برېښنا لګښت پرېکړي او تر څنګ یې دغه شرکت ته پنځوس میلیون ډالره په پور هم ورکړي. ددغه شرکت رییس امان الله غالب ویلي، «که موږ برېښنا ونه شو پېرلی او یا یې ګاونډیو هېوادونو ته پر وخت پیسې ور نه کړو دا به یو بل بحران وي.» اوس مهال افغانستان له اتیا سلنې وارداتي برېښنا څخه ګټه اخلي، چې په کلني ډول دوه سوه او اتیا میلیون ډالره ګاونډیو هېوادونو ته ورکوي. دغه شرکت وایي، اوس یې هم پر خلکو، صنعتي پارکونو او زور واکو باندې پورونه باندې دي.