د اسیا پرمختیایي بانک د کرونا ویروس پر ضد د مبارزې لپاره د ۲۰ میلیارده ډالرو یو پکېج اعلان کړی دی. په کابل کې د اسیایي بانک دفتر لخوا خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دې فنډ سره دوی غواړي چې د کرونا وبا پر ضد غړي هېوادونه خپلې هڅې څو برابره زیاتې او ګړندۍ کړي. په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه بانک تېره میاشت د مارچ په ۱۸مه په لومړي پکېج کې ۶،۵ میلیارده ډالر اعلان کړی و، خو ورسره ۱۳،۵ میلیارده ډالر نور یو ځای کړ. د اسیایي پرمختیایي بانک رییس مساتسوګا اساکاوا ویلي چې دکرونا وبا نه یواځې د خلکو ژوند یې له ګواښ سره مخ کړی بلکې اقتصادي، ټولنیزې ستونزې یې راولاړې کړي او په اسیا کې یې پرمختیایي لاسته راوړنې له ګواښ سره مخ کړې دي. اسیایي بانک ویلي، ددوی د ارزونې له مخې، د کرونا وبا له امله په سیمه ییزه کچه د تولیداتو کچه د ۲،۳ څخه تر ۴،۸ سلنې پورې ټیټه کړې ده.